د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۹

اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت یوشمیر مخالفه سیاسي او پوځي څیرې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي


داسې مهال چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې ظاهراً یو وار بیا ترینګلې شوي، په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د مخالفو افغان سیاسي څېرو، فعالانو او معترضو مېرمنو ځنډول شوې ناسته پیل شوه.

دا دوه ورځنۍ ناسته د سوېلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SASSI) په کوربتوب او د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په مشرۍ د افغانستان لپاره د ښځو (WFA) بنسټ په همکارۍ ترسره کېږي.

که څه هم فوزیه کوفي د دې ناستې په اړه د ازادي راډیو د پوښتنو په ځواب کې په لیکلې بڼه یوازې دومره وویل چې د غونډې د جزئیاتو په اړه یوه ګډه اعلامیه خپروي، خو نوموړې نن دوشنبه د یادې غونډې له پیلېدو سره هم مهاله په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه ناستې "ګډونوال نارینه او ښځې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحثونه کوي".

هغې وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت "په ځانګړې توګه د ښځو لپاره" د زغملو نه دی.

فوزیه کوفي دا هم لیکلي چې په دې ناسته کې په ګډون خوښه ده او دا چې دغه ناسته افغان ښځو او نارینه استازبو ته د هېواد د راتلونکې په اړه د نظرونو شریکولو ته زمینه برابروي.

بحثونه په دې وشول چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ضد سیاسي فعالیتونه څنګه ګړندي کېدای شي

اغلې کوفي په افغانستان کې د یوه داسې نظام په جوړېدو ټینګار کړی چې د خلکو حقونه په‌ کې خوندي وي او دوی په‌ کې د پرېکړو حق ولري. د نوموړې په ټکو د یوه داسې نظام په رامنځته کېدو کې د پاکستان هڅې د پام وړ مهمې دي.

د ناستې یو ګډون وال چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې نن تر ډېره بحثونه په دې وشول چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ضد سیاسي فعالیتونه څنګه ګړندي کېدای شي او دغه راز د طالبانو ضد سیاسیون څنګه باید منجسم شي.

دغه غونډه د بندو دروازو تر شا روانه ده او خبریالانو ته د ناستې ځای ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي چې غونډه دولتي نه ده، بلکې د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات د څېړنیز مرکز له خوا پلان شوې، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد مخکې تر دې ادعا کړې وه چې دا غونډه د پاکستان استخباراتي ادارې رابللې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان مخکې ویلي و چې دا غونډه د دوی په حکومت پورې اړه نه لري او د یوې خپلواک بنسټ لخوا تنظیم شوې.

که څه هم په دې ناسته کې د ګډونوالو په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي، خو هغه عکسونه چې نن له دغې غونډې په خبري او ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي په کې ښکاري چې پر فوزیه کوفي سربېره د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، د ننګرهار پخوانی مرستیال والی او د نوي بنسټ سیاسي ګوند مشر احمد الله علیزی، د ولسي جرګې یو شمېر غړي او په جنیوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه د دې ناستې ګډونوال دي.

ښاغلي اندېشه ویلي په تېره نږدې نیمه لسیزه کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د لوړو ژورو شاهدې پاتې شوي چې له امله یې په دواړو هېوادونو کې افراطیت ته لاره هواره کړې او دغه افراطیت سیمه او نړۍ اغېزمنوي.

نوموړي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نن دوشنبه سهار وخته یې په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې "له تېرو باید زده کړه وشي او داسې نوی فصل پرانیستل شي چې پر متقابلو ګټو، سوداګرۍ او ټرانزیټ ولاړ وي او وکولای شي د یو روښانه راتلونکې لپاره لاره هواره کړي".

نوموړي له دې وړاندې ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه ناستې په اړه ویلي و چې په هرې هغه مدني او ډیموکراتیکه ناسته کې ګډون کوي چې له اوسني وضعیته د وتلو هڅه په کې کېږي.

ټاکل شوې وه چې دا غونډه د اګسټ په وروستیو کې ترسره شي، خو د راپورونو له مخې د سفر د اسنادو، ویزو او ګډونوالو سره د ستونزو له امله وځنډول شوه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې غونډې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هغه مهال د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو په ۱۰۶مه کلیزه په یوې غونډه کې دغه ډول ناستو ته په اشارې ویلي و چې ګاونډي هېوادونه باید پوه شي چې دوی ته ستونزو د جوړولو پر مهال دوی هم ارامه نه شي پاتې کېدای.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ظاهرا ترینګلې شوې دي.

د پاکستان صدراعظم د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه په بنو کې د پوځ په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت باید د دوی د مخالیفنو د ملاتړ او د پاکستان د حکومت ترمنځ یو انتخاب کړي.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې پاکستان دې د خپلې ناکامۍ لپاره افغانستان نه ملامتوي.

XS
SM
MD
LG