د انسان د یوې یو میلیون کاله پخوانۍ کوپرۍ له ډیجیټل معایناتو وروسته داسې ښکارې چې انسانان څلور لکه کاله مخکې په اسیا کې له یوه بله بیل شوې دي، نه په افریقا کې. د مخکنیو څیړنو له مخې ویل کیدل چې انسانان په پخوانیو زمانو کې له افریقا د مځکې نورو سیمو ته لیږدیدلي دي.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې دا نوې څیړنه د جمعې په ورځ ( سپتمبر ۲۶ مه) خپره شوې ده.
دا کوپرۍ چې تحقیقات باندې شوې دي په نولس سوه نویم کال کې په چین کې موندل شوې وه.
کریس سټینګر د لندن د طبیعي تاریخ په موزیم کې د بشرپوهنې متخصص چې د دې نوې څیړنی غړی دی، وایي، دا کشف ډیر نظریات بدلوي. دا ښیي چې زموږ پلرونه یو میلیون کاله مخکې په ډلو ډلو ویشل شوي وو، یعني د انسان د خپریدو چارې د پخواني نظریاتو په پرتله پیچلي دي».
که دا نوې څیړنه دقیقه ثابته شي نو دا پر دې دلالت کوي چې تر لومړنیو انسانانو چې نیاندرتال یې ورته ویل ډير مخکې هم بشر ژوند کاوه.
د استرالیا د ګریفت پوهنتون د بشري تطور د څیړنې د مرکز رییس مایکل پیټرا په دې باور دی چې لومړني انسانان له افریقا څخه نورو سیمو ته خپاره شوې دي، خو ښاغلی پیټرا په دې نوې ډیجیټل څیړنه کې چې د انسان پر یوې کوپرۍ شوې ده، برخه نه لرله.
مایکل پیټرا فرانس پریس اژانس ته وویل چې دا نوې څیړنه مهمه ده که همداسې وي نو دا په ختیځه اسیا کې د بشر د ارتقا او تطور ونډه روښانوي.
د انسان پر زړې کوپرۍ دا نوې څیړنه په ساینس ژورنال کې خپره شوې ده، هلته د انسان د جسم، ډول او پرمختګ مختلف پړاونه د نوې ټکنالوژي په مرسته روښانه شوې دي.
ساینسپوهانو یوه بله کوپرۍ هم وڅیړله او وروسته یې تر سلو ډیرې کوپرۍ معاینه کړې چې د لومړۍ کوپرۍ له لاسته راړونو سره خپلې نتیجې پرتله کړي.
د دې مقایسوي څیړنې له مخې ځیني شیان سره ورته دي او یوشمیر یې سره ورته نه دي.