د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

امریکايي پلاوي افغانستان ته د سفر پرمهال ویلي چې دواړه لوري به بندیان تبادله کړي


د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې هر امریکايي وګړی چې په غیرقانوني ډول نیول شوی وي باید خوشې شي.

د آزادۍ راډیو د خبري څانګې د راپور له مخې ښاغلي روبیو منځني ختیځ ته له روانېدو مخکې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال دا خبره چې دواړه لوري به ډېر ژر د بندیانو د تبادلې موافقه وکړي، تایید نه کړه خو یادونه یې وکړه چې د برمته وو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اډام بوهلر په کابل کې دی څو د دې کار امکانات وڅېړي.

روبیو وايي امریکايي پلاوی د دې لپاره کابل ته تللی دی څو دا امکانات وڅېړي چې بندیان تبادله کېدای شي که نه.

روبیو وویل د بندیانو د تبادلې په اړه وروستۍ پرېکړه ولسمشر ډونالډټرمپ کوي خو ده ټینګار وکړ چې هر امریکايی چې په هرځای کې په غیرقانوني ډول نیول شوی وي باید خوشې شي. هغه زیاته کړه امریکايي پلاوی د دې لپاره کابل ته تللی دی څو دا امکانات وڅېړي چې آیا دا کار کېدای شي که نه.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیزاد هم له امریکايي پلاوي سره په دې سفر کې ملګری دی. هغه تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیال ملاعبدالغني برادر دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې ښاغلي برادر د بوهلر په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره وکتل.

په بیان کې د ښاغلي بوهلر له قوله ویل شوي دي چې نوموړی وايي، امریکا او افغانستان به خپل زندانیان تبادله کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د بېلابېلو دوه اړخیزو مسایلو په تېره د هغو وګړو په اړه خبرو ته به دوام ورکړي چې په دواړو هېوادونو کې بندیان دي.

امریکايي پلاوی د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره د کتنې پرمهال
امریکايي پلاوی د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره د کتنې پرمهال

امریکايي پلاوي پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره هم وکتل. د بهرنیوچارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې له امریکايي پلاوي سره خبرې د دوه اړخیزو اړیکو او په تېره د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو د دوام پر اړتیا متمرکزې وې.

په بیان کې د دواړو خواوو د بندیانو شمېر، هویت او د هغو د نیول کېدو دلایل نه دي ښودل شوي.

موږ امید لرو چې دا سفر به نتیجه ورکړي او طالبان به زما د ورور محمودشاه حبیبي آزادۍ ته غاړه کېږدي.

امریکايی وګړی محمود شاه حبیبي چې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر و، د هغو امریکايي وګړو له ډلې دی چې ګومان کېږي په افغانستان کې به بنديان وي.

متحدوایالتونو د ۳۷ کلن حبیبي د موندلو لپاره د معلوماتو په بدل کې پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. د حبیبي برخلیک د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د هغه له نیول کېدو وروسته مالوم نه دی او طالبانو ویلي دي چې له دوی سره نه شته.

خو د هغه کورنۍ وايي چې طالبانو نوموړی القاعده شبکې ته سپارلی دی.

د حبیبي ورور محمودشاه حبیبي پرون وویل "موږ امید لرو، امیدواره یو چې دا سفر به نتیجه ورکړي او طالبان زما د ورور آزادۍ ته غاړه کېږدي. د امریکا حکومت موږ ته ډاډ راکړی او د طالبانو حکومت ته یې په وار وار ویلي دي چې د امریکا حکومت به له طالبانو سره تر هغه مهاله هېڅ راز تعامل ونه کړي چې زما ورور یې آزاد کړی نه وي."

امریکایی وګړی ۶۶ کلن جورج ګېلزمن چې د هوايي چلند انجنیر دی له دوه کاله بند وروسته په تېره مارچ میاشت کې کابل ته د بوهلر او خلیلزاد د مخکیني سفر پرمهال د طالبانو له بنده خوشې شو.

ګېلزمن دریم امریکایی وګړی دی چې د ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ د کار له پیل وروسته له بنده خوشې کېږي.

د آزادۍ راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته لسګونه بهرنیان د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG