د پاکستاني چارواکو په وینا نن سې شنبې د کوټې په جنوب لویدیځ کې د پوځ د مرکزي دفتر مخې ته ځان مرګی برید وشو.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یوه وینا کې چې د تلویزیون له لارې خپره شوه، وویل چې له دې چاودنې وروسته یوشمیر وسله والو د پوځ پر مرکز ډزې پيل کړې.
سرفراز بګټي زیاته کړه چې ځانمرګي له چاودیدونکو موادو ډک پیک اپ ته چاودنه ورکړه.
د بلوچستان روغتیا وزیر بخت کاکړ وویل چې برید کوونکو لس تنه وژلي دي چې پکې ملکیان هم شته او درې دیرش تنه نور د دې حملې په ترڅ کې ټپيان شوې دي. فرانس پریس اژانس د وژل شویو پوځیانو شمیر څلور یادوي او څرګندوي چې شپږ تنه نور ملکیان دي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. خو په بلوچستان کې بلوچ یاغیان د دوی بیلابیلې ډلې او تحریک طالبان فعاله دي.
اسلام اباد تور پورې کوي چې هند په بلوچستان کې د یاغیانو ملاتړ کوي، نوی ډیلی دا تور ردوي.
په بلوچستان کې ناامنۍ په وروستیو کلونو کې په زیاتیدو دي. د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټوټ د راپور له مخې پروسږکال په پاکستان کې پنځه سوه یو ویشت ترورستي بریدونه شوې و او سږکال تر اوسه پنځه سوه اووه شپيته حملې شوې دي.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو د دفتر مشر امیر رعنا فرانس پریس اژانس ته وویل چې سږکال خصوصا په بلوچستان کې بریدونه زیات شوې دي.