د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۳

په هند کې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې د ګڼې ګوڼې له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شول


Dozens killed in political rally stampede in India
Dozens killed in political rally stampede in India

د هند په تامیل نادو ایالت کې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او له پنځوسو ډېر نور ټپیان دي.

رویټرز خبري آژانس د تامیل نادو د اعلی وزیر ام- کې ستالین له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، دا غونډه د ویجی په نوم د تامیل فلمونو د لوبغاړي په مشرۍ د سیاسي ګوند له خوا رابلل شوې وه.

د تامیل فلمونو تر ټولو مشهور لوبغاړی ویجی په ۲۰۲۴ کال کې خپل ګوند جوړ کړ.

ستالین خبریالانو ته ویلي دي چې د ۳۹ کسانو مړینه تایید شوې ده چې په دوی کې ۱۷ ښځې، ۱۳ نارینه، ۵ نجونې او ۴ هلکان شامل دي.

د نوموړي په وینا په پېښه کې ۵۱ کسان ټپیان شوي دي چې ۲۶ نارینه او پاتې ۲۴ ښځې دي او اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

له دې مخکې په پارلمان کې د دې ایالت استازي سنتیل بالاجي ویلي و، چې ۵۸ کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

ویجی په تېرو دریو لسیزو کې د تامیل فلمونو تر ټولو مشهور لوبغاړی دی چې په ۲۰۲۴ کال کې د خپل ګوند له تاسیس راهیسې یې تل خپلې غونډې د ګڼو خلکو په ګډون جوړې کړې دي.

د ویجی په مشرۍ ګوند د صدراعظم نریندر مودي د بهارتیا جاناتا او په تامیل نادو کې د یوه بل ګوند پر وړاندې انتخاباتي کمپاین کوي او د راروان ۲۰۲۶ کال د انتخاباتو لپاره یې کمپاینونه پیل کړي دي.


پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې زرګونه کسان د یوه لوی موټر پر شاوخوا چې ویجې پرې ولاړ دی او وینا کوي راټول شوي دي او په دې ترڅ کې نوموړی خپلو هغو پلویانو ته چې بېسده شوي دي، د اوبو بوتلونه ورغوځاروي؛ خو کله چې وضعیت له کنټروله وځي نو ویجی له پولیسو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

له شاوخوا سیمو څخه لسګونه ډاکټران د ټپیانو د علاج لپاره سیمې ته رسېدلي دي.

ویجی پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي، زړه یې مات شوی دی او یو لوی درد لري چې نه یې شي بیانولای. نوموړي د پېښې له زیانمنو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې له شاوخوا ولسوالیو څخه لږترلږه ۴۴ تنه ډاکټران کارور سیمې ته چې دا پېښه پکې شوې وه، استول شوي وو.

د تامیل نادو اعلی وزیر ام کې ستالین نن سهار په یوه خبري غونډه کې د ګڼې ګوڼې د علت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د تامیل نادو ایالتي حکومت په دې اړه د څېړنې لپاره یو کمیسیون ټاکلی دی. ښاغلي ستالین مخکې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مالي مرستې اعلان هم کړی و.

دا لومړی ځل نه دی چې د ویجی په غونډه کې داسې پېښه کېږي. تېرکال د هغه د ګوند په یوه غونډه کې هم دې ته ورته پېښه شوې وه او هغه مهال لږترلږه شپږ کسان مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG