راپورونه وايي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې ناکامې شوي دي.
پاکستاني چارواکو پرون ناوخته اعلان وکړ چې په استانبول کې د دوی او طالب استازو خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو.
ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ حللار ونه موندل شوه.
له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خبرو ناکامۍ ته په اشارې ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود.
خواجه اصف تېره شپه د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې هند د افغانستان له لارې د پاکستان خلاف نبابتي جنګ پیل کړی دی.
طالبانو تراوسه پورې د استانبول د خبرو د ماتې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو د بهرنیو او دفاع وزارتونو چارواکو د طارق تارړ د څرګندونو په اړه سمدستي کومه تبصره ونه کړه.
رویټرز وايي، دواړو هېوادونو د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند پر سر موافقه کړې وه، خو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې د خبرو دوهم پړاو ګډې موافقې ته له رسېدو پرته پای ته رسېدلی.
د افغانستان او پاکستان سرچینو د سې شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي چې دواړه خواوې د خبرو د ناکامۍ پړه پر یو بل اچوي.
یوه پاکستانی امنیتي چارواکي ویلي، طالبان چمتو نه وو چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د کنټرولولو لپاره کومه څرګنده ژمنه وکړي — دا هغه وسلواله ډله ده چې د پاکستان پر ضد جګړه کوي او اسلاماباد وايي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
په ورته وخت کې، یوې افغان سرچینې چې د خبرو له بهیر سره بلدتیا لري ویلي، خبرې د دې موضوع پر سر له “تاوتریخجنو بحثونو” وروسته پای ته ورسېدې، او د افغان لوري استازو ویلي چې دوی د پاکستاني طالبانو پر کړنو هېڅ کنټرول نه لري.
سرچینو د دې له امله د نوم د نه افشا کېدو غوښتنه کړې چې د موضوع په اړه یې د خبرو کولو اجازه نه لرله.
تر دې مخکې ملي تلویزیون، چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی، د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د پاکستان ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسله ده او باید اسلام اباد یې په خپله حل کړي او چې پاکستان باید متوازنې، منطقي او معقولې غوښتنې وړاندې کړي.