د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۶

امریکا له خپلو شرکتونو غوښتي چې له طالبانو سره د معاملو پر مهال له ډېر احتیاط کار واخلي

ارشیف، وسله‌وال طالبان
ارشیف، وسله‌وال طالبان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو شرکتونو چې له افغانستان سره سوداګرۍ ته لېوالتیا لري، غوښتي چې له طالبانو سره د معاملو پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي، څو د دوی سوداګریزې چارې د امریکا له نافذو قوانینو سره په ټکر کې رانه‌شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ازادي راډیو ته ویلي، هغه خصوصي شرکتونه چې له افغانستان سره سوداګرۍ ته لېواله دي، باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې معاملې یې د امریکا له قوانینو او مقرراتو سره سمې دي.

د دې وزارت په وینا، طالبان لا هم د «نړیوالو ځانګړو ترهګرو ډلو» یا «اېس‌ډي‌جي‌ټي» په نوملړ کې شامل دي.

طالبان او د حقاني شبکه هم د امریکا له‌خوا تر بندیزونو لاندې دي.

له دې جلا د طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر چارواکي هم د امریکا له بندیزونو سره مخ دي او پر هغوی مالي بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګېدلي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، امریکايي اتباع او شرکتونه په عمومي ډول له هغو کسانو او ادارو سره د معاملې، پیسو ورکولو، قرارداد کولو، خدمتونو وړاندې کولو او مالي همکاریو اجازه نه‌لري چې د یادو بندیزونو په نوملړ کې شامل وي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې غیر امریکايي اشخاص او شرکتونه هم، که له دغو ډلو سره په مشخصو معاملو کې ښکېل شي، ښايي د امریکا له بندیزونو او مدني یا جزايي مجازاتو سره مخامخ شي.


د امریکا د خزانې وزارت
د امریکا د خزانې وزارت
  • له طالبانو سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو قرارداد

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سعودي عربستان کې مېشتې ډېلټا انټرنشنل انرژي شرکت د سپټمبر په ۷مه له طالبانو سره د تېلو او ګازو په برخه کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چې دغه قرارداد یې له ډېلټا انټرنشنل انرژي سره لاسلیک کړی، وايي چې قرارداد د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ د کشک-تېرپل د تېلو له حوزې سره تړاو لري.

د دغه وزارت په وینا، د تېلو په دې حوزه کې د اکتشاف موده اته کاله او د قرارداد موده ۲۵ کاله ټاکل شوې ده.

د کشک-تېرپل د تېلو حوزه شاوخوا ۲۳ زره کیلومتره مربع مساحت لري.

ډېلټا انټرنشنل انرژي د سعودي عربستان یو شرکت دی چې په منځني ختیځ او نورو بازارونو کې د پانګونې او سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې کار کوي.

له طالبانو سره د دغه شرکت قرارداد د افغانستان د طبیعي سرچینو په برخه کې د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره د طالبانو د هڅو یوه برخه بلل کېږي.

  • ولې د قرارداد د لاسلیک مراسمو پام ځان ته واړاوه؟

د دې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې په افغانسبتان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد هم حاضر و.

له ډېلټا انټرنشنل انرژي سره د طالبانو حکومت قرارداد
له ډېلټا انټرنشنل انرژي سره د طالبانو حکومت قرارداد

یوه امریکايي چارواکي ازادي راډیو ته ویلي چې خلیل‌زاد د امریکا د حکومت استازی نه‌دی او په دغو مراسمو کې د هغه حضور باید د واشنګټن د رسمي دریځ په توګه تعبیر نه‌شي.

ازادي راډیو د زلمي خلیل‌زاد او ډېلټا انټرنشنل انرژي څخه د دې پوښتنې په اړه چې خلیل‌زاد ولې او څنګه د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې حاضر شوی و، وضاحت غوښتی، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې د هغوی ځواب ترلاسه نه‌کړ.

خلیلزاد د قرارداد له لاسلیک وروسته خبریالانو ته ویلي چې دا پانګونه «ښيي چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره چمتو دی»، ځکه د ده په وینا، افغانستان توانېدلی چې دومره لویه پانګونه جلب کړي.

خلیل‌زاد د ډېلټا انټرنشنل انرژي له شرکت سره د خپلې اړیکې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د نړیوال بانک پخوانی کارکوونکی او د اقتصادي چارو شنونکی، طارق فرهادي، په دې مراسمو کې د خلیل‌زاد حضور د ۱۹۹۰مې لسیزې له یوې تاریخي موضوع سره تړي.

فرهادي وايي: "په حقیقت کې ښاغلی خلیل‌زاد د یونیکال په پروژه کې هم سلاکار و. دا هغه پروژه وه چې له ډېلټا پروژې سره نږدې ۳۰ کاله وړاندې په یوه وخت کې پیل شوې وه، نو په دې ځای کې د هغه حضور د تعجب وړ نه‌دی. البته د هغه حضور باید نه ډېر له هیجانه ډک تعبیر شي او نه هم بې‌اهمیته وګڼل شي. کېدای شي له ډېلټا شرکت سره د یوه عادي وګړي په توګه شراکت هم ولري."

  • د یونیکال پروژه

په ۱۹۹۰مو کلونو کې امریکايي شرکت، یونیکال د «سنت‌ګس» په نوم د یوه کنسرسیوم په چوکاټ کې هڅه کوله چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته ولېږدوي، خو د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو زیاتېدو، ناامنۍ او د پروژې د مالي تمویل د ستونزو له امله دا پروژه ودرېده او یونیکال د ۱۹۹۸ کال په ډسمبر کې له کنسرسیوم څخه ووت.

  • امریکا د امریکايي اتباعو د نیولو په اړه د طالبانو پر کړنو نیوکه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له امریکايي شرکتونو او اتباعو غواړي چې له طالبانو سره د تعامل او سوداګرۍ پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي چې د امریکا حکومت په وار وار په افغانستان کې د امریکايي اتباعو د نیولو او له هغوی سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې ده.

د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د طالبانو حکومت له لوري خوشې شوی امریکايي دېنیس کویل چې زلمي خلیل‌زاد له خوشې کېدو وروسته امریکا ته انتقال کړ.
د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د طالبانو حکومت له لوري خوشې شوی امریکايي دېنیس کویل چې زلمي خلیل‌زاد له خوشې کېدو وروسته امریکا ته انتقال کړ.

واشنګټن وايي، امریکايي اتباع په افغانستان کې له بېلابېلو خطرونو لکه خپل‌سرو نیونو، تښتول کېدو او یرغمل کېدو سره مخ دي.

امریکا په ځلونو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې نیول شوي امریکايي اتباع خوشې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې یو نوی اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړل شوه، هغه هېوادونه په تور نوملړ کې شامل کړي او پر هغوی سخت بندیزونه ولګوي چې د امریکا په وینا د دغه هېواد اتباع په ناعادلانه توګه نیسي.

څو میاشتې وروسته، د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هم د دغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان لا هم له ترهګریزو تاکتیکونو څخه کار اخلي او خلک د باج اخیستلو یا سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره تښتوي.

د دغه وزارت په وینا، دا «کرکجنې» کړنې باید پای ته ورسېږي، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو اتباعو د یرغمل کولو موضوع رد کړې ده.

  • طالبان له امریکا سره د اړیکو د عادي کېدو غوښتنه کوي

په همدې حال کې، طالبان له امریکا سره د اړیکو د عادي کېدو غوښتنه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي، له زلمي خلیل‌زاد سره په لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

متقي په دې وروستیو کې له امریکا غوښتي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول کانونو، زېربناوو، کرنې او سوداګرۍ کې پانګونه وکړي.

د امریکا حکومت تر اوسه د طالبانو د چارواکو د اړیکو د عادي کېدو غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی، خو طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې لږ تر لږه شپږ امریکايي اتباع له بنده خوشې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي چې د یوه افغاني‌الاصل امریکايي محمود شاه حبیبي په ګډون یو شمېر نور امریکايي اتباع هم د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو حکومت په وار وار د حبیبي نیول رد کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG