د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

خبرونه

د اوکراین صدراعظم وايي چې هېواد یې له امریکا سره د اړیکو دوام غواړي

د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال (آرشیف)
د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال (آرشیف)

د اوکراین صدراعظم له خپل هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو د ځنډېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي دي چې کییف له متحدوایالتونو سره د اړیکو دوام ته ژمن دی.

د امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره په خپل دفتر کې له لفظي لانجې وروسته له اوکراین سره د امریکا ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.

که څه هم امریکايي چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اوکراین صدراعظم دینيس شمیهال نن (د مارچ ۴مه) یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو په اړه تراوسه معلومات نه شته مګر هغه ټینګار وکړ چې اوکراین قطعي پرېکړه کړې چې له متحدوایالتونو سره همکارۍ ته به دوام ورکوي.

ښاغلي شمیهال دا یادونه هم وکړه چې امریکا د اوکراین یو مهم شریک دی او غواړي له امریکا سره اړیکي وساتي. نوموړي زیاته کړه چې کییف چمتو دی له امریکا سره د اوکراین د طبیعي منرالونو اړوند تړون چې په سپینه ماڼۍ کې د زیلینسکي او ټرمپ له لفظي شخړې وروسته بې برخلیکه پاتې شو، لاسلیک کړي.

د اسټرالیا د کرکټ د اتلانو په جام کې د هند سیالې لوبډلې ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه

اسټرالیايي لوبغاړي د اتلانو د جام په یوه پخوانۍ لوبه کې (آرشیف)
اسټرالیايي لوبغاړي د اتلانو د جام په یوه پخوانۍ لوبه کې (آرشیف)

اسټرالیا نن د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافۍ د لوبلړۍ په نیم پایلوبه کې هند ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې چې په ډوبی کې ترسره شوه اسټرالیايي لوبغاړو په پنځوسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۴ منډې یې وکړې. په څو شېبو کې به د هند د کرکټ ملي لوبډله توپوهنه پیل کړي.

اسټرالیا چې له افغانستان سره په بې ګروپ کې وه د کرکټ د اتلانو په جام کې له انګلستان او جنوبي افریقا څخه لوبې وګټلې او له افغانستان سره یې لوبه د باران له کبله مساوي شوه.

هند چې له نیوزیلنډ، بنګلدېش او پاکستان سره په الف ګروپ کې و، ټولې لوبې وګټلې او نیم پایلوبې ته ووت.

د کرکټ د اتلانو دجام دوهمه نیم پایلوبه به سبا د پاکستان په لاهور ښار کې د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ وي.

ډنمارک له افغانستان سره د پنځوس میلیون ډنمارکي کرون مرسته کړې ده

د ډنمارک بیرغ (آرشیف)
د ډنمارک بیرغ (آرشیف)

ډنمارک د افغانستان د مرستې صندوق ته نژدې ۷ میلیون ډالره بسپنه ورکړې ده.

د افغانستان د مرستې صندوق چې په افغانستان کې د اساسي بشري اړتیاوو لپاره د ملګروملتونو پروژې تمویلوي نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې خبر ورکړ چې ډنمارک له دې صندوق سره د۶،۹ میلیون ډالرو انډول د ۵۰ میلیون ډنمارکي کرون مرسته کړې ده.

په بیان کې له بېځایه شویو افغانانو، په تېره له ښځو او نجونو سره د ډنمارک د مرستو ستاینه شوې.

د سوریې پوځ په لاذقیه کې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم د پلویانو پرضد عملیات پیل کړي دي

د سوریې وسله والو ځواکونو په ساحلي ښار لاذقیه کې وروسته له هغه پوځي عملیات پیل کړل چې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم پلوي ملېشو د پوځ دوه سرتېري ووژل.

د سوریې دولتي خبري آژانس سانا نن (د کب ۱۴مه) د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا سرتېري د لاذقیې په داعتور سیمه کې وژل شوي دي. لاذقیه د اسد د رژیم د ملاتړ پخوانی مرکز بلل کېږي او علوي اقلیت چې د اسد کورنۍ ورسره تړلې ده، ترډېره په همدې ښار کې اوسي.

په خبر کې راغلي دي چې د کورني امنیت ادارې په دې سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي څو د دې ملېشو وسله وال ونیسي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې روانه جګړه څاري وايي چې د سوریې دفاع وزارت په سیمه کې سرتېري له زغرګاډو او ټانکونو سره ځای پرځای کړي څو هغه کسان چې د ملي امنیت د ځواکونو پر غړو یې برید کړی پیدا کړي او ویې نیسي.

د سوریې په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو کې د ډزو او نښتو پېښې شوي چې تر ډېره د اسد د رژیم پلویان پکې ښکیل بلل شوي دي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته، انځور له ارشیف څخه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته، انځور له ارشیف څخه

په پام کې ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا راتلونکې دوشنبې د افغانستان په اړه بحث وکړي.

د ملګروملتونو د سیاسي او سوله ایزو چارو برخې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، دا غونډه د مارچ په لسمه د ډنمارک په نوښت، چې د امنیت شورا نوبتي مشري کوي جوړېږي او په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایووا به هم پکې حاضره وي.

د دې غونډې د اجنډا په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو بشري حقونه او په تېره د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه او همداراز د خلکو اقتصادي ستونزې هغه مسایل دي چې په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د بحثونو اجنډاګانې جوړوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغ کوي. باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د ښاغلي مجاهد له قوله لیکي چې نوموړی وايي، یوناما په خپلو راپورونو کې حقایق نه وړاندې کوي او کوچني موضوعات لویوي.

نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي

نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي.

دا لوبه په دوبۍ کې په ځايي وخت د غرمې په یوه بجه پیلیږي.

د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه نیوزیلند، بنګله دیش او پاکستان مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی.

اسټرالیا هم چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې وه له انګلستان او جنوبي افریقا لوبې ګټلي او له افغانستان سره یې لوبه د باران په سبب مساوي شوې وه.

د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ کېږي.

طالبانو او پاکستاني ځواکونو تېره شپه بیا په تورخم کې نښته وکړه

د تورخم د بندېدو له کبله بندې پاتې لارۍ (آرشیف)
د تورخم د بندېدو له کبله بندې پاتې لارۍ (آرشیف)

د راپورونو له مخې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تېره شپه بیا نښتې شوي.

سیمه ایزو سرچینو نن آزادۍ راډیو ته وویل چې جګړه اوس بنده ده خو وضعیت لاهم کړکېچن دی او د سیمې اوسېدونکي وېرېږي چې جګړه بیا پیل نه شي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له دې مخکې تایید کړې وه چې د یکشنبې په ماخستن د پیل شویو نښتو پرمهال د دوی یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. له بلې خوا د آزادۍ راډیو مشال څانګې د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په پرونیو جګړو کې درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي وو.

په عین حال کې د راپورونو له مخې د تورخم دروازه تراوسه هم د خلکو او موټرو پرمخ بنده ده او دواړو غاړو ته یې لسګونه لارۍ بندې پاتې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته ټولې پوځي مرستې وځنډولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينه ماڼۍ کې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينه ماڼۍ کې

د راپورونو له مخې ښاغلي ټرمپ دوشنبه ناوخته دا پرېکړه کړې ده.

دا وروسته له هغه چې تېره اوونۍ ټرمپ او د هغه اوکراییني سیال ولودومیر زیلینسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لیدنه په لفظي شخړو سره بې نتیجې پای ته ورسېده.

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات اوکراین ته خپلې مرستې ځنډوي او بیا یې بیاکتنه کوي "ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا مرستې یوې حل لارې ته زمینه برابروي"

د بلومبرګ او فاکس نیوز د راپورونو له مخې، اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو ځنډول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ټرمپ دې پایلې ته ورسیږي چې د اوکراین مشران سولې ته صادقانه ژمنتیا لري.

فاکس نیوز د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې "دا د مرستو دایمي درول نه دي، بلکې لنډمهاله ځنډ دی."

له دې مخکې، متحده ایالاتو د مارچ په ۳مه په زیلینسکي فشار زیات کړ چې د اوکراین د جګړې د بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره د واشنګټن د هڅو ملاتړ وکړي.

اسټرالیا او هند د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې سره مخ دي

د هند لوبغاړي
د هند لوبغاړي

نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي
دا لوبه په دوبۍ کې په ځايي وخت د غرمې په یوه بجه پیلیږي.

د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه نیوزیلند، بنګله دیش او پاکستان مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی.

اسټرالیا هم چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې وه له انګلستان یې لوبه ګټلې وه او له افغانستان او جنوبي افریقا سره یې د باران په سبب لوبې مساوي پای ته ورسېدې.

د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ کېږي.

د جرمني په منهایم ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د موټر د چلولو په پېښه کې یوتن مړه او ګڼ نور ټپیان شول

هغه موټر چې په منهایم ښار په پېښه کې کار ترې اخیستل شوی دی
هغه موټر چې په منهایم ښار په پېښه کې کار ترې اخیستل شوی دی

د جرمني په منهایم ښار کې یوه چلوونکي خپل موټر په یوه بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼې ته دننه کړی چې په نتیجه کې یې یوتن وژل شوی او یوشمېر نور ټپیان دي.

پولیسو تراوسه دا پېښه برید نه دی بللی خو وايي چې مشکوک کس یې نیولی دی.

د منهایم د پولیسو ویاند ستیفان ویلهیلم وویل چې له نیول شوي مشکوک کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې د پولیسو عملیات روان دي او سپارښتنه یې وکړه چې خلک دې د ښار په مرکزي برخه کې تګ راتګ نه کوي. د بادین وورتیمبرګ سیمې والي توماس ستروبل د جرمني خبري آژانس ته ویلي دي چې د پېښې عامل د یوه څېرمه ایالت څلوېښت کلن جرمن اوسېدونکی دی.

تېره میاشت یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي هم د جرمني په مونشن ښار کې د یوې مظاهرې ګډونوال تر موټر لاندې کړل چې په نتیجه کیې یوه دوه کلنه ماشومه او د هغې مور مړه او ګڼ نور کسان ټپیان شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG