په دې انځوریز البوم کې، تېرو ۱۰۰ کالو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه شوې ده.
ګڼ عکاسان وايي چې د اور له پراخو او زورورو لمبو یې وحشت کړی د امریکا په لاس انجلس کې له تیرو څو ورځو راهیسې د لګیدلو اورونو په نتیجه کې د مړو شویو کسانو شمیر لږترلږه یولسو کسانو ته رسیدلی. اورونو شاوخوا لس زره کورونه او ودانۍ ویجاړ کړي او شاوخوا ۱۸۰ زره کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.
بروکسل د نومبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې، د اروپايي ټولنې د نهو غړو هېوادونو له لارې به اوکراین ته د خپل هوايي دفاعي سیستم او بالستیک توغندیو د پیاوړتیا لپاره ۳۰۰ میلیونه یورو ورکوي.
په داسې حال کې چې سږ کال د پاکستان د لوړې مالیې یا ټکس له امله له کندهاره د انارو صادرات کم شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د صالونونو مالکان وهڅوي څو د ودونو او نورو مراسمو پر مهال وطني تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار وکاروي.
په امریکا کې رأی ورکوونکي د سې شنبې په ورځ د رایو صندوقونو په لور لاړل څو ولسمشر انتخاب کړي. د جمهوريپال کانديد ډونالد ټرمپ او ډيموکراتانو کاندیدې کاملا هارېس ترمنځ سخته سیالي روانه ده.
پر اسراییلو د حماس د برید یو کال پوره شو. حماس یو کال مخکې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې له ۱۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور يې برمته کړل. شاوخوا ۱۰ کسان لا هم له حماس سره برمته دي، خو ډېری یې وژل شوي دي. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.
اسرايیلو پر دغه هېواد د ایران له توغندیز برید وروسته د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) د ور اوښتو زيانونو ارزونه پیل کړه.
واک ته له رسیدو وروسته طالبانو داسې فرمانونه صادر کړل چې پر ښځو یې دوامداره بندیزونه ولګول. په دې لړۍ کې د هغو بندیزونو ځینې بېلګې وینئ.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴م کال د پاریس المپیک سیالۍ پای ته په رسېدو دي، د ازادې اروپا/ازادي راډیو د دغو تلپاتو سیالیو یو شمېر صحنې چې د دې راډیو د کاري حوزې لوبغاړو په کې ګډون درلود، منعکس کړي دي. د پاریس المپیک سیالیو د اګست په ۱۱مه پای ته رسېږي.
السو کورماشیوا، ایوان ګریشکویچ او پاول والين هغه درې امریکايي اتباع دي چې د سړې جګړې له کلونو وروسته د بندیانو د سترې تبادلې په پایله کې د روسیې له زندانه خوشې شول. دوی ته د واشنګټن په څنډه کې د اندریو په هوايي اډه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د هغوی د کورنیو د غړو لهخوا تود هرکلی وشو.
کامالا هریس چې لومړۍ تورپوستې مېرمن وه او په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا متحدهایالاتو د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله، اوس د جو بایډن ملاتړ لري، چې د نومبر مياشتې په ټاکنو کې د ډیموکراتیک نوماندۍ ګټلو ته یو ګام نږدې شوې ده.
نور راوښيه