یو افغان ځوان چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، یوې شپې د ده د کورنۍ او کلیوالو ژوند دومره بدل کړ، چې کله یې تصور هم نه شو کېدای.
دا ځوان چې اوس ۳۴ کلن دی هغه شپه یادوي چې امریکايي ځواکونو پر افغانستان برید وکړ. دی وايي"د طالبانو د لومړنۍ دورې واکمنۍ پر مهال زه دریم ټولګي کې وم، ښوونځي ټول بند و,، کار ډېر محدود د بیان او فکر ازادي نه وه، ټولنې په وېره کې ژوند کاوه."
د ننګرهار ولایت دې اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل"په ۲۰۰۱ کال کې چې امریکا برید وکړ، زه همدلته وم، د حملې شپه مې هېره نه ده، د بمونو غږونه وه او موږ تیارو کوټو کې پټ وو، خو چې کله د طالبانو حکومت سقوط شو، ژوند ورو،ورور بدل شو، پوهنتونونه پرانیستل شول، کار پیدا شو، ما هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، موږ ژوند ته هیله مند شوو، بیا مې چې تعلیم پای ته ورساوه، یوې نړیوالې موسسې سره مې د ماشومانو د روغتیا برخه کې کار کاوه."
دا ځوان وایي چې د تېرو ۲۰ کلونو مهمې لاسته راوړنې لوړې زده کړې او د ازاد فکر احساس وه او په خبره یې له ګڼو ننګونو او نا امنیو سربېره یې د ژوند ډېری چارې ښې پر مخ تلې.
د حملې شپه مې یاده ده، موږ په تیارو کوټو کې پټ وو. د طالبانو واکمني چې وپرځېدله، ژوند مو ورو،ورور بدل شو.
امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه چې افغانستان له وخت سره سم ۸مه وه، په دغه هیواد وکړ چې په چې په پایله کې یې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمني نسکوره شوه.
ځینې افغانان؛ پخواني افغان سیاستوال، کارپوهان، ښځې او د طالبانو حکومت اوسني او پخواني چارواکي د دې بدلونو په اړه متفاوت نظرونه لري.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داوودزی وایي، په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې د دغه هېواد په کچه د ملګرو ملتونو لوړپوړی مامور و او د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ د بدیل نظام په جوړښت کې یې اغیزمنه ونډه درلوده.
ښاغلي داوودزي د امریکا تر برید وروسته، د جمهوري نظام د ۲۰ کلنې واکمنۍ لاسته راوړنې آزادۍ راډیو ته داسې بیان کړې:
"دا ۲۰ کاله په افغانستان کې د امریکا حضور دوه اړخونه لرل، لوموی دا چې په دې موده کې ډیرې زیاتې مرستې وشوې، بل د افغانستان دولت چې تر هغه مخکې تېرو ۲۰ کلونو کې هم په فزیکي او هم په معنوي ډول کاملا تخریب و، ټول بنسټونه یې بېرته ورغېدل، یو نیم میلیون ځوانانو لوړې زده کړې وکړې، افغانستان یو نړیوال مقام خپل کړ، دیپلوماسي او پاسپورټ یې عزت پیدا کړ،خو دویم اړخ کې هم جګړې وې، هم امریکا او هم د سیمې هېوادونو دوه مخې پالیسۍ مخته یوړې."
خو د طالبانو حکومت پر افغانستان د امریکا برید د هېواد د تاریخ «توره ورځ» بللې ده.
دغه شان د افغانستان د خلاصون لارې د شورا پخوانی مشر او د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې یو چارواکی سید اکبر اغا د امریکا برید او تېر ۲۰ کلن حضور یې یرغل، د افغانستان په کورني او بهرني سیاست کې مداخله او ناکامه دوره بولي.
خو ښاغلی اکبر اغا ټینګار کوي چې طالبان دې تېرو ناخوالو او جګړو نه په عبرت؛ د ولس حقونه خوندي کړي او په حکومت کې دې ونډه ورکړي.
اکبرآغا وايي"هغوی (امریکایان) دلته د اشغال لپاره راغلي وو، دا تېر شل کاله دلته د افغانانو نه بلکې د هغوی واکمني وه او کورنی سیاسیت مو د بهرني یا بهرنیانو د سیاست ښکار ګرځېدلی وه، نو دا تېره ۲۰ کلنه دوره ناکامه دوره وه، طالبان دې اوس له تېرو تجربو او دورو څخه د عبرت درس واخلي، ځکه د افغانستان ثبات یوازې ولس ته پر حق ورکولو ټینګېږي."
د یادونې ده چې طالبان له شلو کلونو وروسته، په ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې له امریکا سره د دوحې تر هوکړې ورسته یو ځل بیا واک ته ورسېدل او پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو یې د خپلې لومړنۍ دورې قوانین بیا پلي کړل.
د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې او په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل د طالبانو د واکمنۍ اوسنۍ دوره داسې ارزوي:
"طالبانو نه یوازې دا چې له تېر تاریخ څخه یې درس وانخیست او د فساد مخه یې و نه نیوله بلکې فساد یې نور هم زیات کړ، پر خلکو یې ژوند تریخ کړ، له ښځو سره یې یو ځل بیا دښمني پیل شوه، حتا د تعلیم حق یې ترې واخیست، په دې حالاتو کې تر ټولو ډېر ښځو ته زیان اوښتی خو په دې کړنو طالبان ځان ته هم تاوان رسوي، ځکه په نړیواله کچه رسمیت نه ورکول کېږي، مرستې ورسره نه کېږي، پانګونې نشته، بانکي سیسټم فلج دی او دا ټول د دوی د تېروتنو تکرار دی."
د طالبانو حکومت مخکې له دې تل ادعا کړې ده چې د دوی په واکمنۍ کې د ښځو په ګډون د خلکو حقونه خوندي دي؛ دا ادعا اکثریت افغانان او نړیوال نه مني.
د تېر جمهوري حکومت د دفاع وزارت سرپرست او د سیاسي او امنیتي چارو پوه شاه محمود میاخېل وایي، پر افغانستان د امریکا برید که څه هم دغه هېواد کې دومداره بې ثباتۍ او جګړو ته لاره هواره کړې وه خو ټینګار کوي، چې طالبان په خپلو «افراطي» کړنو سره یو ځل بیا پر افغانستان د سیمې او نړیوالو هېوادونو د مداخلو زمینه برابروي.
ښاغلی میاخېل وايي“دا کوم وضعیت چې په افغانستان کې اوس روان دی او ورځ تر بلې اضافه کېږي، دا خپله دې ته زمینه مساعدوي چې د سیمې هېوادونه او نړیوال یو ځل بیا په یو ډول مداخله وکړي یا نیابتي جګړې رامنځته شي، چې مسولیت یې خپله د طالبانو پر غاړه دی، نو تر هغه یو هېواد کې ثبات نه شي رامنځته کېدلی چې هلته د قانون حاکمیت نه وي او ولس ته په حکومتولۍ کې ونډه ورنه کړل شي.”
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د دې لپاره پر افغانستان د برید او د طالبانو د واکمنۍ د نسکورېدو امر وکړ، چې د دوی په وینا هغوی امریکا ته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له سپارلو ډډه کوله.
دا تېره ۲۰ کلنه دوره ناکامه دوره وه. طالبان دې اوس له تېرو تجربو او دورو څخه د عبرت درس واخلي.
امریکا بن لادن پر دې هېواد د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو مسوول باله او له طالبانو څخه یې غوښتي و، چې نوموړی وروسپاري، خو ملا محمدعمر مجاهد چې هغه مهال د طالبانو لوی مشر و، پرېکړه وکړه چې بن لادن چې ده ته یې بیعت کړی و امریکا ته ونه سپاري .
د اکتوبر په اوومه امریکايۍ بي ۵۲ ډوله الوتکې د امریکا له پوځي اډو څخه د افغانستان پر لور والوتلې او هلته یې په شمال او جنوب او د هېواد نورو برخو کې د طالبانو پر سنګرونو درنې بمبارۍ پیل کړې.
مخکې لهدې چې امریکايي سرتېري د افغانستان په خاوره کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره راکښته شي، هوايي حملو څو اونۍ دوام وکړ او په نتیجه کې یې طالبانو په ټولو سنګرونو کې په شا تګ پیل کړ او بالاخره یې حکومت نسکور شو.
د یادونې ده چې په دې وروستیو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې بګرام اډه دې ور وسپاري، خو طالبان وایي دا کار نه کوي.
که څه ډېری کارپوهان د ټرمپ دا خبرداری یوازې د خپل کورني سیاست برخه او د طالبانو ویرول بولي او وایي چې عمل کې یې څه پلان نشته خو وبه لیدل شي چې ایا د افغانستان تېر ۲۴ کلن تاریخ بیا تکرارېږي او که نه.
د یادونې ده چې امریکا او د ناټو تړون ملګرو یې افغانستان کې درې اساسي هدفونه تعقیبول؛ د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه، د مخدره موادو په وړاندې مبارزه او ملت جوړونه. خو ډېری شنونکي په دې باور دي دا اهداف تعقیب نه شول.
یو شمیر نړیوال سازمانونو په خپلو راپورونو کې افغانستان د مخدرو موادو د ستر تولیدونکي هیواد په نوم یاد کړ، د تیر جمهوري نظام چارواکو تر وروستیو په وار وار وویل چې په افغانستان د طالبانو تر چتر لاندې له شلو ډیرې ترهګرې دلې فعالیت لري، دغه شان عامو خلکو او د چارو یو شمیر کارپوهانو د ملت جوړونې په برخه کې هڅې هم ناکامې بللې وې.
یو شمیر نړیوالو سازمانونو وخت په وخت په خپلو راپورونو کې افغانستان د مخدرو موادو د ستر تولیدونکي هیواد په نوم یاد کړ، د تیر جمهوري نظام چارواکو په وار وار وویل چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې له شلو ډیرې ترهګرې ډلې فعالیت لري، دغه شان عامو خلکو او د چارو یو شمیر کارپوهانو د ملت جوړونې په برخه کې هڅې هم ناکامې بللې وې.
په تېرو دو لسیزو کې افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکوانو د حضور پر مهال له یو لک او ۵۰ زرو زیات کسان هم ووژل شول؛ چې له دې شمیر ۳۵۰۰ زیات بهرني سرتیري، له ۶۶ زرو زیات افغان ځواکونه او له ۵۱ زرو زیات ملکیان شامل وو.