نړیوالو بنسټونو او افغانانو، په ځانګړي ډول هغو چارواکو او سیاستوالو چې له هېواده بهر مېشت دي، د طالبانو له خوا د انټرنېټ پرېکولو اقدام ته پراخ غبرګون ښودلی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۳۰مه په یوه اعلامیه کې لیکلي، د انټرنېټ پرېکول یو نا سنجول شوی اقدام دی او دا به د مرستز رسونې بهیر او روغتیایي او تعلیمي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړي.
د انټرنېټ بشپړ بندېدل د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي، او طالبان باید سمدستي انټرنېټ بېرته وصل کړي
دغه سازمان زیاته کړې چې طالبان د معلوماتو د اطلاعاتي جریان په تړلو سره هڅه کوي د بشري حقونو سرغړونې پټې وساتي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، له هغه وخت راهیسې چې نجونو له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوې، انټرنېټ ورته د زدهکړې یوازینی فرصت دی، او پرېکول به یې د دوی د زدهکړې بهیر ګډوډ کړي.
د بخشنې نړیوال سازمان دا هم ویلي چې د انټرنېټ بشپړ بندېدل د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي، او طالبان باید سمدستي انټرنېټ بېرته وصل کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار بنسټ هم ویلي چې د طالبانو لهخوا په سراسري ډول د انټرنېټ بندېدل د افغانستان د بشري حقونو لپاره ډېرې جدي پایلې لري.
دغه بنسټ په خپل اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ پرېکول د ازادو معلوماتو جریان او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی محدودوي، او ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کېږي.
د بشري حقونو څار بنسټ هم د انټرنېټ د ژر بیا وصلېدو غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبان غواړي د انټرنېټ په پرېکولو سره د میلیونونو افغانانو غږ غلی او په خبره یې خپل «جنایتونه» پټ وساتي.
هغه دا اقدام د خلکو او د افغانستان او پرمختګ سره دښمني بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتني چې غلې پاتې نه شي.
نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د طالبانو لهخوا د انټرنېټ او مخابراتو پرېکول د طالبانو د ناپوهۍ لوی نښه ده، او همدارنګه د دوی د وېري څرګندونه کوي چې خلک، په ځانګړي ډول د افغانستان ځوان نسل، د پوهاوي او د ټکنالوژۍ له معلوماتو سره بلد نشي. طالبان غواړي د خپل دغه عمل له لارې د افغانستان ولس له علم او معاصرې ټکنالوژۍ لرې وساتي او هېواد د تمدن او پرمختګ له کاروانه بېل او څنډې ته کړي."
افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د سې شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۳۰مه، په خپله اېکس پانه (پخوانی ټویټر) لیکلي، د طالبانو مشرتابه د انټرنېټ د پرېکولو امر صادر کړی، خو په خبره یې، په دې اړه یې هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړی.
هغه ویلي چې ان د طالبانو خپل وزیران هم حیران پاتې شوي او نه دي توانېدلي د افغانستان د سوداګریزې برخې مشرانو او د بهرنیو چارواکو پوښتنو ته ځواب ورکړي چې ولې یې دا پرېکړه کړې او راتلونکی ګام به څه وي.
خلیلزاد زیاته کړې چې دې اقدام د اړیکو په بهیر کې ګډوډي، د بانکي چارو او پيسو په لېږد کې ستونزې او په الوتنو کې ځنډ رامنځته کړی، لګښتونو یې ډیر کړي، او د روغتیایي خدمتونو د کمزوري کېدو لامل ګرځېدلی.
طالبانو د نوري فایبر او ۳G او ۴G انټرنېټ په پرېکولو سره د عصري ژوند لاسته راوړنې له خلکو واخیستې، او د تمدن پر تابوت یې وروستی مېخ وواهه
په تیر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل ویلي، د انټرنېټ پرېکول یوازې یو فني تصمیم نه دی، بلکې دا ښيي چې طالبانو دین او ایدیولوژي د ازادۍ د ځپلو او د واک د ټينګښت وسیله ګرځولې ده.
خبریال او سیاسي شنونکی سمیع یوسفزي، ویلي طالبانو د نوري فایبر او ۳G او ۴G انټرنېټ په پرېکولو سره د عصري ژوند لاسته راوړنې له خلکو واخیستې، او د تمدن پر تابوت یې وروستی مېخ وواهه.
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت، چې د تېر جمهوري نظام د چارواکو لهخوا اداره کېږي، په یوه اعلامیه کې ویلي، د انټرنېټ پرېکول د بیان پر ازادۍ او د افغانستان پر نړیوالو اړیکو مستقیم برید دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان له ولسي پاڅون او د خلکو له پوهاوي وېرېږي، خو د اعلامیې په ټکو دا اقدام به د انزوا پر ځای، د خلکو غوسه او مدني مقاومت لا پیاوړی کړي.
د افغان ښځو د فعالانو د همغږۍ بنسټ ویلي چې طالبانو د انټرنېټ په پرېکولو سره خلک له نړۍ څخه جلا کړي او د ښځو او نجونو د زدهکړې او اړیکو فرصتونه یې له منځه وړي دي.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د انټرنېټ د ژر بیا وصلېدو لپاره پر طالبانو فشار راوړي، او ټینګار یې کړی چې افغانستان له نړۍ بېلول یوازې سانسور نه دی، بلکې «د ژوند، کرامت او بقا پر وړاندې برید» دی.
د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم د سې شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۳۰مه، په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو جریان باید سمدستي بېرته عادي شي.
په افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې د دوشنبې له مازدیګر، د میزان له ۷مې نېټې، په سرتاسري ډول پرې شوي او د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دیي ویلي.
د طالبانو د بېلابېلو سفارتونو لږ تر لږه پنځه چارواکو ازادۍ راډیو ته ویلي چې د دوی اړیکې هم خپل د بهرنیو چارو وزارت سره پرې دي.
مخکې تر دې په تېرو څو اونیو کې، د طالبانو حکومت د نوري فایبر انټرنېټ له لسو په زیاتو ولایتونو کې پرې کړی و. ځینو طالب سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې دا اقدام د دوی مشر ملا هبت اله اخندزاده د "منکراتو د مخنیوي" په موخه کړی دی.