د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۲

یوشمېر افغان د انټرنیټې خدماتو لپاره په سرحدي سیمو کې له بهرنیو سیم کارتونو کار اخلي


کابل ښار، د طالبانو بیرغ د انټرنیټ شبکو له وسایلو سره نژدې
کابل ښار، د طالبانو بیرغ د انټرنیټ شبکو له وسایلو سره نژدې

په افغانستان کې د انټرنیټ او مخابراتي شبکو د بشپړ بندیدو له امله له پاکستان او ایران سره په کرښه د پرتو یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي اړ شوي چې سرحدي سیمو ته ولاړ شي او د دې ګاونډیو هبوادونو د سیم کارتونو په کارولو سره خپلې ستونزې حل کړي.

یو شمېر کسانو چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د انټرنیټ او مخابراتي شبکو نشتوالي د دوی کاروبار ګډ وډ کړی او دوی یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

له ایران سره په پوله پروت د نیمروز یوه اوسېدونکي چې د حوالو کاروبار کوي آزادۍ راډیو ته وویل چې له ایران سره پر پوله یوې سیمې ته ځي او د ایراني سیم کارت په کارولو سره خپلې ستونزې هواروي.

موږ مجبوره یو چې د یوې اړیکې لپاره دلته له ایران سره سرحدي سیمې ته راشو.

دې صراف چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل"زه د نیمروز له سرحدي سیمې څخه تاسو سره په اړیکه کې یم. په ښار کې دننه هیڅ موبایل کار نه کوي. موږ مجبوره یو چې د یوې اړیکې لپاره دلته له ایران سره سرحدي سیمې ته راشو. له همدې ځایه له خپلو مشتریانو سره په اړیکه کې یو. حوالې اخلو او بیا بیرته خپل ځای ته ځو او له هغه ځایه حوالې اجرا کوو."

د ننګرهار یوه اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له خپلې کورنۍ سره د یوې اړیکې لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمې سیمې ته راغلي او له پاکستاني سیم کارت څخه یې ګټه اخیستې ده.

دی وايي"زه دلته له پاکستان سره کرښې ته نژدې راغلی یم، له پاکستاني سیم کارت څخه په استفادې مې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره چې په پاکستان او یا هم بهر دي اړیکه نیولې ده. په دې سیم کارت کې مې انټرنیټ فعال کړی دی. مجبور وو چې دا پاکستانی سیم کارت پیدا کړو تر څو د خپلو خپلوانو له احواله خبر شو. تېره شپه سلګونه کسان تورخم ته راغلي وو او له پاکستاني سیم کارتونو څخه په استفادې سره یې خپلې ستونزې حل کولې."

د انټرنیټي شبکو یو آنتن
د انټرنیټي شبکو یو آنتن

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی چې وایي، مور یې ناروغه وه او پاکستان ته یې انتقال کړې ده آزادۍ راډیو ته وویل چې دی اړ شوی چې د هغې د خبر اخیستلو لپاره پرون پېښور ته سفر وکړي.

"مور مې چې د سرطان ناروغي لري پېښور ته د درملنې لپاره راغلې وه، خو هلته انټرنیټ قطع شو او زموږ اړیکه ورسره پرې شوه، ډېر ورته په اندېښنه کې وم، اخر مجبور شوم پرون سهار له کوره راووتم او مخ په پېښور مې حرکت راوکړو، اوس همدلته یم او شکر مور مې هم یو څه ښه ده."

د بشري حقونو نړیوالو ډلو د انټرنیټ بندول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

په افغانستان کې د روانۍ اونۍ د دوشنبې له ماښام راهیسي انټرنیټ او ټلیفوني شبکې په بشپړ ډول بندي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د طالبانو د بېلابېلو سفارتونو لږ تر لږه پنځو چارواکو ازادۍ راډیو ته ویلي چې د دوی اړیکې هم خپل د بهرنیو چارو وزارت سره پرې دي.

مخکې تر دې په تېرو څو اونیو کې، د طالبانو حکومت د نوري فایبر انټرنېټ له لسو په زیاتو ولایتونو کې پرې کړی و.

ځینو طالب سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې دا اقدام د دوی مشر ملا هبت اله اخندزاده د "منکراتو د مخنیوي" په موخه کړی دی، خو د منکراتو د مخنیوي په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو دې اقدام په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه هم راپارولي دي.

د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو ویلي دا طالبانو دا اقدام له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

XS
SM
MD
LG