د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۰

د ګرځندوی نړیواله: په افغانستان کې امنیت سفرونه اسانه کړي، بندیزونو سخته کړي


د بامیان له ړنګې شوې مجسمې سره کورني ګرځندویان-ارشیف
د بامیان له ړنګې شوې مجسمې سره کورني ګرځندویان-ارشیف

د سپتمبر ۲۷مه، د ګرځندوی نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې یو شمېر کورني ګرځندویان او میرمنې وايي واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ، دوی د اقتصادي ستونزو او په ښځو د پراخه محدودیتونو له امله د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته د سفر فرصت له لاسه ورکړی دی.

یو افغان ګرځندوي شفیق وايي د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې ښه عاید درلود او لږ ترلږه هر کال به یې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو او تاریخي او لرغونو سیمو ته سفر کاوه خو په تېرو څلورو کلونو کې یې کوم سفر نه دی کړی.

"مخکې مو هر وخت سفر کاوه، بیلابیلو ولایتونو ته تللی یم، د بېلګې په ډول، بلخ، تخار، بدخشان او هرات ولایت کې مو تاریخي سیمې کتلي، په غور کې مې لرغوني ځایونه کتلي ، هغه وخت مې دنده او کار درلود خو په تېرو څلورو کلونو کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله مو هیچرته سفر نه دی کړی."

یو شمېر افغانې کورنۍ په ځانګړې ډول میرمنې وايي په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له لوري په دوی د بیلابیلو محدودیتونو له امله نه دي توانېدلي چې د افغانستان تفریحي او تاریخي ځایونو ته سفر وکړي.

د کابل یوې یوې اوسېدونکې مرسل ازادي راډيو ته وویل:" هغه وخت چې مو دنده درلوده، خامخا د اونۍ په منځ کې به یوه ورځ په سفر او چکر وتلو په ځانګړي ډول هغه ولایتونو ته چې تاریخي او تفریحي ځایونه به یې لرل،خو اوس چې غواړو یو ولایت ته لاړ شو ترڅو تاریخي او تفریحي ځایونه وګورو ویره لرو، چې له دومره ستونزو سره یو ولایت ته لاړ شو ایا طالبان به هلته د تفریحې اجازه راکړي او کنه، حالت او شرایط خورا خراب دي."

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه د سپټمبر ۲۷ د ګرځندوي یا سیاحت نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو د دغه ورځې په مناسبت په خپله ویب پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د ګرځندوي صنعت نه یوازې په اقتصادي پرمختګ کې رول لري بلکې د ټولنیزو راکړو ورکړو او د دندو په رامنځته کولو کې د ټولو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي.

د راپورونو پر بنسټ په وروستیو کې ډیر بهرني ګرځندویان چې ګڼ یې بهرني یوټیوبران دي افغانستان ته سفر کوي او د دې هیواد له بیلابیلو ځایونو ویډیوګانې جوړوي.

طالبان هڅه کي چې دوی ته بیلابیلې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دوی امنیت خوندي کړي خو لا هم په دې هیواد کې امنیتي اندېښنې شته.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د امنیت په پیاوړتیا سره، په هیواد کې د ګرځندوی صنعت پراخ شوی او زرګونه بهرنيان افغانستان ته راځي، خو د بشري حقونو ځینې سازمانونه په افغانستان کې د ګرځندوی وضعیت ښه نه ګوري.

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي چې طالبان د یوټیوب کاروونکو او بهرنیو سیلانیانو په بللو سره غواړي د امنیت او ګرځندوی د ودې غلط انځور رامینځته کړي، پداسې حال کې چې شواهد ښیي چې افغانستان په نړۍ کې یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی.

په راپور کې راغلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې د طالبانو لخوا د بهرنیو سیلانیانو د نیولو لږترلږه شپږ مستندې قضیې ثبت شوي دي.

د دغه ټولنې په خبره ، دا وضعیت ښیي چې د طالبانو د حکومت تبلیغات د حقیقت خلاف دي او افغانستان ته سفر کول سیلانیانو ته جدي خطر پېښوي.

د ګرځندوی صنعت یو شمیر پوهان هم په افغانستان کې د ګرځندوی شرایط د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره مناسب نه بولي.

له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې د ګرځندوی وضعیت له لویو ننګونو سره مخ دی. د کورنیو سیلانیانو لپاره، اقتصادي ستونزې او ټولنیز محدودیتونه اصلي خنډونه دي، او د بهرنیانو لپاره، امنیتي اندیښنې او کمزورې بنسټیز خدمتونه ."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب الله غفران په دې اړه د ازادي راډي، پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د راتګ او له دې صنعت څخه د عوایدو په اړه نوي معلومات نه دي خپاره کړي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی د برخې مرستیال وزیر قدرت الله جمال تېر کال د "د سنبلې په ۲۷" مه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمیر زیات شوی او له دې درک څخه ښه عواید ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په خبره تېر کال افغانستان ته لږ ترلږه ۹ زره بهرني ګرځندویان راغلي او د دې هیواد له بیلابیلو سیمو یې لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال په می میاشت کې په بامیانو ولایت کې درې هسپانوي ګرځندویان له دې افغانانو سره یو ځای د داعش خراسان څانګې په یوه حمله کې ووژل شول او د دریو بهرنیانو په ګډون څلور نور ټپیان شول.

د یادونې وړ ده چې د بریتانیا په ګډون، امریکا، استرلیا او کاناډا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او په دې هیواد کې یې د بریدونو، تښتونو او نورو پېښو د احتمال په اړه خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG