په پاکستان کې سبا دوشنبه د طالبانو د حکومت د یوشمېر سیاسي او پوځي مخالفانو غونډه جوړیږي.
د ازادۍ راډیو مشال څانګې لیکلي دغه دوه ورځنۍ غونډه په اسلام اباد کې د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انستیتیوت (SASSI) له خوا جوړېږي.
تراوسه غونډه کې د ګډون کوونکو افغان سیاستوالو نومونه اعلان شوي نه دي، خو مخکې داسې ویل شوي چې د ښځو یوشمېر فعالانو، د ملي مقاومت په نوم جبهې مشرتابه او یوشمېر نور پخواني جهادي مشران وربلل شوي.
پخوا تر دې ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د اګست په ۲۵مه او ۲۶مه جوړه شي، خو هغه مهال د جنوبي اسیا د څيړنو دغه انستیتیوت وویل چې غونډه د له ښه نظم او ترتیب په هدف ځنډوي.
هغه مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي و چې یوشمیر خواله رسنیو دا غونډه لویه ښکاره کړې ده خو په حقیقت کې د پاکستان دولت د دې غونډې رسمي کوربه نه دی او د هغې په پلان جوړیدو کې هیڅ ډول نقش نه لري.
هغه مهال ټاکل شوې وه چې د افغان طالبانو د حکومت شپږ دیرش مخالفې سیاسي څیرې، مدني فعالان، د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د عالي شورا غړي، همداراز د سولې او عدالت د ملي حرکت یوشمیر استازي غونډې ته بلل شوي دي.
د دې غونډې تنظیمونکو ویلي دي چې دوی به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او یوشمیر سیاسي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.