د طالبانو حکومت ویلي د استانبول خبرې د پاکستاني پلاوي له خوا د «غیر مسؤولانه او نه همکارۍ» روحیې په سبب کومې پایلې ته ونه رسېدې.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې زیاته کړې چې:
پاکستاني لوري خپل ټول امنیتي مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی نه ښودد طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د استانبول خبرې د نومبر په شپږمه او اوومه روانې وې چې مشري یې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستان د استخباراتو یا آی اس آی رییس جنرال عاصم ملک کوله.
د طالبانو د حکومت په بیان کې ټینګار شوی چې له افغان خاورې د کوم بل هېواد پر ضد چاته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه بل هېواد ته اجازه ورکوي چې له خپلې خاورې د افغانستان پر ضد کار واخلي.
تر دې مخکې د پاکستان حکومتي چارواکو له هغې ډلې دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو چې د استانبول خبرې ناکامه شوي او د هغه په خبره یې: ”د نورو خبرو لپاره هیڅ پلان نه شته"
خواجه اصف وویل، که د افغانستان له خاورې په پاکستان کې برید وشي، اوربند به پای ته ورسیږي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ استانبول کې دریم دور خبرې له اول سره له ځینو ستونزو سره وې.
لویه بېلګه یې د خبرو په اوله ورځ د نومبر په شپږمه په سپین بولدک کې د طالب او پاکستاني عسکرو د ډزو تبادله وه.
که څه هم دواړه لوري یو بل د ډزو په پیل تورنوي خو له سیمې راپورونه وايي چې سپین بولدک کې عامو افغانانو ته ګڼ تاوانونه اوښتي.
هلته لږ تر لږه پنځه ملکیان چې څلور یې ښځې وې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی چې د طالبانو په ډزو کې د پاکستان خاوره کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي.
د پاکستان او طالبانو تر منځ د اکتوبر میاشتې خونړۍ نښتې چې پکې لږ تر لږه ۵۰ افغان ملکیان ووژل شول او نږدې څلور نیم سوه نور کسان ټپیان شول د قطر او ترکیې په هڅو ودرېدې او دواړو خواوو اوربند وکړ.
پاکستان هم د لږ تر لږه ۲۳ عسکرو د وژل کېدو او د ۲۹ نورو د ټپیانیدو خبره تایید کړه.
پاکستان بیا اکتوبر کې د لومړي ځل لپاره پلازمینه کابل هم هوایي بریدونو کې هدف وګرځوله.