نن د کاپیسا ولایت ته ځو چې تازه یې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي. په دې ولایت کې مېشتو فرانسوي پوځیانو د چهارشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې امنیتي مسوولیتونه د افغانستان ملي اردو او ملي پولیسو ته تسلیم کړل.
نن پکتیکا ولایت ته ځو چې څه باندې نولس زره کیلومتره مربع مساخت لري. دا ولایت د افغانستان له خوست، پکتیا، غزني او زابل ولایتونو سره پوله لري خو په جنوب کې یې وزیرستان او بلوچستان پراته دي.
اول د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر لاسليکېدو، ورپسې پر اداري فساد د اورېدونکو ټليفوني پيغامونه راغونډ شوي چې په همدې شلو دقيقو کې يې اورئ
د دې اوونۍ په پروګرام کې د کابل ولايت ستونزې او لاسته راوړنې څېړل شوي دي، اورېدونکو هم پروګرام ته زنګ وهلى او خپل نظر يې له راډيو سره شريک کړى دى.
د ولايت په ولايت کې اوونيز پروګرام کې دا ځل د دايکنډي ولايت پر ستونزو او په دې ولايت کې د شويو کارونو په اړه خبرې شوي دي
کونړچې له ننګرهار، لغمان، نورستان سره ګډه پوله لري په اداري تشکیل کې یې څوارلس ولسوالۍ دي. په دې ولایت کې چې په غرونو پوښل شوي اکثره خلک لکه د نورو ولایتونو په څیرپه کرڼه بوخت دي.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی چې د ختیځ لور ته یې پاکستان، جنوب ته یې کونړ، لوېدیځ ته یې لغمان، شمال لوېدیځ ته یې پنجشېر او شمال ته یې بدخشان ولایتونه دي.
نن یوه داسي ولایت ته ځو چې د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی. هلمند اته پنځوس زره ۵۸۴ کیلومتر مربع مساحت لري. مرکز یې لشکر ګاه دی. باغران، دیشو، ګرمسېر، ګریشک، مارجه، کجکي، خانشین، موسي کلا، نادعلي، ناوه، نوزاد، سنګین، او واشېر یې ولسوالۍ دي.
دا لړۍ مو فراه ولایت ته رارسولې. ورپسې هلمند، اورزګان، کندهار، ته ځو او تر کونړ او نورستانه یې رسوو. فراه څه باندې اته څلوېښت زره کیلومتر مربع مساحت لري چې د جنوبي کوریا د مساحت نیمايي ته رسېږي. د دې ولایت مرکز هم فراه نومېږي، بکواه، انار دره، بالابلوک، ګلستان، خاک سفید، لاش و جوین، پُرچمن، پشت رود، قلعه کاه او شیب کوه یې ولسوالۍ دي. په انګلیسي ویکي پیډیا کې د فراه نفوس څه باندې نهه لکه ښوول شوی چې په سلو کې تر اتیا زیات یې په خټه پښتانه دي خو د دې ولایت نیمايي اوسېدونکي په دري ژبه ږغېږي.
نور راوښيه