د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ: ایا په افغانستان کې خلک بشپړ له دغه حق څخه برخمن دي؟


د د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې معلوماتو ته لاسرسی د هر انسان د حق په توګه یو منل شوی اصل دی او د معلوماتو موندلو، ترلاسه کولو او خپرولو په برخه کې بېلابېل پرمختګونه شوي، افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسولین ادعا کوي چې دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې معلوماتو ته لاسرسی ورته خورا سخت شوی او له جدي سانسور سره مخ دي.

په کابل کې د یوې خصوصي کورنۍ رسنۍ خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه لا هم افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه نه ده حل شوې. په ځینو برخو کې طالبان ښه معلومات شریکوي، خو هغه -هغه برخې وي چې غواړي د رسنیو له لارې ځان ته پرې تبلیغ وکړ. د طالبانو ویندویان او چارواکي تل خبریالانو سره ناستو کې ټینګار کوي چې دوی ته تبلیغ وشي، خو هغه اصلي او مهمو معلوماتو ته چې خلک، خبریالان او رسنۍ ورته اړتیا لري او د دوی نیمګرتیاوې چې باید رسنۍ یې نشر کړي تر څو دوی ورته متوجه شي، طالبان هېڅ زړه نه ښه کوي چې دا معلومات له رسنیو سره شریک کړي."

بامیانو کې د یوې نړیوالې رسنۍ ښځینه خبریالې چې دې هم د ورته ستونزې له امله وغوښتل راپور کې یې خپل او د رسنۍ نوم خپور نشي، ازادي راډیو ته وویل: "اوسني واکمنان هېڅ ډول معلومات، هغه که امنیتي، نظامي، سیاسي، فرهنګي، مدني، ادبي یا هره بله مسله چې د دې ډلې غړیو پورې تړلې وي، حاضر نه دي چې د افغانستان خلک ورته لاسرسی ولري او یا یې هم کورنیو یا بهرنیو رسنیو سره شریک کړي. زه، زما همکاران او هم مسلکان د سرچنیو او کره معلوماتو د تر لاسه کولو په برخه کې سخت د دې ډلې لخوا له ستونزو سره مخ یو."

دا یوازې خبریالان نه دي، بلکې د ځینو رسنیو مسئولین هم له ورته وضعیته شکایت کوي.

هېڅ چارواکی یا هېڅ اداره پر وخت رسنیو ته معلومات نه ورکوي

د افغانستان په جنوب ختیځې حوزه کې د یوې رسنۍ مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیوسره خبرو کې ادعا وکړه چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزې تر څنګ دوی له جدي سانسور سره هم مخ دي:

"اوسني وخت کې معلوماتو ته د رسنیو او خبریالانو لاسرسی خورا ستونزمن دی. هېڅ چارواکی یا هېڅ اداره پر وخت رسنیو ته معلومات نه ورکوي. که چېرې ځینې معلومات هم ورکړي هغه په جدي توګه سانسوروي. «په دې حالت کې» موږ د تیارو په لور روان یو. باید یوه مناسبه او د حکومت په چوکاټ کې د ټولو په مشورو کړنلاره رامنځته شي او د بیان پر ازادۍ دې نور محدودیتونه نه لګول کېږي."

یوناما وایي، معلوماتو ته د افغانانو لاسرسی محدود شوی، د خبریالانو ملاتړي بنسټونه هم ورته اندیښنه لري

دا شکایتونه داسې مهال دي، چې نن د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه وايي چې معلوماتو ته لاسرسی د شفاف، مشارکتي او حساب ورکوونکي حکومتولۍ بنسټ دی.

هرڅوک حق لري چې معلومات وغواړي، ترلاسه او خپاره یې کړي

دغه سازمان د دې ورځې په اړه په خپله وېب پاڼه لیکلي، باخبره وګړي کولای شي باخبره پریکړې وکړي.

د ملګرو ملتونو په ټکو، معلوماتو ته د لاسرسي د ورځې نمانځلو موخه دا ده چې هرڅوک حق لري چې معلومات وغواړي، ترلاسه او خپاره یې کړي.

دغه سازمان دا حق د بیان د ازادۍ د حق یوه نه بېلېدونکې برخه بللې او زیاته کړې یې ده چې رسنۍ په ټولنو او هېوادونو کې د علاقې اړوند مسایلو خپرولو او د خلکو خبرولو کې مهمه ونډه لري، خو په دې شرط چې اړوندو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د خبریالانو او رسنیو ځینې ملاتړي بنسټونه هم په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی په نشت حسابوي او د دې وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکوي، که دا وضعیت دوام ومومي، دغه هېواد به د بیان ازادۍ له اړخه نور هم شاتګ وکړي.

له دې ډلې د افغانستان له رسنیو د ملاتو سازمان (اې ام اس او) مشر حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل: "زما په اند اوسنی نظام استبدادی نظام دی. له همدې امله معلوماتو ته لاسرسی له ډېرو ستونزو سره مخ شوی. تېرو څلورو کلونو کې پر خبریالانو او رسنیو ګڼ محدودیتونه لګول شوي چې تر ټولو زیان یې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې دی. تر څو چې طالبان په واک کې وي او دا استبدادي نظام وي، په دې برخه کې به محدودیتونه ورځ بلې ته زیاتېږي."

د ملګرو ملتونو سازمان په ټکو، معلومات ځواک دی، له همدې امله، معلوماتو ته لاسرسی د لوستو، سالمو او ټولګډونه ټولنو بنسټ بلل کېږي.

دا چې معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی، پایلې به یې دا وي چې خلک به تر دې هم ډېر تیارو ته ټېل وهل شي

خو په افغانستان کې چې ادعا کېږي خلک په ځانګړي ډول خبریالان او رسنۍ معلوماتو ته لاسرسی نه لري، پایلې څه کیدای شي او له دې حالته وتل څنګه ممکن دي؟

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمیټې مسوولې سمیې ولي زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا چې معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی، پایلې به یې دا وي چې خلک به تر دې هم ډېر تیارو ته ټېل وهل شي. د دې وضعیت د بهترۍ لپاره، د رسنیو قانون منل او اجرا کول کولای شي، مثبت تاثیرات ولري. معلوماتو ته د لاسرسي قانون معلوماتو ته د خلکو، خبریالانو او رسنیو لاسرسی تظمینولای شي."

هڅه مو مو کړه په دې په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو، اندېښنو او غوښتنو په اړه د طالبانوحکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځواب هم ولرو خو ویاند یې خبیب غفران او هم د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې په څو ځلي ویلي چې دوی د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي.

د یادونې ده چې د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ په ۲۰۱۵ کال د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو له‌ خوا په دې نوم ونومول شوه خو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠١٩م کال کې تصویب کړه.

د دې ورځې له نومولو او نمانځلو موخه، د بشري حقونو او انساني کرامت وده، د بې‌وزلۍ له منځه وړل او د ځواکمنو ټولنو رامنځته کول هم ښودل شوي دي.


XS
SM
MD
LG