د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال په لارو کې له شوکمارو څخه د خوندیتوب غوښتنه کوي


له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو کډې
له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو کډې

یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان له کراچۍ ښاره افغانستان ته راستانه شوي، د بیرته راستنیدو پر مهال لاره کې د وسله والو غلو سره د مخامخ کیدو خبره کوي.

د دوی په خبره، د کډوالو کاروان د بلوچستان ایالت د «بېلې» او «کلات» ترمنځ واټ باندې څو ځله د وسله والو غلو هدف ګرځیدلی دی.

د کډوالو له ډلې محب الله ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی او لس کسیزې کورنۍ، چې ښځې هم پکې شاملې وې، د جمعې په ورځ، د سپتمبر په ۲۶مه، له کراچۍ څخه د چمن-سپین بولدک لارې ته روان وو، خو په لاره کې له وسله والو غلو سره مخ شول.

دی چې اوس افغانستان ته رسیدلی او د کندهار په سپین بولدک کې ژوند کوي، د هغې ورې کیسه یې داسې بیان کړه: محب الله وايي"موږ روان شو او د شپې ۱۰ یا ۱۱ بجې وې چې موږ یوې غرنۍ سیمې ته ورسېدو، چې هلته غله راغلل، شپږ یا اووه کسان وو، وسلې یې درلودې، زموږ موټر ته راپورته شول او حتی ښځو ته یې وویل چې موږ ته پیسې راکړئ، زما په جیب کې ۳۰زره وې، هغه یې هم له ما واخیستې او د کور لپاره مې یو څه وریجې اخیستې وې، هغه یې هم رانه یوړوې،ما وویل چې موږ بې وزله خلک یو او هیڅ هم نه لرو، بیا یې زموږ موټر د ۲۰ دقیقې درولی وه او بیا یې موږ ته وویل چې ولاړ شئ، ډیره ویرونکې صحنه وه."

په بلوچستان کې له وسله والو غلو سره مخامخ شوو چې زموږ شتمنۍ یې لوټ کړې.

د یادن ده چې د کراچۍ - بېلې - کلات-کوېټې-چمن مستقیم واټ له کراچۍ څخه افغانستان ته تر ټولو لنډه او اصلي ځمکنۍ لارې دي او نورې لارې اوږدې او ډیرې پیچلې دي.

یو بل افغان کډوال چې په دې وروستیو کې افغانستان ته ستون شوی او نه یې غوښتل چې نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل“له بېلې تر کلاته غله او ډاکوګان ډېر دي، زموږ موټر مخکې و، ویې ویل وویل «ودریږه» موږ ونه درېدو، سرعت مو واخیسته او وتښتېدو، خو زموږ تر شا یو سوارلۍ والا موټر و، هغه یې ودراوه او لوټ یې کړ، پیسې او وريجې یې ترې اخیستې وې، بیا بیرته کرولا موټر ته پورته شوي وه، دوی ټولو وسلې درلودې، موږ مخکې وو او دوی زموږ له څنګه تېر شول."

دا کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغانانو د خوندي ستنېدو لپاره د تېردونکو لارو امنیت ډاډمن کړي.

دا کیسې داسې مهال مطرح کېږي چې زرګونه افغان کورنۍ د پاکستان له کراچۍ او نورو ښارونو د اسلام آباد حکومت د غیرقانوني کډوالو او «پي او ار» کارت لرونکو د ایستلو په تړاو له پریکړې وروسته اړ شوي چې خپل کورونه او ژوند پریږدي او افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د جبري راستنیدو د بهیر د یوې برخې په توګه په خیبر پښتونخوا، کراچۍ او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو د ۱۶ کمپونو د تړلو فرمان ورکړی دی.

کډوال له پاکستانه غواړي چې د افغانانو د ستنېدو لپاره د لارو خوندیتوب ډاډمن کړي.

دا فرمان د پاکستان د ایالتونو او د سرحدي سیمو چارو وزارت (سافرون) لخوا د سپتمبر په ۲۵مه نیټه په یوه رسمي لیک کې صادر شوی دی.

د ډان په ګډون د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډیری دا کمپونه د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې هغه وخت جوړ شوي وو چې افغان کډوالو د شوروي اتحاد له یرغل وروسته په پاکستان کې پناه یوړه، او په لسګونو زره کډوال په کې ژوند کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) ویاند قیصر خان افریدي ډان ورځپاڼې سره خبرو کې د دې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، هغه افغان کډوال چې له کلونو راهیسې په دې کمپونو کې ژوند کوي اوس پر خپل ژوند د دې پریکړې د پایلو په اړه سخت ناهیلي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او هغه کسان چې په سختو بشري شرایطو کې دي باید د جبري ستنېدو له بهیره خوندي شي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او د راپورونو له مخې، تر اوسه یې نږدې دوه میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو له خوا د افغانانو د جبري ایستلو د بهیر بندولو لپاره پرله پسې غوښتنې کړي، خو دغه هېواد تر اوسه دا غوښتنې نه دي منلي او هره ورځ په زرګونو افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته استوي.

XS
SM
MD
LG