د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۲

په افغانستان کې پر انټرنیټي خدماتو بندیز د دریمې ورځې لپاره پرځای پاتې دی


کابل ښار د سپټمبر د ۲۹ ماښام
کابل ښار د سپټمبر د ۲۹ ماښام

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په انټرنیټ بندیز چې ورسره په دې هیواد کې د موبایل خدمتونه هم ځنډېلي درېیمې ورځې ته وغځېده.

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ مازدیګر طالبانو له مخکینۍ خبرتیا پرته د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې انترنیټ پرې کړ چې ورسره مخابراتي شبکې هم غیر فعاله شوې دي.

د طالبانو دې اقدام په کور دننه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په تورخم او اسلام کلا کې یو شمېر کسانو ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې له ورځې راهیسي د افغانستان د ګمرکونو سیستمونه کار نه کوي او ورسره افغانستان ته واردات او ورنه صادارات هم په ټپه درېدلي دي.

د انټرنیټې خدماتو بندېدو په کور دننه او بهر افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

پاکستان غاړې تورخم کې یو موټر چلونکي مشرف افریدي ازادي راډيو ته وویل چې دواړو لوریو ته لسګونه په سوداګریزو توکو بار لارې بندې پاتې دي:

"د انټرنیټ د بندیدو له امله سوداګرو ته ډېر تاوان رسېدلی دی، پوله خلاصه ده خو سوداګري بنده ده، ځکه چې ګمرک بند وي نو لارېو ته د تېریدو او راتېرېدو اجازه نه ورکول کیږي، دواړو لوریو ته سلګونه ټیلرې ولاړې دي، په موټرو کې انګور او نوره تازه میوه ده چې خرابیږي او سوداګرو ته ډېر زیان رسیږي."

د خیبر پښتونخوا ایالت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا بندیز په افغانستان کې د ګمرک د سیستمونو د تړل کېدو له امله رامنځته شوی دی.

په همدې حال کې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي چې له افغانستان سره په پوله سلګونه سوداګریزې لارې بندې پاتې دي.

د ایران صدا او سیما اژانس د خراسان رضوي ولایت د دوغارون سرحدي ترمینل یوه چارواکي اسماعیل پورغاد له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې د ورځې له ۷ بجو راهیسي د افغانستان په اسلام کلا ګمرک کې د لاریو پروسس ناممکن شوی او اوس مهال لږ ترلږه ۸ سوه لارې په پوله کې بندې پاتې دي.

په راپور کې راغلي چې د دغه ګډوډۍ له امله د لاریو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

دغه ایراني چارواکي ویلي هڅه کوي چې له طالب چارواکو سره د رامنځته شویو ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي.

د هرات په اسلام کلا کې د ګمرک یوه کارکونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دی اوس مهال د ایران له انټرنیټ نه ګټه اخلي او دا چې ګمرکي سیستمونه په ټپه ولاړ دي.

نوموړي وویل چې په دې ښارګوټي کې د لومړنیو توکو په بیو کې هم لوړالی راغلی او دغه شان بانکونه او د اسعارو راکړه ورکړه او بنده ده.

د انټرنیټ د نه شتون له کبله لږترلږه ۸ سوه لارې په بندرونو کې بندې پاتې دي.

"د اسلام کلا بندر بند دی، تګ راتګ نشته، بار چلاني بنده ده، نه مال راځي او نه مال ځي، نه پوهیږو چې کله به دا سیستمونه بېرته جوړ شي، خو دلته یې ورسره بیې لوړې شوي دي، نه تیل راځي او نه خوراکي مواد، هر څه تړلي دي."

د ایراني چارواکو په خبره په نورمال ډول د اسلام کلا له لارې هره ورځ له ۶ تر ۷ سوه لارې افغانستان ته اوړي.

د طالبانو حکومت د روانې سپټمبر په ۲۹ مه په ټول افغانستان کې د نوري فایبر انټرنیټ قطع کړ.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د طالبانو د بېلابېلو سفارتونو لږ تر لږه پنځه چارواکو ازادۍ راډیو ته ویلي چې د دوی اړیکې هم خپل د بهرنیو چارو وزارت سره پرې دي.

مخکې تر دې په تېرو څو اونیو کې، د طالبانو حکومت د نوري فایبر انټرنېټ له لسو په زیاتو ولایتونو کې پرې کړی و.

ځینو طالب سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې دا اقدام د دوی مشر ملا هبت اله اخندزاده د "منکراتو د مخنیوي" په موخه کړی دی، خو د منکراتو د مخنیوي په اړه یې جزیات نه وو ورکړي.

XS
SM
MD
LG