په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ په دې هېواد کې د سرطان د ناروغانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښيي، وايي چې د عامې روغتیا وزارت، نړیوالو ادارو او د دوی د معلوماتو پر اساس حاضر دمه تر یو نیم میلیون ډېر افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.
د دې بنسټ رئیس ډاکتر شفیق شنیواری وايي چې هر کال په دې شمېر شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې زیاتېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۰ م کال کې ویلي و چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتوي چې د هغو له منځه ۱۶ زره د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.
ډاکتر شنیواری وايي چې اکثره ناروغان مجبورېږي چې د درملنې لپاره خصوصي روغتیايی مرکزونو ته مراجعه وکړي او دا په داسې حال کې ده چې اکثره ناروغان په خصوصي کلینیکونو کې د لګښت د ډېروالي له کبله له تداوۍ محروم پاتې کېږي.
خو ولې ناروغان دولتي روغتونونو ته د درملنې لپاره نهځي؟
ډاکتر شینواری یې ځواب کې وايي: "د دولتي مرکزونو یوه اساسي ستونزه دا ده چې په ډېرو مرکزونو کې د سرطان د دقیق تشخیص لپاره اړین پرمختللي وسایل، تخصصي لابراتواري ظرفیتونه او د تشخیص دومداره اسانتیاوې په کافي اندازه نهشته."
د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم د زړه له ناروغیو وروسته ډېر خلک د سرطان په ناروغۍ مري.
د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د رئیس په وینا، د سرطان د درملنې لپاره رادیوتراپي ته اړتیا ډېره ده، خو د افغانستان په ډېرو روغتونو کې د راډیوتراپي خدمات په نشت حساب دي.
ډاکتر شینواری د سرطاني ناروغیو د درملو کموالی او د بیې لوړوالی بله جدي ستونزه بولي چې له کبلهیې د ناروغانو په تداوۍ کې ځنډ پېښېږي: "د معلوماتو له مخې، داسې موارد هم لیدل شوي چې د سرطان ضروري درمل د څو اوونیو یا حتی د دوو او دریېو میاشتو لپاره خلاص شوي او نهموندل کېږي، د درملو دا ډول نشتوالی په درملنه کې ځنډ رامنځته کوي او ناروغان اړ کوي چې له بازار څخه په لا لوړه بیه درمل رانیسي او یا یې د درملنې په بهیر کې ځنډ رامنځته شي."
ډاکتر شینواری وايي، په افغانستان کې د سرطان د موجودو درملو په تناسب د ناروغانو شمېر ډېر دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر بندېدو مخکې ډېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو اوس چې لارې بندې دي، د افغانستان د سرطان د درملنې پر محدودو مرکزونو فشار لا زیات شوی دی.
ډاکتر شینواری، د سرطان د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاي زیاتېدا مهمه بولي او وايي چې په ښځو کې یو ډول او په نارینهوو کې بل ډول سرطانونه ډېر دي: "د ملي او نړیوالو اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو په منځ کې د سینې او رِحم سرطان او په ناروینهوو کې د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطانونه ډېر دي."
د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، هر کال په نړۍ کې له نهه میلیونه او ۸۰۰ زره څخه تر ۱۰ میلیونه انسانان د سرطان له ناروغۍ مړه کېږي.
په نړۍ کې تر ټولو ډېر کسان د سږو له سرطانه مړه کېږي چې شمېر یې نږدې ۲ میلیونو ته رسېږي.