د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۹

م.م. په افغانستان کې د انترنیټ د پرچاوۍ له کبله د پېښو شویو ستونزو راپور خپور کړ


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او په افغانستان کې د دغه سازمان سیاسي استازولي (یوناما) وايي، په افغانستان کې تیره میاشت د دوه ورځو په مخ د انترنیت  پرې کېدو، روغتیايي خدمتونه، بشري فعالیتونه، زده‌کړې، اقتصاد او د خلکو ورځنی ژوند ستونزو سره مخ کړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او په افغانستان کې د دغه سازمان سیاسي استازولي (یوناما) وايي، تېره میاشت په ټول افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو پرې کېدو په دغه هیواد کې په بشري حقونو جدي اغیزې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د دغو دوو بنسټونو په یو ګډ لس مخیز راپور کې راغلي، چې له دې امله بېړنیو روغتیايی خدمتونو ته لاسرسی خڼد سره مخ شو، بشري، اقتصادي او ښوونیز فعالیتونه هم ستونزو سره مخ او د خلکو ورځنی ژوند یې اغیزمن کړ.

(د نه لاسرسي وړ: د افغانستان په خلکو د مخابراتي خدمتونو د پرې کېدو اغېز ) په نوم دا راپور چې د اکتوبر په ۲۸مه خپور شوی له سلو څخه د زیاتو مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د مخابراتي خدمتونو پرې کېدو په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې له وړاندې هم د «سختو محدودیتونو» سره مخ دي، له دې امله لا زیاتو ستونزو سره مخ شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویاند، جرېمي لاورنس، د دغه راپور له خپرېدو سره هم مهاله په یو ویډیويي پیغام کې چې د دغه بنسټ په ایکس پاڼه خپور شوی ویلي:

"یوې امیندوارې ښځې چې سخته خونریزي یې درلوده، د لغمان ولایت یوې روغتون ته مراجعه وکړه، چې باید ژر تر ژره د ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شوې وه خو امبولانس موټر خراب و او د مرستې غوښتلو لاره نه وه، ماشوم مړ شو او ښځه له جدي روغتیایي ستونزو سره ژوندۍ پاتې شوه، نرسې وویل: موږ هڅه کوو د خلکو ژوند وژغورو، خو له اړیکو پرته ځان بې‌ وسه احساسوو."

په راپور کې ټینګار شوی چې د انترنیټ قطع کول او په مخابراتي سیستم د نورو نامتانسبو محدودیتونو لګول د بیان د ازادۍ او د معلوماتو د لاسرسي د حق ښکاره نقض دی او د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.

د ملګرو ملتونو شورا او یوناما ویلي، تر دې دمه طالب چارواکو په دې اړه چې مخابراتي خدمتونه ولې په ټول افغانستان کې پرې شوي وو هیڅ هم نه دي ویلي.

په راپور کې راغلي چې د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې، طالبان د افغانستان د بشري حقونو د ژمنو د مسوولینو په توګه مکلف دي دا ډاډ ورکړي چې اطلاعاتو د لاسرسي او د بیان په ازادۍ هر ډول محدودیت باید د قانون له مخې، یوازې د مشروع اندېښنو په ځواب کې د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو سره سم عملي شي.
د بلخ ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

"بانکي سیستمونه بند شوي وو، خلکو د ورځنیو خبرونو لپاره ټولنیزو شبکو ته لاسرسی نه‌لاره، انلاین سوداګرۍ په تپه ولاړه وه، او نجونې چې په انلاین زده‌ کړو بوختې وې، له زده‌ کړو پاتې شوې، دې کار د اقتصاد، زده‌کړو او ټولنیزو اړیکو پر ټولو برخو اغېز وکړ. ډېری خلکو د انترنیت په پرې کېدو د خپګان احساس کاوه."

د هرات ولایت اوسېدونکې یوې مېرمنې هم وویل:

"نن سبا د خلکو ژوند له انټرنېټ سره تړلی دی، له کار او زده‌کړې نیولې تر ورځني ژوند پورې، نجونې اوس هڅه کوي د انلاین پروګرامونو یا مصنوعي ځیرکتیا له لارې درس ووایي، خو د انټرنېټ په پرې کېدو دا هر څه سختو شرایطو سره مخ کېږي."
د طالبانو حکومت د میزان له ۷مې تر ۹مې نېټې پورې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او د مخابراتي شبکو خدمتونه قطع کړل چې دا اقدام د خلکو، مدني فعالانو او نړیوالو بنسټونو له پراخ غبرګون سره مخ شو.

طالبانو د خپل دې اقدام په اړه په رسمي ډول هیڅ هم ونه ویل، خو په دوې کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ویلي وو چې دا کار د «منکراتو د مخنیوي» په موخه شوی و.

د انټرنېټ له بېرته وصلېدو وروسته ډېرو افغانانو وویل چې د دوی ورځنۍ چارې له دې املې سختې زیانمې شوې.

همدارنګه، د اسعارو په راکړې، ورکړې، ګمرکي چارو، د هوایي شرکتونو په فعالیتونو، صادراتو او وارداتو کې هم جدي ستونزې رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG