د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۵

له زده کړو او کار محرومو یو شمېر نجونو د ګنډلو صنعت ته مخه کړې


ارشیف
ارشیف

له زده کړو او کار ځینې راګرځول شوې نجونې او ښځې وایي چې د رواني ارامښت او د کورنۍ اقتصاد سره د مرستې لپاره یې لاسي صنایعو ته مخه کړې ده. دوی وایي، محدودیتونو یې ژوند سخت اغېزمن کړی، خو هیله څرګندوي چې د لاسي صنایعو په برخه کې په فعالیت کولو سره غواړي له اوسنیو کړاونو سره مبارزه وکړي.

له زده کړو او کار ځینې راګرځول شوې نجونې او ښځې وایي چې د رواني ارامښت او د کورنۍ اقتصاد سره د مرستې لپاره یې لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم دې محدودیتونو یې ژوند سخت اغېزمن کړی، خو هیله څرګندوي چې د لاسي صنایعو په برخه کې په فعالیت کولو سره غواړي له اوسنیو کړاونو سره مبارزه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکې ۱۷ کلنه ثنا د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکې وه چې د طالبانو حکومت لخوا له زده کړو راوګرځول شوه.

ثنا وایي چې دې له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغاني کلتوري جامو لپاره د مریو او ائینو جوړولو کار پیل کړی او په دې ډول یې ځان او خپلې مور ته له رواني اړخه بوختیا برابره کړې ده: "له تېرو دوو کلونو راهیسې د مریو او ائینې د ګنډولو برخه کې کار کوم چې په ورځ کې تر خپلې وسې پورې کله سل که ۵۰ دانې ائینې او مرۍ ګنډم، ما سره مو سیمه کې نورې نجونې او کور کې مې مور راسره په دې مریو ګنډلو بوختې دي، دا کار موږ بوختې ساتي او له هر ډول روحي رواني ناروغیو نه مو په امان کې ساتي."

د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې او د زده کړو له محدودیته مخکې د کابل طبي پوهنتون محصلې زهرا هم ازادي راډیو ته وویل چې د لاسي صنایعو، افغاني جامو او ځینو نورو کلتوري وسایلو د جوړولو په برخه کې په فعالیت سره یې نه یوازې ځان، بلکې ۵ نورو نجونو او ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

زهرا وایي د مهر بیوتیک په نوم کارګاه کې یې هغه ښځې هم په کار بوختې کړي چې وړاندې یې په نړیوالو سازمانونو او مؤسسو کې کار کاوه: "دې کار ما او ماسره د نورو بوختو مېرمنو اقتصاد ته ډېره ګټه کړې، کله چې طالبانو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه ولګول، موږ دا فعالیتونه پیل کړل، ما سره یوه خیاطه مېرمن هم کار کوي چې وړاندې یې له یو سازمان سره کار کاوه، خو چې طالبان راغلل هغه سازمان یې وتاړه، د دې فعالیتونو په پیلولو مې اوس ژوند کې د هغو وختونو په پرتله ډېر توپیر راغلی چې طالبانو پر موږ محدودویتونه ولګول، که څه هم اوس هم ستونزې شته، خو حد اقل یو هدف لرم او هڅې کوم."

د کابل د دشت برچي سیمې یوې اوسېدونکې مېرمنې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، وایي تر دې وړاندې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، په خبره یې ۹ میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت لخوا له کاره د لیرې کولو وروسته، د خامک ګڼدلو برخه کې یې کار پیل کړ.

خو دې یوازې کابل کې نه، بلکې په خبره یې په جاغوري او بامیانو کې هم د خامک ګڼدلو په برخه کې تر ۶۰ زیاتې ښځې بوختې کړې دي: "موږ هزاره ګي جامې ګنډو، نورې ښځې هم شته، په یوه جوړه کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو ګټه کوو، یوې مېرمنې ته یې جاغوري ته هم استوم، هغه یې بیا هلته په ګڼو نورو ښځو وېشي، موږ چې دوی ته ۶۰ جوړې جامې (خامک) ګنډلو ته واستوو، هلته یې ۶۰ ښځې ګنډي، ډېره ښه ګټه کوي، بامیانو کې یې هم وېشو، بیا چې دلته (کابل) ته یې راوړي موږ یې پر دکاندارانو پلورو چې هر جوړه کې تر زرو افغانیو ګټه کوو."

دې مېرمنو او نجونو داسې وخت لاسي صنایعو ته مخه کړې چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو، پوهنتونونو او ان طبي انستیتونو کې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لګولي او په اکثرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې هم ښځې له کاره راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د روان کال په مې میاشت کې په راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ښايي تر ۲۰۲۶ کال پورې د دغه هېواد اقتصاد ته ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان ورسوي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د اکپس سازمان په حواله خپور کړي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو له امله د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ښځو له خوا د ثبت شویو کاروبارونو شمېر څلور چنده زیات شوی دی.

د راپور په ټکو، د غیر جواز لرونکو سوداګریو شمېر چې د مېرمنو لخوا پر مخ وړل کېږي له دوه چنده ډېر اټکل شوی دی.

که څه هم په راپور کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د ټولو ښځینه کارکوونکو او سوداګرو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په ټکو یې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې په ټول افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د کار و بارونو شمېر ۴۲۰ زره دی.


XS
SM
MD
LG