په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د مخالفانو او یوشمېر نورو افغان سیاستوالو او فعالانو دوه ورځنۍ غونډه روانه ده.
د غونډې یوې ګډونوالې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي نن دوشنبه ( د تلې ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " ګډونوال نرینه او ښځې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحثونه کوي".
هغې وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت " په ځانګړې توګه د ښځو لپاره" د زغملو نه دی.
په اسلام اباد کې د ازادۍ راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وایي، غونډه د بندو دروازو تر شا روانه ده او رسنیو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
میرمن کوفي لیکلي افغانستان لپاره داسې نظام ته اړتیا ده چې پریکړو کې یې ولس ونډه ولري او د ټولو حقونو ته په کې درناوی موجود وي.
هغې لیکلي، دغه هدف ته د رسیدو په برخه کې پاکستان د دوی " حیاتي" ملګری دی.
که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي چې غونډه دولتي نه ده، بلکې د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات د څیړنیز مرکز له خوا پلان شوې، خو امریکایي سیاستوال زلمي خلیلزاد ادعا کړې چې د پاکستان استخباراتو غونډه وربللې ده.