له ایران نه راستنه شوې امینه چې اوس مهال د فاریاب په مرکز میمنه کې ژوند کوي وايي، په ایران کې له پنځلس کلونو استوګنې وروسته تېره میاشت هیواد ته راستنه او اوس مهال له خپل خاوند او اولادونو سره په یو کرايي کور کې ژوند کوي.
د کور کرایه زیاته ده او موږ پیسې نه لرو، خپله د سرطان ناروغي لرم، اولادونه مې واړه دي او خاوند مې هم بېکاره دی
هغې نن دوشنبه د اکتوبر ۶ مه ازادي راډيو ته وویل، په ایران کې یې ښه ژوند درلود خو افغانستان ته له راستنېدو وروسته د سرپناه د نه موجودیت له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده"موږ پنځلس کاله په ایران کې وو، هلته مو ښه امکانات درلودل، اولادونو مې زده کړې کولې او کار مو کاوه، خو دلته هیڅ امکانات نشته، د کور کرایه زیاته ده او موږ پیسې نه لرو، خپله د سرطان ناروغي لرم، اولادونه مې واړه دي او خاوند مې هم بېکاره دی، موږ له مرستندویه ادارو هیله کوو چې موږ ته د سرپنا د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي. "
د راستنو شویو ترڅنګ په کور دننه طبیعي افتونه په ځانګړي ډول زلزلو او سیلابونو هم د ډېرو افغانانو د سر سیوري ویجاړ او دوی بې کوره کړي دي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی نیک محمد چې د تېرې اګسټ په ۳۱ مه د شوې زلزلې له امله یې کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، اوس په خیمه کې ژوند کوي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل"زموږ کورونه په زلزله کې په بشپړ ډول ویجاړ شول او اوس موږ سرپناه نه لرو، دا چې اوس ژمی هم د رارسېدو په حال دی او هوا یخه شوې ده په یخ کې ژوند ډېر سخت دی، موږ له ستونزو سره مخ یو، موږ غواړو چې دایمې سرپناوې جوړې شي."
په افغانستان کې په تېرو څلورو لسیزو کې د جنګ جګړو له امله هم ګڼ کسان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي چې اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
محمد طاهر چې د جګړو له امله خپلې سیمې کابل ته بې ځایه شوی ازادي راډيو ته وویل"په ۱۳۵۹ کال کې چې په لغمان کې وضعیت ډېر خراب شوی او د ثور د اومې انقلاب راغلی وروسته کورنۍ جنګونه پیل شول، مجاهدینو ښوونځي سوزول موږ مجبور شو د زده کړو د دوام لپاره خپل کور پرېږدو او کابل ته راشو، اوس دلته په کابل کې هم ژوند سخت شوی دی، کار نشته، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، تر دا اوسه مو ژوند په ډېرې سختۍ تېریږي. "
نن د کتوبر ۶ مه د بشري استوګنې نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو تازه په دې اړه په خپل ویب پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې ګڼ خلک د بېلابیلو ناورینونو په ځانګړي ډول جنګ جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، اقلیمي بدلون او دغه راز د اقتصادي ستونزو سره امله د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړ کیږي.
دغه سازمان ویلي چې له ۶۰ سلنه ډېر کورنۍ بې ځایه شوي ښارونو ته پناه وړي او په سیمه ییزو سیستمونو فشار راوړي.
ملګرو ملتونو په خپل بیان کې دا هم ویلي چې ښارونو ته د خلکو مخه کول د ښاري ژوند پراخه او جغرافیې بدلوي.
دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د بشري استوګنې نړیواله ورځ د ټولو لپاره د ټولشموله ښارونو د جوړولو په اړه د نړیوال فکر کولو فرصت دی.
په همدې حال کې د کډوالۍ او بې ځایه شویو د برخې یو شمېر کارپوهان وايي د بیلابیلو افتونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ لنډ مهاله او اوږد مهاله مرستو ته اړتیا لري.
د سرپناه د نه موجودیت په ګډون، لوږه، بې کاري او له لومړنیو خدمتونو محرومیت د بې ځایه شویو کورنیو بنسټیزې ستونزې دي
له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډيو ته وویل"د سرپناه د نه موجودیت په ګډون، لوږه، بې کاري او له لومړنیو خدمتونو محرومیت د بې ځایه شویو کورنیو بنسټیزې ستونزې دي، دوی لنډ مهاله او اوږ مهاله مرستو ته اړتیا لري، دوی ته باید عاجلې سرپناوې برابري شي، نغدي مرستې ورسره وشي، دغه شان باید ورته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي، د دې ترڅنګ باید خپلو سیمو ته د بېرته تګ لپاره ورته زمینه سازي وشي، د دغه ستونزو د دایمې حل لپاره سوله او دایمې ثباب مهم دی، دغه شان باید نړیواله پانګونه وشي تر څو دوی ته په خپلو سیمو کې کار پیدا شي. "
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام یو این هبتات خبرداری ورکړی چې اوس مهال د راستنېدونکو لویه برخه په ښارونو کې میشت کیږي او دې کار په عامه خدمتونو او ښاري زیربناوو فشار ډېر کړی دی.
دغه سازمان پرون یکشنبه د اکتوبر ۵ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې ډېری راستنېدونکې افغانان خپل هیواد ته له ننوتلو وروسته ښاري سیمو کې میشت کیږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان آای او ایم تېر کال د ثور په میاشت کې ویلي وو چې د افغانستان نفوس په داسې حال کې په چټکۍ وده کوي چې د بې کارۍ، او ښارې کېدو له لوړې کچې سره مخ دی داسې مهال چې سرچینې کمې او د خدماتونو لپاره تقاضا لوړه ده.
ملګرو ملتونو هم تېر کال د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي تمه ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د نړۍ د اوسېدونکو شمېر ۸ عشاریه ۵ ملیارده انسانانو ته لوړ شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دغه د پام وړ وده، د ښارونو په پراختیا، د کډوالۍ په زیاتوالي، اقتصادي پراختیا، کارموندنې، عاید، بې وزلۍ، ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي پاملرنې، اوبو، خوړو او انرژۍ ته په لاس رسي منفي اغیز لري