د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

ډونالډ ټرمپ وايي د افغانستان - پاکستان جګړه په اسانۍ هوارولی شي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ سپینه ماڼۍ کې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ سپینه ماڼۍ کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي که اړ شي نو د افغانستان او پاکستان جګړه په اسانۍ هوارولی شی.

ښاغلي ټرمپ چې د جمعې ناوخته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته غږېده جزییات ورنه کړل چې څنګه او څه وخت دا جګړه هواروي خو زیاته یې کړه:

دا تقریبا وروستۍ ده. که څه هم زه پوهیږم چې پاکستان په افغانستان برید کړی یا له افغانستان سره جنګ روان دی. که اړ شم چې حل یې کړم، نو زما لپاره یې حل کول اسانه دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

«په ورته وخت کې، زه باید متحده ایالات اداره کړم. مګر زه د جګړو حل کول خوښوم. تاسو پوهیږئ ولې؟ زه غواړم د خلکو د وژل کیدو مخه ونیسم او ما د ملیونونو خلکو ژوند ژغورلی. او زه فکر کوم چې موږ به په دې جګړې بریالي شو.»

ولسمشر ټرمپ تر دې یو وار مخکې منځني ختیځ ته د سفر پر مهال هم د طالبانو د پوځیانو او پاکستاني پوځ تر منځ په روانو نښتو تبصره کړې وه او ویلي وو چې دا لانجه به هم هواره کړي.

د امریکا ولسمشر داسې وخت د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ د هواري ژمنه کړې چې پاکستاني پوځیانو د ۴۸ ساعته اوربند په پای ته رسېدو په پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي دي.
د فرانس پرس خبري اژانس د پکتیکا د ولایتي روغتون د یوه مسوول په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت د نوم د نه خپرولو غوښتنه کړې ویلي چې دوه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې په وژل شویو کې دری کرکټ لوبغاړي هم شامل دي چې د ګڼو ورزشکارانو او فعالانو غبرګونونه یې پارولي دي.

دری وژل شوِي افغان کرکټران
دری وژل شوِي افغان کرکټران

د پکتیکا په ارګون کې د جمعې ناوخته د دغو بریدونو په غبرګون په سیمه کې طالب وسله والو یو وار بیا پر پاکستاني اهدافو د خپلو ځوابي بریدونو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې طالب وسله وال ځواکونه د ډیورنډ کرښې هاخوا اوښتي او د پاکستاني پوځیانو پوستې یې هدف ګرځولي.
په خواله رسنیو د طالبانو ددغو بریدونو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ازادي راډیو یې نه شي تاییدولی خو طالب ځواکونه پکې ادعا کوي چې د پکتیکا د بریدونو په غچ یې دا حملې کړي او ګڼو پاکستاني عسکرو ته یې مرګژوبلې رسولي.

پاکستان داسې وخت یو وار بیا پر افغان خاوره خپل بریدونه پيل کړل چې د جمعې په ورځ یې لږ تر لږه شلو تنو عسکرو ته په میرعلي کې د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې مرګژوبله واوښته.

په پکتیکا کې د پاکستان له خوا بریدونو هغه راپورونه ناسم ثابت کړل چې ګواکې طالب چارواکي او پاکستانی لوری د اوربند په تمدید سلا ته رسېدلي.

د کړکېچ د کمولو او د اوربند د تمدید لپاره د قطر په منځګړیتوب طالب چارواکي او پاکستانی لوری خبرو ته هم لېوالتیا ښوولې وه.

لا معلومه نه ده چې تر دې تحولاتو وروسته لا هم دواړه خواوې خبرو ته کښیني که څنګه خو مخکې راپورونو کې ویل شوي وو چې د پاکستان دفاع وزیر او د پوځ مشر به دوحې ته د خبرو لپاره ځي.

د افغانستان له خوا د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یقعوب مجاهد او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د دوحې غونډې ته روان وو.

پرون د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالیسۍ مشرې کایا کالاس هم ویلي چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحق دار سره په خبرو کې یې د ترهګرۍ ټولې کړنې په صراحت وغندلې.

اغلې کالاس د جمعې په ورځ اسحق دار ته زنګ وهلی وو. هغې په خپل بیان کې زیاته کړې چې: «له افغانستان سره نښتې دواړو خواوو کې د خلکو ژوند اخلی او سیمه نوې بې ثباتۍ ته ټېل وهي. دا مهمه ده چې اوربند تمدید او ټولې خواوې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.»

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG