د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې اعلان کړی چې باید د بې اسناده بهرنیانو په ځانګړې ډول افغانانو په وړاندې غوڅ دریځ غوره شي.
دپاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې میریم نواز سې شنبه د اکتوبر ۲۸ مه د دې ایالت د امنیتي وضعیت د ارزونې په ناسته کې د دې ایالت چارواکو ته امر کړی چې باید د بې اسناده افغانانو د پېژندنې لپاره په جوماتونو کې عمومي اعلانونه وشي.
نوموړې دغه شان د پنجاب پولیسو ته امر کړی چې د هغه پاکستاني اتباعو پر ضد چې بې اسناده بهرنیانو ته کورونه یا دوکانونه په کرایه ورکوي د جنايي جرمونو دوسیې ثبت کړي او ډاډ تر لاسه کړي چې هیڅ کور دوکان یا هوټل بې اسناده بهرنیانو ته په کرایه ورنکړل شي.
هیڅ پاکستانی حق نه لري چې بې اسناده افغانانو ته کور یا دوکان ورکړي
په همدې حال کې په پنجاب کې میشت یو شمېر افغانان وايي د دې ایالت په جوماتونو کې اعلانونو کېږي او بې اسناده افغانانو ته دوه ورځی ضرب الاجل ټاکل شوی دی.
د پنجاب په اټک کې میشتې افغان کډوالې ارزو احمدي ازادي راډيو ته وویل:« پرون څلور یا پنځه بجې یې په جوماتونو کې اعلانونه ورکړل او وې ویل چې هیڅ پاکستانی حق نه لري چې بې اسناده افغانانو ته کور یا دوکان ورکړي، دا ډېر د خفګان ځای دی، اوس ماسره د کور مالک اړیکه کړې وه ، په ځینو ځایونو کې خو ان د کورونو مالکان تللي او افغانانو ته یې له کورونو نه د وتلو ګواښونه کړي دي.»
پاکستاني رسنۍ جیونیوز دغه شان ویلي چې د پنجاب ایالت د امنیتي ارزونې په ناسته کې دا پرېکړه هم شوې چې مسولین باید په ټول ایالت کې د بې اسناده بهرنیانو د اوسېدو ځایونه معلوم او وروسته یې پر ضد اقدام وکړي.
په راپور کې د مسولو چارواکو له قوله راغلي چې د افغانانو د پېژندنې لپاره به له پرمختللی ټکنالوجې نه هم استفاده وشي.
په راپور کې دا هم راغلي چې د دې ایالت په ټولو ولسوالیو کې د افغان کډوالو د ساتنې ۴۵ مرکزونه جوړ شوي او د چارواکو په خبره په دې مرکزونو کې په لنډمهاله ډول کډوال ساتل کیږي او وروسته تورخم ته د وړلو زمینه ورته برابریږي.
د راپور پر بنسټ تر اوسه د دې ایالت په خانیول ښار کې لږ ترلږه پنځه دوسیې د هغه پاکستاني اتباعو پر ضد ثبت شوي چې بې اسناده افغانانو ته یې خپل املاک په کرایه ورکړي وو.
په ورته وخت کې د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې میشت افغانان وايي پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی دی.
د پلازمینې اسلام اباد په F17 سیمه کې میشت یو افغان چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل:" دلته راغلي وو ان د یو شمېر افغانانو د کورونو دروازې یې ورماتې کړې او هغوی یې له ځانونه سره یوړل، بیګا دوی په اف ۱۷ او ایف ۱۸ سیمو کې عملیات لرل."
اخوا د سند ایالت په کراچۍ ښار کې هم د افغان کډوالو د نیولو او جبري اخراج لړۍ تېزه شوې ده.
په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې په درې ورځو کې باید افغانان کورونه او دوکانونه خالي کړي او خپل وسایل وتړي او له دې ځایه ووځي
په دې ښار کې میشت یو افغان کډوال حمید الله د سې شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۸ مه ازادي راډیو ته وویل چې د سهراب ګوټ په سیمه کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي چې په افغانان باید په درې ورځو کې له دې هیواده ووځي.
"په کراچۍ کې د سهراب ګوټ په نوم چې کوم بازار دی دلته پرون په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې په درې ورځو کې باید افغانان کورونه او دوکانونه خالي کړي او خپل وسایل وتړي او له دې ځایه ووځي، یو شمېر کسان پولیسو نیولي او نور وته درې ورځې وخت ورکړل شوی چې باید دا سیمه پرېږدي."
که څه هم له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسي له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده خو په وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د دې هیواد په بیلابیلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په بېسارې ډول چټکه شوې ده.
د راپورونو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
په دوی کې زرګونه هغه کسان هم شته چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو، سیاسي ستونزو او یو شمېر نورو دلایلو له امله دغه هېواد ته تللي دي خو اوس په دې هیواد کې د جبري ډیپورت له ګواښ سره مخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي یوازې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر تر پایه پورې، ۲ عشاریه اته میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي چې په کور دننه یې په شته سرچینو سخت فشار راوستی دی.