د پنجاب په بهالپور کې افغان محصلین وايي، پولیسو د طب پوهنځي یوشمېر زده کوونکي او ډاکتران نیولي او په توقیف خونو کې ساتلي دي.
د بهاولپور په قایداعظم طب پوهنځي یا کالج کې د تخصص په زده کړو بوخت ډاکتر صبغت الله ساپي د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، د ده په ګډون شاوخوا ۲۰ محصلین او ډاکتران د نومبر له څلورمې راهیسې په توقیف کې دي.
دی وايي، شاوخوا یو نیم کال مخکې یې د ویزې تازه کولو لپاره د شناختي کارډونو او نورو اسنادو جوړولو ادارې (نادرا) او نورو اړوندو ادارو ته غوښتنلیکونه ورکړي ول خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
د ساپي په خبره، پولیسو او د پلټنو مرکزي ادارې (اېف ای اې) چارواکو د نومبر پر څلورمه ورته وویل چې په پاکستان کې یې د اوسېدو د اسنادو موده ختمه شوې نو ځکه یې "د یو ساعت لپاره" د نوملیکنې ځای ته بیايي.
په پاکستان کې یې د اوسېدو د اسنادو موده ختمه شوې نو ځکه یې "د یو ساعت لپاره" د نوملیکنې ځای ته بیايي
دی وايي، چارواکو هغه زده کوونکي او په پاکستان کې تخصص کوونکي ډاکتران د بهاولپور د سېول روغتون مېلمستون ته ولېږدول.
د ساپي په وینا، د نومبر پر پینځمه د نادرا چارواکو ورڅخه معلومات واخیستل خو لا هم د پولیسو په حراست کې دي.
دی وايي، په توقیف خونو کې نه جامې لري او نه ورته چارواکي سم خواړه ورکوي.
صبغت الله ساپی وايي، پینځه کسان د طب زده کوونکي او نور د تخصص لپاره پاکستان ته تللي دي، ټول په قایداعظم میډیکل کالج کې زده کړې کوي او په وېکټوریا روغتون کې کار کوي.
د نوموړي ملګرو هم مشال راډیو ته ورته کیسه وکړه او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه وکړه چې هلته دې یې د اوسېدو قانوني موده وغځوي.
مشال راډیو لا د افغان محصلینو او ډاکترانو د نیولو په تړاو له پولیسو سره په خبرو نه ده توانېدلې. موږ داراز هڅه کوو چې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان سفارت له چارواکو سره هم خبرې وکړو.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې څه باندې یو مېلیون افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.
پاکستان د اګست په پیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. تر دې وروسته حکومت د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړ.
یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.
داراز، له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو هم دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د اکتوبر پر ۲۹مه د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (اې اېم اېس او) د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو پر وړاندې د فشارونو او ګواښونه د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له نړیوالې ټولنې څخه یې د بیړني اقدام غوښتنه کړې وه.
سازمان په یو پرانیستي لیک کې ویلي ول چې پاکستان د ډېریو افغان خبریالانو د ویزو له غځولو ډډه کړې.
هغه سازمان د افغان خبریالانو د ایستنې بهیر درولو او ورته د استوګنې د موقتي اسنادو ورکولو غوښتنې کړې وې.
د پاکستان حکومت د سازمان د اندېښنو او غوښتنو په اړه څه نه ول ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې د ټولو افغانانو هېواد ته لېږدولو ته ژمن دی.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لکونه افغانان پاکستان ته کډه شول او وايي، په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي.
پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.
د طالبانو حکومت وايي، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
په جولای کې ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانان دې نه ستنوي.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.