د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی فیصل د زړو موټرو د لوګیو او په خامو سړکونو د دوړو له امله د هوا له ککړتیا شکایت کوي او وايي چې د ژمي په راتلو سره د دې ککړتیا لا زیاتېدو اندیښمن دی.
هغه د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې د دې ستونزې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې دوی هره ورځ په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی فیصل زیاتوي“هر کال په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې په کابل کې د هوا ککړتیا زیاتیږي. موږ ډېر په تکلیف یو، ان کله چې په سړکونو ګرځو، د شدید لوګي له امله مو سترګې سوځي، ژمی لا نه دی راغلی، خو د کابل هوا لا دمخه ککړه شوې ده، کله چې ماښام تیاره شي، موږ لس متره لرې واټن هم نه شو لیدلی، د زړو موټرو ګڼه ګوڼې چې ډېر زاړه شوي، هوا او اوبه ډېرې ککړې کړې دي."
د هرات ښار اوسیدونکی محمد یونس په دې ولایت کې د خښتو د بټیو او کارخانو زیاتوالی د نورو ستونزو تر څنګ په دې ولایت کې د هوا د ککړتیا یو له اصلي لاملونو بولي وايي چې خلک د دې بټیو له لوګيو سخت په تکلیف دي.
په افغانستان کې ناولې هوا خورا ډیر خلک د سترګو، سږو او تنفسي سیسټم په ناروغیو اخته کړي دي.
یونس وايي“ککړتیا زیاته شوې، د زړو موټرو تر څنګ د خښتو بټۍ هم زیاتې شوې دي. له هغه وخته چې د خښتو بټیو شمیر زیات شوی، د هوا د ککړتیا ستونزه هم ډېره شوې ده، په زنده جان، غوریان ولسوالیو او د هرات ښار شاوخوا سیمو کې کابو ۵۰۰ د خښتو بټۍ فعالیت کوي، خلک د شپې له خوا هېڅ بهر وتلی نه شي، ډیری خلک د سترګو، سږو او تنفسي سیسټم له ناحیې ډیر زیانمن شوي دي."
دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته جدي پام وکړي او د هوا د ککړتیا د ستونزې د کمولو لپاره اغیزمن پروګرامونه پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ژمي په رانژدې کېدو او د کورونو د تودولو لپاره د لوګيو تولیدونکي سونګ توکو کارولو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان هبیتات) خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښارونه د هوا د ککړتیا له جدي ناورین سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د چهارشنبې په ورځ د (اکتوبر ۲۲مه) پر خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي دي چې د موټرو او کارخانو لوګیو اود سکرو او پلاستیک د سوځولو له امله ژمي کې لوګيو د خلکو روغتیا ته ګواښ پېښ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام اعلان کړی چې د خلکو د ژوند او روغتیا د ساتنې لپاره د دې خطرونو د کمولو لپاره پاکې انرژۍ، عامه ترانسپورت او د شنو ځایونو رامنځته کولو ته وده ورکوي.
خو د طالبانو حکومت د ژمي په رارسېدو سره د دې ننګونې د مخنیوي لپاره څه کړي دي؟
د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ادارې د اړیکو او عامه پوهاوي مشر محب الله فضلي د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې د پروګرام د راپور او د خلکو اندیښنو په تړاو د دې راپور تر خپریدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
کارپوهان وايي چې شنه کمربندونه کولای شي په هېواد کې د هوا د ککړتیا کچه تر یوې اندازې پورې کمه کړي.
تېر کال د دغې ادارې مسلکي او د پالیسۍ مرستیال زین العابدین عابد ویلي و، چې د اقلیم بدلون، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو کموالی او ککړتیا، د شنو ځایونو نشتوالی، خامه سړکونه، د ټیټ کیفیت لرونکي سونګ توکو مصرف، او د زړو موټرو ګڼه ګوڼه په کابل کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه دي.
د اوبو او چاپیریال ساتنې ځینې کارپوهان هم د هوا ککړتیا یوه جدي ستونزه بولي او ټینګار کوي چې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره باید د شنو سیمو جوړولو او د عامه پوهاوي لوړولو ته پاملرنه وشي.
له دې ډلې نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل"څومره چې د سونګ توکو کارول زیاتیږي، ککړتیا هم ورسره ډېرېږي، په ټوله کې د دې ستونزې د حل لپاره باید د ښارونو شنې سیمې او شنه کمربندونه لا ښه شي، ځکه چې دا د ښارونو همدا شنه کمربندونه دي چې کولای شي دا ککړتیا تر یوې اندازې پورې کمه کړي، له بلې خوا د دې توکو د سوځولو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول هم ککړتیا کمولای شي.”
مخکې له دې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) هم په یوه راپور کې ویلي و، چې د هوا ځینې ککړوونکي توکي، د هوا د ککړتیا له امله د مړینو مهم لاملونه دي او په کرنیزو محصولاتو او بالاخره پر نړیوال خوراکي خوندیتوب ژورې اغیزې لري.
په دې وروستیو کلونو کې په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د خلکو د بې وزلۍ کچه په چټکۍ لوړه شوې او خلکو د کیفیت لرونکو خواړو او سونګ توکو د پیرلو وړتیا له لاسه ورکړې ده.
عام خلک وايي چې ډیری کورنۍ اړې دي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره په ځانګړې توګه ژمي کې له پلاستیک، ربړ، ټایرونو او لوګیو تولیدونکي سونګ توکو کار واخلي، چې دا د هوا ککړتیا او ناروغۍ څو چنده زیاتوي.