د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۰

په ملګرو ملتونو کې دوشنبه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه بحث کېږي


د ملګرو ملتونو د غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د غونډې یو انځور

ټاکل شوې ده چې سبا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان او نړیوال متخصصین په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه بحثونه وکړي. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي او افغان ډیپلوماتان ګډون کوي او د عدالت د ټینګښت او د طالبانو د حساب ورکولو لپاره لارې چارې لټوي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا ناسته " حذف شوي خو هیر شوي نه دي" په سرلیک سره پيلیږي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق به هم په دې ناسته کې برخه واخلي.

د استرلیا او کاناډا په ګډون یونان، چیلي، هالنډ، لوګزامبورک، البانیا او د بشري حقونو یو شمېر سیمه ییز او نړیوال بنسټونه د دې ناستې ملاتړ کوي.

یو شمېر افغان نجونې او میرمنې وايي تمه لري چې دا ناسته به یوازې په بیانونو او اعلامیو بنسنه ونه کړي او لږ ترلږه د دوی د حقونو په برخه کې عملي اقداماتو ته لاره هواره کړي.

له زده کړو یوې محرومې شوې نجلې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

«دا چې له افغانستانه بهر لا هم یو شمېر خلک د افغان میرمنو د حقونو او عدالت غوښتنې هڅه کوي دا زموږ لپاره یوه لویه هیله ده، زه تمه لرم چې دا ناسته یوازې د یوې اعلامیې او بیان په خپرولو پای ته ونه رسیږي بلکې باید د افغان میرمنو واقعي ملاتړ ته وشي او هیله لرم چې دا ناسته د افغان ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون لامل شي.»

دا ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د افغانستان په اړه له دوه نورو ناستو وروسته ترسره کیږي.

د نړیوالو چارو یو شمېر پوهان باور لري چې دا ناستې د افغانستان د وضعیت لپاره اغیزمنې دي خو دا چې دا هیواد اوس مهال د نړیوالې انزوا او نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی نو د دغه ناستو اغیز به محدود پاتې شي.

د سولې او جګړې د مطالعاتو په مرکز کې ارشد څېړونکي او د نړیوالو اړیکو کارپوه حکمت الله اعظمي ازادي راډيو ته وویل:

«په دې کې شک نشته چې د دغه ډول ناستو دوام یو ګټور او ښه اقدام دی، تر څو له مخې یې افغانستان له نړیوالو هیر نه شي، خو دا هم باید ومنو چې د دې ناستو پایلې په نږدې وخت کې کوم بدلون نه شي راوستی.»
حکمت الله اعظمي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د تېرې جمعې په ورځ د سپټمبر ۲۶ مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې د ښځو اړوند د طالبانو پالیسۍ نه یوازې افغان مېرمنې زیانمنوي بلکې په دې هېواد کې تاوتریخوالی هم پراخوي.

نوموړي ویلي وو دا پالیسي ښايي د افغانانو په څو نسلونو کې، په تېره بیا په نارینه وو او هلکانو کې د تاوتریخوالي خطرناکه ایډیالوژي پراخه کړي.

د دې غونډې ګډونوالو چې افغان فعالان، پخواني سیاستوال او یوشمېر بهرني ډپلوماټان وو، د طالبانوله حکومت یې وغوښتل چې د نجونو پر تعلیم لګېدلی بندیز لیرې کړي او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانانو اساسي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ناستو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي د شریعت پر بنسټ د نجونو او میرمنو په ګډون د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي، داسې مهال چې له تېرو څه دپاسه څلورو کلونو راهیسي دوی له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې تړلي او د کار په ګډون یې په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو دا محدودیتونه په وار وار په کور دننه او په نړیواله کچه غندل شوي خو طالبانو نه یوازې په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی بلکې په ښځو یې د محدودیتونو پراخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG