د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۰

د صندلۍ دود لا ژوندی دی، خو ایا په احتمالي زیانونو یې خبر یی؟


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په یوشمېر سیمو کې لا هم د صندلۍ دود پر ځای پاته دی. دا د ځان تودولو پخوانۍ ارزانه وسیله ده چې خلک په کې سکاره یا د تودولو نورو وسایل کاروي. ډاکتران خبرداری ورکوي چې صندلۍ کې د سکرو کارول د سکرو نیولو خطر لري چې په ځینو مواردو کې ان د مرګ لامل کېدای شي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ځانونو تودولو لپاره، له صندلۍ استفاده کوي، چې په سکرو یې ګرموي.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ان د سکرو اخیستلو توان هم نه لري او یوازې د شپې لخوا، د څو محدودو ساعتونو لپاره ترې استفاده کوي.

یوازې د شپې لږ سکاره تازه کوم او د صندلۍ لاندې یې ږدم، چې اولادونه مې د سختې یخنۍ له امله ناروغان نه شي.
د کابل ښار یوه اوسیدونکې

د کابل ښار یوې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي او د څلورو اولادونو سرپرستي ور تر غاړه ده ازادي رادیو ته وویل، په تېرو کلونو کې یې له بخارۍ استفاده کوله او لرګي یې په کې سوځول، خو اوس د بخارۍ او د لرګیو د اخیستو وس لري: "کور ډېر یخ دی، لکه زندان. یوازې لږ سکاره اخلم، هغه هم ډیرې ورځې نه شم، یوازې د شپې لږ سکاره تازه کوم او د صندلۍ لاندې یې ږدم، چې اولادونه مې د سختې یخنۍ له امله ناروغان نه شي. اولادونه مې صندلۍ ته راټولیږي. خو وېرېږم چې څو ورځې وروسته د سکرو پیسې هم پیدا نه شم کړای."

دا زیاتوي چې دا مهال د یو خروار لرګیو بیه شاوخوا ۱۳ زره افغانۍ او د یو ټن ډبرو سکرو بیه شاوخوا ۷ زره افغانۍ ده؛ چې په خبره یې د پراخې بې کارۍ او بې وزلۍ له امله یې ډیری کورنۍ د اخیستلو توان نه لري.

له ایران څخه راستنه شوې یوه مېرمن چې اوس د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې اوسېږي او دې هم ونه غوښتل چې نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د خپلې صندلۍ د ګرمولو لپاره ان سکاره هم نه لري او کله کله یې ګاونډیان ورکوي:"دلته ډېر یخ دی، سخت سوړ باد لري او واوره اوري. اړ شوي یو چې له صندلۍ استفاده وکړو. زموږ د کور ترڅنګ یو ګاونډی دی، هماغه مسلمان کله ناکله موږ ته لږ د سکرو اور راکوي. هغه راوړم، صندلۍ کې یې ږدم او ماشومان رابولم چې شاوخوا یې کېني. خو ژر سړېږي. له دوو بړستنو پرته نور هېڅ هم نه لرو."

صندلۍ په افغانستان کې یوه ډېره پخوانۍ دودیز او عامه وسیله ده چې ډېرې کورنۍ، په ځانګړي ډول په کلیو هم ښارونو کې، د ژمي پر مهال د خپلو ځانونو د تودولو لپاره ترې استفاده کوي.

د صندلۍ مېز عموماً له لرګي جوړېږي او مربع وي خو ځني یې مستطیل شکل هم لري.

د صندلۍ په سر غټې بړستې هوارېږي، او لاندې ترې لوی اوسپنیز منقل کېښودل کېږي، چې تازه شوي سکاره په کې پراته وي.

که څه هم د سکرو په وسیله د صندلۍ ګرمول د ډېرو خلکو لپاره نسبتاً ارزانه او اسانه چاره ده، خو خپل خطرونه او ستونزې هم لري.

په ځانګړي ډول چې څوک د سکرو ګاز ونیسي.

ډاکتران خبرداری ورکوي چې په صندلۍ کې د سکرو کارول د سکرو نیولو خطر له ځانه سره لري چې په ځینو مواردو کې ان د مرګ لامل کېدای شي.

دوی په دې برخه کې د ځینو اړینو مواردو سپارښتنه کوي.

په تړلې کوټه کې د سکرو استعمال، د تازه سکرو د اور ترڅنګ ویده کېدل او په سکرو د حمام ګرمول، دا ټول ډېر خطرناک دي
ډاکټر

د داخله ناروغیو متخصص، ډاکتر زکریا صدیقي ازادي ته وویل: "په پیل کې یې په سر درد کېږي، سر پرې ګرځي، زړه بدوالي ورته پیدا کېږي، ورو ورو خوبولی کېږي او ان ناڅاپي بې‌هوښي ورباندې راځي. هغه کارونه چې باید ونه شي دا دي چې، په تړلې کوټه کې د سکرو استعمال، د تازه سکرو د اور ترڅنګ ویده کېدل او په سکرو د حمام ګرمول، دا ټول ډېر خطرناک دي. کله چې د سکرو ګاز یو څوک نیسي، بیړني اقدامات دا دي چې دروازې او کړکۍ پرانیستل شي، ناروغ سملاسي پاکې هوا ته وایستل شي، له خپل‌سري درملو ورکولو او د چایو یا اوبو ورکولو ورته ډډه وشي، او که ناروغ بې‌هوښه وي، باید ژر روغتون ته ولېږدول شي."

دا خلک داسې مهال د سونګ توکو د اخیستو د توان نه لرو له امله شکایت کوي، چې د افغانستان د خلکو اړتیاوې، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، په څرګنده ډول زیاتې شوې دي او میلیونونه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر بشري مرستو متکي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په ورستیو کې ویلي وو چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه وي.

داسې ناورین چې په ټکو یې سوړ ژمي، پراخه بې‌وزلۍ او د امکاناتو کمښت، به یې د دې هېواد د خلکو لپاره نور هم ستونزمن کړي.

XS
SM
MD
LG