د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۸

نړۍ

په قزاقستان کې د اور لګیدنې په پیښه کې دولس کسان مړه شوي

د قزاقستان په جنوب کې تیره شپه په یوه کورکې د اورلګیدنې په پيښه کې دولس کسان مړه شوي چې نهه یې ماشومان دي.

دا پیښه په ایلګابس کلي کې رامنځته شوه. د بیړنیو خدماتو مسولینو ویلي چې درې کسه نورد بې هوښۍ په حالت کې ژغورل شوي دي. تراوسه د دغې اورلګیدنې لامل ندی څرګند شوی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې د ژمنې ترڅنګ د اورلګېدنې د لامل په اړه د پلټنې امر وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د غزې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اړه د نړیوالو غبرګونونه

د غزې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اړه د نړیوالو غبرګونو په ترڅ کې فلسطینې ادارې او جرمني هم د دغه پریکړه لیک هرکلی وکړ.

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه کې لیکلي چې فلسطیني اداره د ملګرو ملتونود پریکړه لیک د تصویب د هرګلي ترڅنګ د غزې لپاره د د امریکا د سولې د پلان د سملاسي پلي کولو پر اړتیا ټینګار کوي.

بلخوا د جرمني بهرنیو چارو وزیر د امنیت شورا لخوا په غزه کې د سولې لپاره د امریکا د پلان تصویب یو "ښه خبر" وباله او هرکلی یې وکړ.

له پلان سره سم په غزه کې یوسوله ساتی نړیوال ځواک ځای پرځای کیږي او په راتلونکې کې د فلسطینیانو د یوه خپلواکه دولت جوړیدو ته لار پرانیستل کیږي.

روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته له رایې ورکولو ډډه وکړه، خو د امنیت شورا نورو ټولو ۱۳ غړیو یې ملاتړوکړ.

د اوکراین ولسمشر وایي، د سولې د خبرو د بیا پیلولو د هڅو په ترڅ کې ترکیې ته ځي

د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي وایي چې د چهارشنبې په ورځ به ترکیې ته ولاړشي او هڅه به وکړي چې د سولې خبرې او له روسیې سره د جګړې د بندیانو تبادله بیرته پیل شي.

استانبول د روان کال په پیل کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو د درې پړاوونو کوربه وچې بې نتیجې پای ته ورسید. مسکو چې وړاندیز شوی اوربند یې ردکړ، له هغې راهیسې د اوکراین پرښارونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

زیلینسکي د سه شنبې په ورځ وویل: "موږ د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی نیسو، او د حل لارې لپاره وړاندیزونه به له خپلو شریکانوسره شریک کړو." هغه ندي ویلي چې ترکیې ته په سفرکې به له کومو چارواکو سره ګوري.

په می او جولای میاشتو کې دواړه لوري یوازې یوبل ته د بندیانو او په جګړو کې د وژل شویو سرتیرو پر سپارلو موافقه وکړه چې د وروستۍ تبادلې په ترڅ کې یې چې د اکتوبر په لومړیو کې ترسره شوه، مسکو او کییف هر یو ۱۸۵ بندیان سره تبادله کړل.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په ځینو هېوادونو به د ویزو بندیز ولګوري

انګلیش چاینل کې د پناه غوښتونکي ټیوبي بیړۍ
انګلیش چاینل کې د پناه غوښتونکي ټیوبي بیړۍ

دغه وزارت دا خبرداری د ناقانونه کډوالو په بېرته ستنولو کې د یو شمېر هېوادونو د نه همکارۍ په خاطر ورکړی دی.
ډېر ګواښ افریقايي هېوادونو له هغې ډلې انګولا، نامیبیا او کانګو جمهوریت ته متوجه دی.

بریټانیا سږ کال تر جون پورې د کار، زده کړو، کورنۍ،بشري مساییلو په خاطر لږ تر لږه ۸۳۴زرو کسانو ته ویزې ورکړي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته سفر وکړي.

دا خلک اکثر د هند، چین، پاکستان، او امریکا اتباع دي.

برعکس هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریټانیا ته تللي او دغه هېواد یې د اکثرو د ایستلو ګواښ کړی په سر کې یې د افغانستان نوم راغلی.

له هغو ټولو نږدې ۴۲نیمو زرو کډوالو چې له غیر عادي لارو بریټانیا ته رسېدلي اول سر کې افغانان دي چې شمېر یې نږدې ۶۶۰۰ ته رسیږي.

بریټانوي حکومت د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو پالیسیو د لګولو په لټه کې دی.
تمه کېږي چې د دایمي اقامې لپاره د استوګنې موده ۲۰ کلونو ته وغځول شي او که د ځینو پناه غوښتونکو هېوادونه امن وګڼل شي بېرته ور استول کېدی هم شي.

د اماراتو هوايي شرکت ۶۵ نوې لویې الوتکې اخلي

د بوینګ یوه مسافروړونکې الوتکه
د بوینګ یوه مسافروړونکې الوتکه

د اماراتو هوايي شرکت غواړي ۶۵ نوې لویې بویینګ ۹-۷۷۷ ډوله مسافروړونکې الوتکې وپیري.

دا پریکړه نن د دوبۍ د هوايي نندارتون په پرانیسته کې اعلان شوه.

د دغه تړون ارزښت ۳۸ میلیارد ډالره بلل شوی.

دا تړون به د نړۍ په کچه د لویو مسافروړونکو الوتکو په پېرلو کې د اماراتو د هوایي شرکت دریځ لا پیاوړی کړي.

بوینګ شرکت هم موافقه کړې چې د لویو مسافروړونکو الوتکو د جوړولو امکانات سنجوي.

یوې محکمې د بنګله دیش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه په مرګ محکومه کړه

د شیخ حسینې یو پخوانۍ عکس - هغې اوس هند ته پنا وړې
د شیخ حسینې یو پخوانۍ عکس - هغې اوس هند ته پنا وړې

پر هغې د "بشریت ضد جرمونو" تور لګول شوی.

۷۸ کلنه شیخ حسینه چې اوس هند ته پناه وړې د محکمې دې محاکمې ته له ورستنېدو ډډه وکړه.

محاکمه د هغو تورونو د څېړلو لپاره وه چې ویل کېږي شیخ حسینې د زده کوونکو په مشرۍ د پاڅونوالو پر ضد د ځپونکو اقداماتو امر ورکړی وو.

په بنګله دېش کې د مرګ سزا د اعدام په واسطه ترسره کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځ بالکان هېوادونو د سفر په لړ کې نن مونتي نیګرو او سربیا ته ځي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د یکشنبې په ورځ د شپږو لویدیځ بالکان هیوادونو په سفر کې سارایوو ته ورسید چې له اروپایي ټولنې سره د دغو هېوادونو د یوځای کېدو پر سر خبرې وکړي.

د جرمني خبري اژانس ویلي، وادفول د بوسنیا هرزګوینا له چارواکو سره خبرو کې ویلي، د اروپا په زړه کې سوله او ثبات یوه اړتیا ده او د بوسنیا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په لور خپل سفر ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی نن دوشنبې مونټینیګرو او البانیا ته سفر وکړي او ماښام سربیا ته الوتنه وکړي.

وادفول تر سفر مخکې له بالکان هېوادونو وغوښتل چې نور اصلاحات هم عملي کړي.

عراقچي: ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته د یورانېمو پخول درولي دي

عباس عراقچي
عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، هېواد یې پر دوی د اسراییل او امریکا د جون میاشتې تر ویجاړونکو بریدونو وروسته، هیڅ ځای کې یورانیم نه پخوي.

عراقچي پرون یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) یوې غونډې ته وویل، ایران که څه هم ځان ته د دې کار حق ورکوي، خو په وینا یې دا کار نه کوي او ټولې اټومي بټۍ یې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څار لاندې دي.

اسراییل او متحده ایالتونو په تېره جون میاشت کې د ایران پر مهمو اټومي او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل او د پام وړ زیان یې ور واړوه.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز، چې د سپوږمکۍ انځورونه یې څیړلي وایي، د ایران په دریو ویجاړو شویو بټیو اصفهان، نطنز او فوردو کې ډېر کم فعالیت ترسترګو کیږي.
دغو څيړونکو ویلي، یوازې نطنز اټومي بټۍ ته نژدې پیکاکس غره کې د رغونې چارې پيل کړي دي.

د فرانسې له یوه موزیم څخه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت غلا شویو ګاڼو د موندلو هڅې روانې دي

د لوور موزیم ګاڼې
د لوور موزیم ګاڼې

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د لوور له مشهور موزیم څخه د غلا شویو ګاڼو د بیرته موندلو هیلې شته.

د جرمني د خبري اژانس پر اساس لوران نونز نن یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) ویلي، هیڅ شواهد نشته چې وښيي غلا شوې ګاڼې دې چیرته پلورل شوې وي.

د اکتوبر په ۱۹مه د غلو یوې ډلې له لوور موزیم څخه د شاوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت ګاڼې غلا کړې.

غلو د موزیم مخې ته یو بارړونکی موټر چې لوړو ودانیو ته د ختلو پر وسیلو سمبال و، پارک او بیا یې غلا وکړه.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د څلورو مشکوکو غلو له ډلې احتمالا درې تنه یې نیول شوي دي.

ترکیه کې په ظاهره غذایي مسمومیت د یوې جرمني کورنۍ درې غړي مړه کړي

د ترکیې یوه څنډه، ارشیف
د ترکیې یوه څنډه، ارشیف

د ترکیې پولیسو د خوړو د مشکوک مسمومیت له کبله د یوې جرمنۍ میرمنې او دوو ماشومانو تر مړینې وروسته درې تورن کسان نیولي دي.
دغه جرمنۍ ښځه له خپل خاوند او یوه شپږ کلن زوی او درې کلنې لور سره د تیرې اونۍ په یکشنبې استانبول ته تللي وو.

د ښځې خاوند د روغتون د بیړنیو حالاتو په څانګه کې بستر دی.

د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس ویلي، درې تورن کسان د هغه هوټل کارکوونکي دي چې د دغې جرمنۍ کورنۍ کوربه توب یې کاوه.

د جرمني خبري اژانس بیا ویلي، ټول نیول شوي تورن کسان ۷ تنه دي.

تراوسه لابراتواري څیړنې نه دي بشپړې شوي، خو د مرګ لامل په ظاهره غذایي مسمومیت بلل شوی دی.

تر دې پيښې وروسته دوه نور ګرځندویان هم د مسمومیت له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG