د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۷

یو اسماني کاڼی د سپوږمۍ په لور روان دی


مځکه او سپوږمۍ
مځکه او سپوږمۍ

یو اسماني کاڼی چې اټکل کیده په څو راتلونکو کلونو کې به له مځکې سره ممکن ولګیږي او ډیر زیات ورانی به وکړي، اوس ویل کیږي چې ښایي له سپوږمۍ سره ټکر شي چې په دې ډول هم د مځکې کره اغیزمنه کیږي.

د امریکا فضایي مرکز( ناسا) وایي چې یو اسماني کاڼی به د دوه زره دوه دیرشم کال په ډسمبر کې د سپوږمۍ له غولي سره ټکر شي. مخکې داسې اندیښنې وې چې ښایي دا کاڼی له مځکې سره ولګیږي.

که څه هم د اوسنیو وړاندوینو له مخې په سلو کې څلور فیصده دا ممکنه ده چې دا کاڼی له سپوږمۍ سره ولګیږي، خو که چیرته داسې وشول دومره واړه واړه کاڼي به شاوخوا خپاره شي چې تر مځکې به یو شمیر راورسیږي او د هغو ستورمزلو ژوند به تهدید کړي چې هغه وخت په مدار کې اوسي.

د ساینس الرت مجلې د راپور له مخې د امریکا فضایي اداره( ناسا) دې ته ګوري چې د دې اسماني کاڼي له رانژدې کیدو سره دوه چارې ممکنې دي چې ترسره شي، یوه دا ده چې د دې کاڼي مسیر بدل کړي چې له سپوږمۍ سره ونه لګیږي، که داسې څه کیږي نو د دې کاڼي په اړه نورو دقیقو معلوماتو ته اړتیا شته چې تر دوه زره اته ویشتم کال پورې ترلاسه شي.

دوهمه لاره دا ده چې همدا اسماني کاڼی په هوا کې په اټومي وسلو یا په یوه بل څه مات مات شي چې پر سپوږمۍ ونه لګیږي.

د محاسباتو له مخې یو میګا ټڼ اټوم بم کولی شي چې دا کاڼی ټوټه ټوټه کړي خو د اټومي وسلې د کارونې لپاره ښایي پراخ سیاسي جنجالونه پيدا شي.

څیړونکي په دې باور دي چې هر دفاعي ماموریت باید د دوه زره دیرشم او دوه رزه دوه دیرشم کلونو ترمنځ وشي چې د فضایي پلټنې لپاره دا نسبتا لنډ وخت دی.

XS
SM
MD
LG