د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۳

ټرمپ: په غزه کې جګړه پای ته رسیدلې ده


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړچې «په غزه کې جګړه پای ته رسیدلې ده. »

ټرمپ دغه څرګندونې اسراییل او مصرته د سفر د پیلیدو په مهال چې هغه د سولې د مهم ماموریت یوه برخه بلل شوې، وکړې.

ټرمپ هغو خبریالانو ته چې له ده سره یې په آیرفورس ون الوتکه کې سفرکاوه، په غزه کې د اوربند او د حماس او اسراییلو ترمنځ د برمته وو او زندانیانو د تبادلې په اړه اندیښنې بې ځایه وبللې.

ټرمپ وویل، « جګړه پای ته رسیدلې، پوهیږئ؟»

۷۹ کلن ټرمپ دغه څرګندونې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو په اړه خپل ډاډ ته په اشاره وکړې.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوربند په دوام وکړي زیاته کړه: « فکرکوم چې هغه به وساتل شي. خلک ستړي شوي دي. دغه جګړه له پیړیو راهیسې روانه ده. »

ټاکل شوې چې ټرمپ په اسراییل کې د هغو کسانو له کورنیو سره وګوري چې حماس پراسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اومه نیټه په برید کې یرغمل کړي دي.

نوموړی به وروسته په بیت المقدس کې د اسراییل پارلمان ته وینا وکړي.

ټرمپ به مصر ته په سفرکې د مصرله ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره يو ځای د نړۍ د شاوخوا ۲۰ هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې مشري وکړي.
د دې سرمشریزې هدف د ټرمپ د سولې له پلان څخه ملاتړ دی، چې په نتیجه کې یې د غزې جګړې ته د پای ټکی ایښودل کیږي او په منځني ختيځ کې سوله پیاوړی کوي.

دا د ټرمپ لنډ سفر د هغه د ۲۰ مادو د سولې د پلان د بريا د جشن يوه برخه ده، چې د ده له خوا وړاندیز شوې او منځګړيتوب یې کړی.
ټرمپ واشنګټن ته نژدې جوینټ اندروز په هوايي اډه کې الوتکې ته د پورته کیدو په مهال وویل: «ټول د دې تاريخي شيبې له امله ډېر خوښ دي. دا رښتيا هم يو ځانګړی حالت دی.»

ټرمپ زياته کړه:
«دا پېښه رښتيا هم ډېره ځانګړې ده. پرون او نن شاوخوا ۵۰۰ زره کسان په اسرائيلو کې حاضر وو. همدارنګه اسلامي او عربي هېوادونه هم خوشحاله دي او تشويق کوي. دا لومړی ځل دی چې ټول لوري په يو وخت خوښ دي — پخوا به تل يو لوری خوښ و او بل نه. دا زما لپاره لوی ویاړ دی چې د دې پېښې برخه یم. موږ به ځانګړې شیبې ولرو، داسې څه چې پخوا هېڅکله نه دي شوي. »

له ټرمپ سره په دې سفرکې د امريکا مهم چارواکي، لکه د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیت هیگست، د مرکزي استخباراتو مشر جان رتکلیف او لوړپوړی پوځي افسر دن کین ملګري دي.

د فرانس پریس آژانس د راپورله مخې له مخې، د حماس له خوا د وسلو نه سپارل او د اسرائيلو له لوري د غزې له ورانې سيمې څخه د بشپړ وتلو نه تعهد هغه سترې ننګونې دي چې ټرمپ ورسره مخ دی.

هغه ټینګار وکړ چې د موافقې د لومړۍ مرحلې او راتلونکو پړاوونو په اړه یې له دواړو خواوو او د سيمې له مهمو لوبغاړو «تضمينونه» ترلاسه کړي دي.
ټرمپ وويل: «موږ ډېر شفاهي تضمينونه لرو، او زه فکر نه کوم چې څوک به وغواړي ما مايوسه کړي.»

ولسمشر ټرمپ زياته کړه چې غواړي په راتلونکي کې په خپله غزې ته سفر وکړي.
د ټرمپ د طرحې له مخې د غزې لپاره به ډېره ژر نوې اداره جوړه شي، چې مشري به يې پخپله دی کوي.

خو ټرمپ د بريتانيا د پخواني صدراعظم توني بلير د ګډون په اړه يو څه شک وښود، ځکه چې د ۲۰۰۳ کال د عراق په جګړې کې د بلير رول لا هم په منځني ختيځ کې لانجمن دی.
ټرمپ وويل: « تل له توني خوښ و، خو غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې هغه د ټولو منل شوی انتخاب وي.»

XS
SM
MD
LG