د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشار تازه لړۍ، لسګونه تنه یې نیول شوي


له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو یوه صحنه، ارشیف
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو یوه صحنه، ارشیف

د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه یو شمیر تازه نیول شوي افغان کډوال وايي، له هغه هیواد څخه د ایستلو په نیت د حاجی په نوم یوه کمپ ته انتقال شوي دي.

په اسلام اباد کې د پولیسو له لوري په تېرو دوه ورځو کې د لسګونه بې اسناده نیول شويو افغان کډوالو له ډلې یو شمیر یې وايي دوی حاجي کمپ ته انتقال شوي، کوم ځای چې د دوی په خبره، کډوال ورنه افغانستان ته ستنول کیږي.

له دوی څخه یو تن چې د پي ټو په نوم امریکا ته د تګ کیس هم لري وايي دوه ورځې مخکې د "این او سي" یا په اسلام اباد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د اخیستلو لپاره یوه دفتر ته تللی و چې ونیول شو.

دې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې واخیستل شي د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل"دوی موږ اوس حاجی کمپ ته راوستي یو، دلته هیڅ ډول اسانتیاوې نشته، دوی وايي چې تاسو ډیپورټ کوو، زه خپله پي ټو ( امریکا ته د تګ) کیس لرم، اولادونه مې دلته پاتې دي، زه بندي یم، که ډیپورت شم، هلته مو ژوند په خطر کې دی او اولادونه او میرمن مې دلته پاتې کیږي."

دې کمپ کې یو بل بیول شوی افغان کډوال رحیم الله چې دی هم د اسنادو د نه لرلو په تور تازه د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی ازادي راډيو ته یې وویل"زه تللی وم چې (این او سي) واخلم له (ډي سي) دفتر نه، پولیسو ونیولم اوس یې راوستي یو دلته حاجي کمپ ته، موږ ټول شاوخوا اتیا افغانان یو، دوی موږ ته وايي چې تاسو بېرته افغانستان ته استوو."

یو شمېر نورو افغان کډوالو هم له ازادي راډيو سره ورته اندېښنې شریکي کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د جنوري اوله د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري په اسلام اباد کې د پاتې کېدو لپاره افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته ورسېده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پای کې اعلان وکړ چې د ډسبمر له ۳۱ مې وروسته هیڅ افغان وګړی نه شي کولای له اجازه لیک یا (این او سي) سند پرته په اسلام اباد کې و اوسیږي.

خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي چې ډیری افغانان چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې او د شارپ ټوکن لري این او سي نه شي ترلاسه کولای.

د دې شورا سرپرست میوند عالمي ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو دوه ورځو کې د پولیسو له لوري له اتیا تر نوي افغان کډوال د اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي چې اوس یې حاجي کمپ ته انتقال کړي دي.

دی وايي د نیول شویو کسانو د خوشې کولو په برخه کې د دوی هڅو هم تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې"دوی ټول یې د کډوالو کمپ ته چې د حاجي کمپ په نوم دي انتقال کړي دي، دوی تقریبا ۹۸ سلنه یې د شارپ اسناد لري، او په (یو این ایچ سي ار) کې ثبت دي، دوی ټول کیسونه او کیس نمبرونه لري، دوی ته هلته ویل شوي چې ډیپورت کیږي، دا به موږ لپاره ډېره سخته وي او دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې دوی واستول شي او کورنۍ یې دلته پاتې شي."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه ځینو پاکستانیو حکومتي سرچینو ډېر ژر د هغو افغان کډوالو د جبري ایستلو د لړۍ د پیل کېدو خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پېژندنې په کارتونو (ACC) استوګن دي.

اې‌سي‌سي (ACC) د افغان کډوالو د پېژندنې هغه کارتونه دي چې د افغانستان او پاکستان د وخت د حکومتونو د هوکړې پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې نژدې ۸۴۰ زره افغان کډوالو تر لاسه کړي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ تیزه کړه.

تازه پرون د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړو چې په تېر میلادي کال کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه نژدې یو میلیون افغان کډوال په خپله خوښه او په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې په دغه هېواد کې له ۱.۷ میلیونو ډېر بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي او دا ټول به له خپلې خاورې وباسي.

XS
SM
MD
LG