د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۹

د افغانستان پر تاریخي او لرغونو ځایونو د اقلیمي بدلون اغیزې

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وایي، چې اقلیمي بدلون یې په سیمو کې ګڼې تاریخي او لرغوني بناوې او ځایونه د له منځه تلو له خطر سره مخ کړي دي.

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی چې ځان حقبین معرفي کوي، وایي وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت د روضې شریف یوه برخه تخریب شوې او ژر بیا رغونې ته اړتیا لري.

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "په دې وروستیو کې د هېواد یو مهم دیني او تاریخي ځای؛ د بلخ ولایت د مزار شریف ښار روضې مبارکې ګونبد او پایې قسماً تخریب شوي دي، خو لا یې عملاً د بېرته رغونې لپاره څه نه دي شوي، زموږ د مزار شریف ښار اوسېدونکو غوښتنه دا ده چې د دې مهم ځای بیا رغونې ته رسیدنه وشي."

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار روضه مبارکه د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ځایونو څخه ده، دا ودانۍ د ښکلي اسلامي معمارۍ، نیلي کاشیو او پراخ انګړ له امله ځانګړی شهرت لري.

هر کال زرګونه کورني او بهرني لیدونکي د زیارت او سیاحت لپاره ورته ورځي او د افغانستان د فرهنګي او تاریخي میراث یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د کونړ ولایت اوسېدونکی عبدالستار ایوبي وایي، د دې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې څو مختلفې لرغونې او تاریخي ارزښت لرونکې سیمې د زلزلو او سېلابونو له امله ویجاړې او د بشپړ له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي: "زموږ سیمه چې بر کونړ ورته ویل کېږي؛ اسمار ولسوالۍ کې له تاریخي ابدو یوه څانکۍ وه او بله خان غونډۍ وه چې دا د امیر عبدالرحمن خان له دویمې دورې کله چې د شینوارو بغاوت ارام کړل شو، تر هغه وروسته چرخي غلام حیدر خان ته امیر عبدالرحمن خان ۱۸۸۴ میلادي کال کې امر وکړ چې اسمار ته ولاړ شي او نورستان چې هغه مهال په کافرستان یادېده، په اسلام مشرف کړي، نو هغه مهال نه چې کومې ابدې جوړې شوي مکمل د ړنګېدو په حال کې دي چې دا زموږ د سیمې د پیژندګلوۍ تاریخي ابده وه."

د ده په خبره د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې په بریکوټ سیمه کې هم د سېلابونو او زلزلو له امله ګڼې تاریخې ابدې د له منځه تلو په حال کې دي.

د افغانستان د یو شمیر نورو ولایتونو په ځانګړې توګه هغو سیمو اوسېدونکو چې ګڼې تاریخې ابدې او تاریخي کلاوې، زاړه جوماتونه، لرغوني زیارتونه او نور لرغوني جوړښتونه په کې موجودي دي، هم ازادي راډیو سره خبرو کې ورته اندېښنې شریکې کړې.

د بامیانو د غلغلې او ضحاک ښارونه زښته زیات د بارانونو له امله تخریب شوي

د بامیانو ولایت اوسېدونکي سید مهدي امیري ازادي راډیو ته وویل: "د بامیانو د غلغلې او ضحاک ښارونه زښته زیات د بارانونو له امله تخریب شوي، چې بیا رغونې ته یې اړتیا ده، بامیان د ګرځندوی له اړخه مهم ځای دی، که دا ځایونه بیرته ونه رغول شي د ګرځنډویانو راتګ به هم ورته کم شي، بل که دا د غلغلې او ضحاک ښارونه او بودا بیرته ونه رغول شي ممکن په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي."

د معلوماتو له مخې، د غلغلې ښار یو لرغونی تاریخي ښار دی چې د ۱۳مې پېړۍ پر مهال د مغولو د یرغل له امله ویجاړ او اوس یې پاتې شوني د افغانستان د مهمو لرغونو اثارو له ډلې ګڼل کېږي.

دغه شان د ضحالک ښار بیا یوه لرغونې کلا ده چې د پخوا زمانو کې د دفاعي مرکز په توګه کارېده، خو د بامیانو صلصال او شهمامه بودا د نړۍ له سترو ډبرینو مجسمو دي چې شاوخوا ۱۵۰۰ کاله مخکې جوړې شوي او دا تاریخي مجسمې په ۲۰۰۱ کال کې ویجاړې شوي او طالبانو یې پر تخریب تورن دي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالطیف هم وویل: "زموږ سیمه کې داسې تاریخې ځایونه او بناوې وې چې شاوخوا دوه سوه کاله وړاندې جوړې شوي، د سر منزل په نوم یو سیاحتي ځای ویجاړ شوي، څو تاریخي کورونه هم له منځه تللي."

دا خلک له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د زیانمنو شویو تاریخي سیمو د بیارغونې او ساتنې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نطر هم ولرو، خو ویاند یې خبیب غفران د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند مسولینو هم وروستیو کلونو کې د شدیدو سېلابونو، زلزلو او نور طبیعي پېښو له امله د تاریخي ابداتو د زیانمنېدو اړوند خبرونه تایید او له نړیوالو سازمانونو څخه یې د بیا رغونې او ساتنې لپاره د مرستو او پاملرنې غوښتنې مطرح کړي دي.

د فرهنګي چارو او لرغونو ابداتو ځینې څېړونکي ټینګار کوي که د دغو تاریخي ابداتو د ساتنې او بیا رغونې لپاره بېړني ګامونه وانخیستل شي، ښایي د افغانستان د تاریخي او فرهنګي هویت ځني مهمې نښې د تل لپاره له منځه ولاړې شي.

ستونزه یوازې د یو تاریخي فزیکي تخریب نه دی بلکې کله چې یوه تاریخي ساحه زیانمنېږي، هغه سره تړلي معلومات او لرغون پیژندنیز شواهد او د سیمې فرهنګي حافظه هم خطر سره مخ کېږي

له دې ډلې د فرهنګي او د تاریخي چارو څېړونکي او د منډیګک بنسټ مسول سردار ولي پښتون زوی چې د افغانستان د تاریخي اثارو او ابداتو د ساتنې برخه کې فعالیت کوي، ازادي راډیو ته وویل: "ستونزه یوازې د یو تاریخي فزیکي تخریب نه دی بلکې کله چې یوه تاریخي ساحه زیانمنېږي، هغه سره تړلي معلومات او لرغون پیژندنیز شواهد او د سیمې فرهنګي حافظه هم خطر سره مخ کېږي، چې حتی ځینې زیانونه نه جبرانېدونکي دي، زما وړاندیز دا دی چې لومړی باید د اقلیمي خطرونو له امله د افغانستان د تاریخي اثارو (ابداتو)ملي نقشه جوړه بیا یې بشپړه ډیجیټلي مستند سازي وشي او بیا دې د بیړنیو حفاظتي اقداماتو لپاره یوه ځانګړې بودجه او د مخنیوي پروګرام رامنځته شي."

ښاغلی پښتون زوی غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي اداره (یونسکو) او اړوند نور بنسټونه دې ژر تر ژره د دې تخریباتو د ارزونې تخنیکي ټیمونه برابر او رسېدنه ورته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د غور ولایت جام څلي اړوند هم اندېښنې وې چې سېلابونو تخریب کړی دی، او لا هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دی خو د یونسکو سازمان چارواکو هغه مهال ویلي وه چې د ساتنې او بیړنیو محافظتي کارونو لپاره ځینې محدود اقدامات ترسره شوي دي.

خو په ۱۴۰۳ کال کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیلابونو له کبله د جام منار د ویجاړېدو په اړه ویلي و چې د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان« یونسکو» څخه یې په دې برخه کې د مرستې غوښته کړې ده.

د غور د جام څلی چې ۶۵ متره لوړ او د هند په ډیلي کې له قطب منار څخه وروسته په نړۍ کې د خښتو دوهم لوړ څلی دی، په ۲۰۲۲م کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ د فرهنګي میراثونو په فهرست کې ثبت دی.

افغانستان د سیمې او نړۍ له تاریخي هېوادونو ګڼل کېږي چې زرګونه تاریخي بناوې، ابدې، کلاوې، دیني او مذهبي ځایونه او جوماتونه لري او ځینې تاریخي اثار یې لکه د بامیانو بودا مجسمې ان په نړیواله کچه مشهورې دي.

د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان« یونسکو» د معلوماتو له مخې، تر اوسه دغه سازمان سره د د نړیوالو میراثونو په توګه د غور ولایت د جام منار او د بامیانو فرهنګي حوزه ثبت دي خو د هرات تاریخي ښار، بند امیر، بابر بڼ او د بلخ لرغونی ښار یې د نوماندانو (Tentative List) په لیست کې شامل دي.

د یادونې ده چې اقلیمي بدلونونو نه یوازې د افغانستان پر تاریخي بناوو او ځایونو اغېزې کړي او تخریب کړي یې دي بلکې د خلکو پر ژوند او اقتصاد یې هم ژور اغېز کړی دی او له ګڼو بشري کړاوونو سره مخ کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG