داسې مهال چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترینګلتیا مخ په ډېرېدو ده د دواړو هیوادونو لوړ پوړي پلاوي د وروستیو کړکیچونو په اړه د خبرو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته رسېدلي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی له اړخه د دفاع د وزیر ملا یعقوب په مشري د یو پلاوی په دې خبرو کې برخه اخلي.
د پاکستان دولتي ټلویزیون پي ټي وي ته د دې هیواد د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ چې د پاکستاني استخباراتي چارواکي هم په کې شته د یو پلاوي د رسېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:"د دغو خبرو اصلي تمرکز به پر هغو عاجلو اقداماتو وي چې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد سرحدي "ترهګري" پای ته ورسوي او د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې سوله او ثبات بېرته راولي".
په اعلامیه کې ادعا شوې چې پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو هڅه نه کوي خو له طالبانو غواړي چې له ترهګرۍ سره د همکارۍ د نه کولو په اړه له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.
دا وروسته له هغې ده چې بیګا د اکتوبر په ۱۷ مه، پاکستان د دواړو لوریو ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د پکتيکا په برمل او ارګون ولسوالیو پر ځينو سيمو هوايي بريدونه وکړل.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه بریدونه "ښکاره او تکراري تېری" او د "پاکستاني پوځ جنايت" بللی او په کلکو ټکو یې غندای دی.
که څه هم له دې حملې وروسته د همدې ولایت په انګور اډه کې د دواړو لوریو ترمنځ د نښو راپورونه هم ورکول شوي خو ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي دوی به د غچ اخیستنې له اقدامه ډډه وکړي او پر سوله ییزو خبرو باور لري.
سیمه ییزې سرچینې وايي د پاکستان د تېرې شپې په حملو کې لږ ترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
په ارګون ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندان میر عالم حزب الله د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې زیانمن ټول ولسي وګړي دي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل چې په دې حملو کې د سیمې د یوه اوسېدونکې کور په نښه شوې چې له امله یې د ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
په قربانیانو کې د افغانستان د کورني کرکټ درې لوبغاړي هم شامل دي، چې د ګڼو ورزشکارانو غبرګونونه یې هم راپارولي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې دا حملې غندلي او په غبرګون کې یې په پاکستان کې په راتلونکې نومبر میاشت کې له درې اړخیزه لوبلړۍ د وتلو پرېکړه کړې ده.
تمه وه چې پاکستان د نومبر له ۱۷ تر ۲۹ مې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د درې اړخیز ټورنمنټ کوربه توب وکړي خو اوس داسې ښکاري چې دا لوبې ممکنې نه دي.
په همدې حال کې په برمل او ارګون د پاکستان د تېرې شپې حملې غبرګونونه هم راپارولي دي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دا حمله عندلې او پر خپل فیسبوک کې یې په یو بیان کې لیکلي چې پاکستان دې د خپل خیر لپاره د افغانستان پر خلکو او خاورې تیری بند کړي.
نوموړي لیکلي پاکستان دې افغانستان په اړه پر خپلو پالیسو له سره غور وکړي او له دې هیواد سره دې د نړیوالو اصولو پر بنسټ د ملګرتیا او ښو اړیکو لاره خپله کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې پاکستان د ارګون ولسوالۍ په بمبارولو اوربند مات کړ.
هغه لیکلي چې نن دوحه کې د دواړو هېوادونو دفاع وزیران، د استخباراتو مشران او د کورنیو وزارت لوړپوړي چارواکي سره جرګه کېږي چې دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره خبرې او بحث وکړي.