د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمشاد راډیو ټلویزیون د خپرونو له بیا پیل وروسته، د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې رسنیو ته اجازه ورکړي چې د خبریالۍ د اصولو پر بنسټ خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي او د رسنیو په چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي.
دغه مرکز د یکشنبې په ورځ «د اکتوبر په ۱۹مه» د یو بیان په خپرولو د دغه راډیو ټلویزیون د فعالیتونو د بیا پیل په هرکلي، دوه ورځني ځنډول یې د یوې آزادې رسنۍ له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه وبلله او په افغانستان کې یې پر رسنیو د محدودیتونو د سختولو په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړه.
وړاندې زیاته شوې چې ټولییزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو حکومت هم د تطبیق وړ ګڼلی دی، خبریالان او رسنۍ د خپل مسلکي کار ترسره کولو لپاره آزاد دي، او چارواکي باید د دوی په کار محدودیتونه وضع نه کړي یا دوی ونه ګواښي، بلکې باید د دوی ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې شمشاد د خپل مسلکي کار او ملي او اسلامي ارزښتونو او ګټو په دوام ټینګار کولو شربېره، "د واکمن نظام د ادارو د رضایت ترلاسه کولو لپاره د ډیرو هڅو سره سره د خپلو فعالیتونو د بیا پیل لپاره د همکارۍ لاس وغځاوه".
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې شمشاد راډیو ټلویزیون دوه ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې په مستقیم امر وتړل شو.
دغه مرکز د جمعې په ورځ، د «اکتوبر په ۱۷مه» په یوه بیان کې ویلي وو دا ټلویزیون په دې تورن شوی چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او پاکستاني سرتیرو ترمنځ وروستیو نښتو او په افغانستان باندې د پاکستان بریدونو ته په سمه توګه پوښښ نه دی ورکړی، او د پاکستان پر وړاندې یې د طالبانو د حکومت د دریځ او د دوی د اقداماتو دفاع نه ده کړې.
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، شمشاد یوه خصوصي رسنۍ ده چې شل کاله وړاندې د فضل کریم فضل په پانګونې په کابل کې تاسیس او فعالیت یې پیل کړ.
د طالبانو حکومت په رسمي ډول د شمشاد راډیو ټلویزیون د فعالیتونو د ځنډولو یا بیا پیلولو په اړه څه نه دي ویلي.
خو دوی وړاندې تل ویلي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونو ملاتړ کوي.
شمشاد راډیو ټلویزیون د یکشنبې په ماسپښین د «اکتوبر په ۱۹مه» اعلان وکړ چې له یو ځنډ وروسته یې خپرونې بیا پیل کړې دي.
دغه راډیو ټلویزیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به خپل رسنیز رسالت ترسره کولو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د هیواد حاکمیت ساتنې، د ټولنې د بېلابېلو برخو استازیتوب، د خلکو هیلو او د (طالبانو) حکومت "قناعت" پوښښ ورکړي او ملي ارزښتونه رعایت او ملي ګټو ترلاسه کولو ته هڅه وکړي.
په خبرپاڼه کې پرته له دې چې د خپلو خپرونو د ځنډولو لامل ووایي، زیاته کړې چې د شمشاد راډیو او ټلویزیون به د خپلو فعالیتونو د پیاوړتیا، کیفیت ښه کولو او د خپلو خپرونو د بیا پیلولو لپاره اړین اصلاحات پلي کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
وړاندې راغلي چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو سربیره، د پروګرامونو او خپرونو کیفیت لا ښه کولو لپاره به روزنیزې او مسلکي دورې هم برابرې شي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د شمشاد راډیو او ټلویزیون د خپرونو بیا پیل یو مثبت ګام بولي، خو وايي چې د دوی له اعلامیې دا څرګنده ده چې دې رسنۍ، د واکمن نظام له فشار وروسته، موافقه کړې چې خپل نشراتي محتوا د طالبانو د حکومت د غوښتو مطابق وړاندې کړي.
د دغه سازمان مشر حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل:
«په اعلامیه کې په صراحت ښکاري چې د شمشاد راډیو او ټلویزیون د هغو فشارونو له امله چې حاکم نظام پرې تحمیل کړي، منلې چې له دې وروسته به ټوله هغه نشراتي محتوا پر مخ وړي چې حاکم نظام یې غواړي او حقیقت کې د دې حاکم نظام (په خوښه) کیسې به د شمشاد راډیو او ټلویزیون لخوا خپرېږي.»
د رسنیو د ځینو ملاتړو بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې رسنۍ له تېر څلورو کلونو څخه زیاتې مودې راهیسې د طالبانو د حکومت لخوا ټاکل شوي چوکاټونو او مقرراتو سره سم تر څارنې لاندې فعالیت کوي، او د دې بنسټونو په وینا، یو شمیر رسنیو خپل فعالیتونه بند او یا یې محدود کړي دي.
ځینو خبریالانو او د رسنیو مدیرانو هم ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د محتوا په اړه د طالبانو د حکومت له غوښتنو او لارښوونو سره مخ شوي، او د دوی په خبره، دې وضعیت په افغانستان کې په خپلواکه توګه د معلوماتو رسولو او د خبرونو د آزاد جریان بهیر اغیزمن کړی دی.