د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۰

په پاکستان کې افغان کډوال د کمپونو تړلو ته سخت اندیښمن دي


د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو په کمپیونو کې میشت یو شمېر افغانان وايي د دغه کمپونو د تړلو په اړه د پاکستان حکومت پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې د افغان کډوالو په کمپ کې میشت عبدالصمد وايي د پاکستان وروستۍ پرېکړې دغلته میشت افغان کډوال سخت اندېښمن کړي دي.

دی وايي درې ورځې وړاندې په دې کمپ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري دفتر تړل شوی او چارې یې د پاکستان حکومت ته سپارل شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل که څه هم دوی ته له سیمې د وتلو لپاره خبرداری نه دی ورکول شوی خو په خبره یې ویل کیږي چې پاکستان په دې هیواد کې د افغان کډوالو لپاره د جوړو شویو پنډغالو د لمنځه وړلو پرېکړه کړې ده. "خلک ټول ډېر سخت اندېښمن دي، ټول کډوال همدا اوس هڅه کوي چې موټرې پیدا کړي او افغانستان ته ستانه شي، ځکه خلک نه غواړي چې کومه بې عزتي یې وشي، که څه هم موږ ته رسمي خبرداری نه دی راکول شوی او نه پولیس راغلي چې ووايي باید نور لاړ شئ، له دې مخکې به راتلل خو اوس مو یوازې د رسنیو له لارې اورېدلي دي چې کمپونه تړل کیږي خو خلک ډېر اندېښمن دي."

عبدالصمد دا هم وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسي له هریپور کمپ د افغان کډوالو د وتلو بهیر تېز شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د اکوړه خټک د کډوالو په کمپ کې میشت شیر خان هم له ورته اندېښنې سره مخ دی.

نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې له دې هیواده د وتلو لپاره وخت ورکړل شي. "ویل کیږي چې سر له سبا په کمپونو باندې برښنا قطع کیږي، ښوونځي او روغتونونه تړل کیږي، نو دلته افغان کډوال په سختو ستونزو کې را ایسار دي، له یوې خوا ټرانسپورت نشته، مخکې به چې یو موټر په یو لک روپۍ تللو اوس هغه درې یا درې نیم لکه روپۍ غواړي، موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې موږ ته د وتلو لپاره وخت راکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تازه د جبرې ستنونې د بهیر د یوې برخې په توګه په خیبر پښتونخوا، پنجاب ایالتونو او د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د ۱۶ کمپونو د تړلو خبرداری ورکړل شوی دی.

دا خبرداری د پاکستان د ایالتونو او د سرحدي چارو وزارت له لوري د سپتمبر په ۲۵مه په یوه رسمي لیک کې صادر شوی دی.

هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او هغه کسان چې په سختو بشري شرایطو کې دي، باید د جبري ستنېدو له بهیره خوندي شي

د ډان په ګډون د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډیری دا کمپونه د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې هغه وخت جوړ شوي وو چې افغان کډوالو د شوروي اتحاد له یرغل وروسته په پاکستان کې پناه یوړه، او په لسګونو زره کډوال په کې ژوند کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) ویاند قیصر خان افریدي ډان ورځپاڼې سره خبرو کې د دې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، هغه افغان کډوال چې له کلونو راهیسې په دې کمپونو کې ژوند کوي اوس پر خپل ژوند د دې پریکړې د پایلو په اړه سخت ناهیلي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او هغه کسان چې په سختو بشري شرایطو کې دي، باید د جبري ستنېدو له بهیره خوندي شي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د سرتاسري شورا مسولین وايي په دې هیواد کې دا مهال لږ تر لږه د افغان کډوالو ۴۲ لوی او واړه فعال کمپونه شته چې سلګونه زره د پې اور ار او افغان تابعیت کارت لرونکي کډوال په کې ژوند کوي.

د دې شورا ریس بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل، ښايي پاکستان د دغه کمپونو د تړلو د پرېکړې په دوام دغلته په کډوالو د برېښنا او ښوونځیو په ګډون هر ډول اسانتیاوې بندې کړي: "اول خو به په دې کمپونو کې اینجیو ګانې ختمې شي، یانې مرستې به قطع شي، بل ښايي حکومت پرې برېښنا او اوبه بندې کړي، او اسانتیاوې ترې واخلي، دلته کمپونه هم دوه ډوله دي، یو یې په شخصي ځمکو کې دي چې افغانان یې کرایه ورکوي او بل یې په دولتي ځمکو کې جوړ دي، نو تر ډېره به فشار په هغه کمپونو وي چې په دولتي ځمکو کې جوړ دي، او دوی به غواړي چې دا سیمې خالي کړي."

نوموړي وویل که څه هم په دې کمپونو کې د میشتو افغان کډوالو شمېر په ښارونو کې د افغان کډوالو په پرتله کم دی خو په خبره یې پراخ کاروبارونه لري او د پاکستان دا پرېکړه به یې په ژوند سخت اغیز ولري.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د کمپونو د تړلو د پرېکړې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر د طالبانو حکومت له پاکستان غوښتنه کړې چې افغان کډوال دې په تدریجي او باعزته ډول خپل هیواد ته ستانه کړي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او د راپورونو له مخې، تر اوسه یې نږدې دوه میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو له خوا د افغانانو د جبري ایستلو د بهیر بندولو لپاره پرله پسې غوښتنې کړي، خو دغه هېواد تر اوسه دا غوښتنې نه دي منلي او هره ورځ په زرګونو افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته استوي.

XS
SM
MD
LG