د طالبانو د حکومت تر واک لاندي ملي دولتي راډيو تلویزیون په یو بیان کې چې نن د اکتوبر په ۲۹ یې په خپله اېکس پاڼه خپور کړی ادعا کړې چې د استانبول مذاکرات د پاکستان د دوی په ټکو غیر منطقي غوښتنو له امله پرمختګ نه کوي.
په بیان کې راغلي پاکستان غوښتنه لري چې کابل دې په هغه هیواد کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تظمین ورکړې داسې مهال چې د بیان پر بنسټ ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د اسلام اباد پخوانۍ کورنۍ مسله ده او طالبان ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره د هیڅ ګاونډي پر ضد نه استعمالیږي.
طالبانو پاکستان مسوول بللی او پاکستان بیا د خبرو د پرمختګ پر وړاندې طالبان په نه همکارۍ تورن کړي دي.
خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا نن د اکتوبر په ۲۹ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي.
د سولې د خبرو لپاره د پاکستان حاضرېدل د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره یوه موقعه ده خو د ده د ادعا له مخې ځینو افغان چاروکي زهرجنې څرګندونې کوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
که څه هم د طالبانو حکومت د خواجه اصف د دغه څرګندونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې هر برید به داسې ځواب شي چې د ده په ټکو هغه به "پاکستان ته د عبرت درس او نورو ته پیغام" ورکړي.
خو د ترینګتیا په همدې اوج کې بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په ایران کې د اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مرستیال ابراهیم صدر سره کتلي او د یو ایراني خبریال د پوښتنې په ځواب کې یې ویلي چې په هر کور کې اختلافات وي او موږ به هم ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.
که څه هم تر اوسه لا دواړو لوریو د استانبول د خبرو اترو د پای ته رسېدو او دا چې د دواړو لوریو پلاوي اوس مهال لا هم په ترکیه کې دي او که خپلو هیوادونو ته ستانه شوي څه نه دي ویلي خو پرون د اکتوبر ۲۸ مه د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو.
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د طالبانو او پاکستان ترمنځ په خبرو اترو کې د اختلاف مرکزي ټکی دی.
داسې مهال چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي راډيو تلویزیون پرون سه شنبه د اکتوبر په ۲۸ مه په خپله اېکس پاڼه په خپور کړي بیان کې ادعا کړې وه چې د پاکستان پلاوی له خبرو د وتلو هڅه کوي او د پاکستان په پوځ کې ځینۍ کړۍ د مذاکراتو د پروسې مخه نیسي.
په دې بیان کې دا هم ویل شوي و چې طالبانو د خبرو اترو او واقعیت پاللو پالیسي ساتلې خو اسلام اباد ته یې ویلي دا نه شي کولای چې د پاکستان امنیت وساتي او نه هم د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي، ټي، پي" استازیتوب کولای شي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې سرچینو مخکې ازادي راډیو ته ويلي وو، د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف لوی ټکی د تحریک طالبان پاکستان مسله ده هغه چې د پاکستان د ادعا له مخې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري خو طالبانو دغه ادعاوې په وار وار رد کړي دي.
د استانبول ناسته د روانې اکتوبر په ۲۵ مه پیل شوې او ویل کېدل چې درې ورځې دوام کوي.
دا د دوحې د ناستې دوام دي.
د دوحې ناسته د اکتوبر په ۱۹ شوې وه.
په هغه ناسته کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د دفاع وزیرانو په مشري پلاویو برخه اخیستې وه چې کې په سم لاسي اوربند او په استانبول کې په دوهم پړاو خبرو، سلا وشوه.