ممنون مقصوي د افغانستان پېژندل شوی ممثل دی چې د "د کونډې زوی" په نوم سریال یې ډیر مشهور دی.
د کتاب لیکوال ښاغلي داودزي د دې کتاب په اړه له ازادۍ راډیو سره خبرې وکړې.
هغه وویل"په دې کتاب کې د استاد ممنون مقصودي د شخصي ژوند په اړه خبرې شوې دي. د استاد د هنر په اړه خبرې شوي او د هغه کردار ذکر پکې شوې دی له کومې وجې چې استاد شهرت وموند. د شادګل کردار چې دوی کار پکې کړی و، د کونډې زوی سریال و. د کوندې زوی سریال ته اړتیا وه چې جوړ شو په دې اړه ذکر شوی دی. د استاد مقصودي د هنري سفر پیل او تر اوسه چې رارسېدلی، تر دې ځایه د دې ذکر پکې شوی دی."
دا د ښاغلي داودزي لومړی کتاب دی او د لیکوال په شخصی لګښت د توحید کتاب خپرندوی بنسټ له خوا چاپ شوی دی.
په کتاب کې د مقصودي د شخصي او هنري ژوند او هغه کردار په اړه خبرې شوي چې نوموړی یې شهرت ته ورساوه.
په دې کتاب کې د ښاغلي مقصودي په اړه د ښاغلي داودزي پر لیکنو سربیره د شپاړسو نورو لیکوالو او هنرمندانو لیکنې هم چاپ شوې دي.
دکتور مجاور احمد زیار، محمد اصف صمیم، دکتور عبدالغفور لیوال، پيرمحمد کاروان، نورالبشر نوید، صدیق برمک او نور هغه لیکوال دي چې په دې کتاب کې یې د ممنون مقصودي په اړه مقالې، لیکنې او خاطرې چاپ شوې دي.
د دوی له ډلې پیرمحمد کاروان ازادي راډیو ته وویل"ښاغلی ممنون مقصودي یو لوی هنرمند او محبوب انسان دی، له ممنون مقصودي صیب سره مې په پېښور کې پېژندګلوي وشوه. هغه مهال ما د نوي کور، نوي ژوند په ډرامه کې لیکوالي کوله. ډرامې مې لیکلې. دی له کابل راغلی و، نوی، نوی د رحیم داد رول ورکړل شوی و. کله چې ده دغه رول په څو صحنو کې ولوبولو، په اصطلاح یوه هنګامه یې جوړه کړه. بیا د دې ډرامې پروډیوسر هم شو. په خپل هنر کې هم کامیاب دی او په خلکو کې هم ډیر محبوب دی."
مشهور افغان فلم جوړونکي صدیق برمک په دې کتاب کې د ښاغلي مقصودي په اړه لیکلي"ممنون مقصودي دا وړتیا لري چې رولونه ځانته جذب کړي، له هغو سره ژوند وکړي او په بشپړ ډول خپل وجود ورته وقف کړي."
ممنون مقصوي د "کونډې زوی" پر سریال سربیره په ګڼو نورو راډیويي او ټلویزیوني ډرامو کې هم رولونه لوبولي دي.
ممنون مقصوي د "کونډې زوی" پر سریال سربیره په ګڼو نورو راډیويي او ټلویزیوني ډرامو کې هم رولونه لوبولي دي.
ممنون مقصودي د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځی لوستی او په همدې پوهنځې کې استاد پاتې شوی دی.
دی د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، دا مهال په فرانسه کې اوسېږي او ۵۹ کلن دی.
ښاغلی مقصودي د دغه کتاب په اړه ازادۍ راډیو ته وویل"ډیر خوشحاله یم چې زمونږ په الماریو کې یو بل کتاب هم زیات شو، خو خپه په دې یم چې دا کتاب زما په اړه دی. ای کاش ما ډیر خدمت کړی وای او په دې ارزېدای چې لیکوالو او څېړونکو زما د کار د جوهر په باب پلټنې کړې وای، خو په هر حال، زما هیله دا، ده چې دا پاتې ژوند چې کوم، په دې کې زه د خپلو خلکو لپاره د هنر، ادب او ښکلا په برخه کې خدمت وکړم."
ممنون مقصودي، د تیاتر، تلویزیون، راډیو او سینما د لوبغاړي تر څنګ دیکلماتور هم دی او د ګڼو شاعرانو شعرونه یې دیکلمه کړي دي.