خبرونه
راشدخان، د علي رضا آساهي له کورنۍ سره مرسته کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان ویلي چې د اندام د ښکلا د افغان لوبغاړي علي رضا اساهي له کورنۍ سره مرسته کوي.
علي رضا اساهي چې دوه واره نړیوالې اتلولۍ ګټلي، پرون په کابل کې د زړه د درېدو په سبب ومړ.
په خواله رسنیو د هغه د کورنۍ د لاسنیوي لپاره ګڼ پیغامونه خپاره شوي دي.
راشدخان پر خپله فیسبوک پاڼه د خواشیني تر څنګ ویلي چې په خپله هم د اساهي له کورنۍ سره تر خپلې وسې مرسته کوي او له نورو هم غواړي چې همکاري ونه سپموي.
ګڼو افغان ورزشکارانو او سیاستوالو د علي رضا اساهي پر مړینه خواشیني ښوولې.
علي رضا اساهي چې د افغانستان څو مرتبه يي اتل وو او دوه وار یې د اندام د ښکلا د زیات عمر لرونکو لوبغاړو یا مخکښانو نړیواله اتلولي ګټلې له سختې بېوزلۍ کړېده.
یونیسف: تېر کال د طبیعي افتونو له کبله۲۴۲ ماشومان له تعلیم بې برخې شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي تېر کال د سختې ګرمۍ د څپو، طوفانونو، سېلابونو او شدید موسم له وجې ((په ۸۵ هېوادونو کې د لږ تر لږه ۲۴۲ مېلیونه ماشومانو)) زده کړې له خنډونو سره مخامخ شوي دي.
یونیسف ویلي په افغانستان کې په مې میاشت کې د ګرمۍ تر څپو وروسته په سختو سېلابونو کې تر ۱۱۰ زیات ښوونځي ړنګ شول.
په افغانستان کې د طبیعي پېښو سربېره د واکمنو چارواکو د ستخدریځیو په سبب هم تر شپږم ټولګي پورته لکونه افغان نجونې له ښوونځیو محرومې دي.
د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت یونیسف همداراز په خپل رپورټ کې زیاته کړې چې د افغانستات ګاونډ پاکستان کې هم تېر کال په اپرېل کې د سېلابونو له وجې تر ۴۰۰ زیات ښوونځي ړنګ شوي دي.
راپور زیاتوي چې ۱۷۱ مېلیونه ماشومان د ګرمې څپې له امله اغېزمن شول چې ورڅخه ۱۱۸ مېلیونه د بنګلادېش، هند، کمبوډیا، تایلینډ او فېلېپین اوسېدونکي ول.
ټرمپ: پر روسیه د بندیز له لارې فشار راولو
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، پر روسیې به د بندیزونو له لارې نور فشار راولي.
ډونالډ ټرمپ پرون انلاین د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وینا وکړه.
ده په اوکراین کې د جګړې ژر پای ته رسیدو په اړه په دې غونډه کې د یوه سوال په ځواب کې وویل چې دی غواړي په لنډې راتلونکې کې د روسیې له ولسشمر ولادیمیر پوتین سره وګوري او غواړي چې د تعرفې او نورو بندیزونو له لارې پر روسیې فشارونه زیات کړي.
ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پرمهال ژمنه کړې وه چې د ولسشمرۍ د کار له پيلیدو سره به سم د اوکراین جګړه په څلوریشت ساعتونو کې پای ته رسوي، دی په وروستیو اونیو کې له دې ژمنې په شا شوی، خو لاهم ټینګار کوي چې دا جګړه به ژر ختموي.
روسي چارواکي وايي ځینې بې پېلوټه الوتکې یې نسکورې کړي
د روسیې د پلازمینې ماسکو په جنوبي ختیځ کې د ریازان سیمې والي وایي، د روسیې هوایي ځواکونو یو شمیر بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
پاول مالکوف نن سهار د دې الوتکو د نسکوریدو خبر و رکړ او ویې ویل چې چاته زیان نه دی اوښتی.
د ماسکو ښاروال سرګي سوببیانین هم نن وویل چې د اوکراین د هغو ډرون الوتکو مخه یې نیولې ده چې د ماسکو په لور روانې وې.
د روسیې دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د اوکراین نهه څلویښت بې پيلوټه الوتکې یې له منځه وړې دي چې اکثر یې د اوکراین پولي ته څيرمه د کورسک په سیمه کې نسکورې شوې دي.
د دې وزارت په بیان کې راغلې دي چې د بریانسک، بلګورود او کریمیا ټاپوزمه پر سر یې هم بې پيلوټه الوتکې ویشتلې دي.
حسین: د سوریې په شمال کې پر کردانو د ترکیې عملیات خطرناکې دي
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي د سوریې په شمال کې پر کُرد ځواکونو د ترکیې هوايي حملې ښايي خطرناکې وي.
فواد حسین پرون په داویس کې د اقتصاد نړیوال فورم غونډې ته ویلي، چې دغه حملې به عراق ته د سوریې له شمال څخه د نورو کسانو د کډوالۍ سبب شي.
د ترکیې حکومت هغو کُرد وسلوالو ته چې د سوريې په شمال کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر خلاف په پوځي عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کړې، د تروریستانو په سترګه ګوري.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته لاړ
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پرون بیروت ته لاړ چې د لبنان له نوي مشرتابه سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.
دا څه باندې لس کاله وروسته لومړی وار دی، چې لبنان ته د سعودي عربستان یو لوړ رتبه ډیپلومات سفر کوي.
د لبنان چارواکي هیله من دي، له څو کلن اقتصادي رکود، دغه راز د اسرائیل او حزب اله ترمنځ له جګړې وروسته د بیارغونې لپاره د خلیج د شتمنو هېوادونو مالي مرستې جلب کړي.
د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان لبنان ته رسېدلی دی.
هغه به د لبنان له نوي غوره شوي ولسمشر جوزیف عون سره هم وګوري، چې ګومان کېږي ریاض یې د کاندیداتورۍ سخت ملاتړ کاوه.
خیرخواه: رسنۍ دې له اصولو سره سمې خپرونې وکړي
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه وايي، رسنۍ دې له اصولو سره سمې د ټولنې د پرمختګ لپاره خپرونې وکړي.
د طالبانو تر ولکې لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې پرون «د وزارتونو او خپلواکو ادارو وياندويانو او د رسنيو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه کې» کړې دي.
د طالبانو دغه سرپرست وزیر د رسنیو لپاره د اصولو سپارښتنه داسې وخت کوي، چې څه کم درې نیم کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي دي.
د بیان د ازادۍ کور په لیندۍ/ قوس میاشت کې ویلي وو، «په تېرو درېیو کلونو کې له ۳۰۰ ډېرې رسنۍ تړل شوي، ۹۰سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او طالبانو د رسنیو لپاره ۲۱ سخت محدودیتونه وضع کړي دي.»
خو طالبان وايي رسنۍ د اسلامي شریعت او افغاني اصولو په چوکاټ کې ازادانه فعالیت لري.
بریتانیا افغانستان کې د ماینپاکۍ له پروګرام سره مرسته وکړه
د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو له پروګرام سره درې ملیونه پاونډه (څه باندې ۳ ملیونه او ۶۰۰زره ډالره) مرسته وکړه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د «هلوټرسټ» موسسې دا تمویل به د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د شنډولو او پاکولو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د اعلامیې له مخې، له دې سره به هلوټرسټ موسسه وکړای شي، چې د ۲۰۲۶م کال تر مارچ میاشتې پورې د ماینپاکۍ هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د (MDC) په نوم د ماینپاکۍ موسسې مشر شهاب الدین حکیمي ازادۍ راډیو ته ویلي وو، تر درېیو کلونو زیاته موده کېږي، چې له سیاسي تحولاتو وروسته د ماینپاکۍ د چارو تمویل ۷۰ فیصده درول شوی دی.
د ماینپاکۍ دغې موسسې ويلي، د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودنې په افغانستان کې هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
السیسي: په سومالیا کې د مصري ځواکونو ماموریت خطرناک نه دی
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي، په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې په نوي ماموریت کې د مصر د پوځي ځواکونو ګډون، هېڅ هېواد ته کوم خطر نه دی پېښ کړی.
السیسي پرون پنج شنبه په قاهره کې د سومالیا له ولسمشر، حسن شېخ محمود سره تر کتنې وروسته دا خبره وکړه.
مصر د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې اعلان کړی و، چې د افریقايي تحادیې په دغه ماموریت کې به، چې په سومالیا کې به وي، مصري ځواکونه د سوله ساتنې په ماموریت کې برخه واخلي.
ویل شوي د مصر پوځیان د الشباب په څېر د افراطي ډلو په وړاندې په پوځي مبارزه کې هم برخه لري.
د جرمني د انتخاباتو مخکښ کاندید وايي، د بریالیتوب په صورت کې به د پناه په قانون کې بدلون راوړي
د جرمني په پارلمانې ټاکنو کې مخکښ کاندید فریدریش میرز د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د پناه غوښتنې په قانون کې به "بنسټیز بدلونونه" راولي.
فریدریش میرز زیاده کړه، که چیرې هغه د فبرورۍ د 23 نېټې ټاکنې وګټي، نو هغه به سمدلاسه پر هغو ټولو کسانو چې جرمنی ته د ننوتلو لپاره معتبر اسناد نه لري، د ننوتلو بندیز ولګوي.
فریدریش دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړي چې تیره ورځ یو ۲۸ کلن افغان په چاقو یو دوه کلن هلک او یو سړی د جرمني په یوه عمومي پارک کې ووژل، تر پيښې وروسته پولیسو دا کس ونیو.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم دا پيښه وغندله او هغه یې د نه منلو ترورېستي عمل وباله.