د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

په خوست کې بیا د ډیورند پر کرښه جګړه شوې ده


تيره شپه د خوست د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د ډبکي په سیمه کې د پاکستان او افغان پوله ساتو تر منځ جګړه شوې ده.

نن د جنوري په ۳یمه ځايي اوسیدونکو ازادي ته وویل چې جګړه د شپې په یوه نیمه بجه پیل شوه او د سهار تر ۶ بجو يې دوام وکړ.

بل لوري ته په دې اړه ځايي سرچینو چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه پاکستاني پوځیانو پیل کړه، او افغان پوله ساتو يې په مقابل کې ځوابي ډزې وکړې.

سرچینه زیاتوي، په دې جکړه کې افغان لوري ته د سر و مال ریان نه دی اوښتی.

ځايي اوسیدونکي دا هم وايي چې په دې جګړه کې دواړو لورو د یو بل پوځي ځایونه او پوستې په نښه کړي او پر ملکي سیمو مرمۍ نه دی لګیدلي.

د خوست په ډبکي کې په دویم ځل داسې مهال د پاکستان او افغان پوله ساتو تر منځ جګړه کیږي، چې له دې مخکې د دسمبر په ۲۸مه طالب پوځیانو د پکتیکا په برمل کې د پاکستان د جنګي الوتکو د بمباریو د بدل اخیستو په نیت د خوست د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ او د پکتیا په ډنډ پټان کې د پاکستان پر پوله ساتو ځواکونو ځوابي بریدونه کړي ول.

د طالبانو دفاع وزارت د نرغومي په ۹ مه وویل چې له خوست او پکتیا ولایتونو څخه په ځوابي حملو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د هغو ګڼې پوستې ویجاړې شوې. ویل کېږي چې دا حملې د پکتیا له ډنډ پټان او د خوست ولایت له علیشېر ولسوالیو څخه شوې دي.

وروسته پاکستاني چارواکو تایید کړه چې د طالبانو د ځواکونو له پوستو څخه د شمالي وزیرستان او کُرمې پر څو سیمو بریدونه شوي دي. پاکستان پوځ ویلي دي چې دا بریدونه بهرنیو وسله والو چې د خوارجو په نوم یاد شوي د طالبانو له پوستو څخه په استفادې کړې دي.

د پاکستاني پوځ ادعا کړې ده چې د دې حملو په ځواب کې یې ۱۵ تنه بهرني وسله وال یا افغان طالبان وژلی دي. پاکستان د خپلو یوازې درې سرتېرو ټپي کېدل تایید کړي دي. آزادي راډیو له دواړو خواوو د مرګ ژوبلې ارقام په خپلواک ډول نه شی تاییدولای.

XS
SM
MD
LG