افغانستان
د ډاکتر نجیب د وژل کېدو ۲۹م تلین

نن د افغانستان د پخواني جمهور رییس ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۹م تلین دی.
ډاکتر نجیب د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه له خپل ورور شاهپور احمدزي سره یوځای د طالبانو له خوا، چې تازه واک ته رسېدلي وو ، ووژل شو.
ډاکتر نجیب د کابل تر سقوط مخکې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه.
د راپورونو له مخې طالبانو هغه د ملګرو ملتونو له دفتره بهر کړی او بیا یې له ورور شاهپور احمدزي سره یوځای د کابل اریانا څلور لاره کې په دار وځړاوه.
نجیبالله د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د پرچم څانګې غړی له ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان ولسمشر پاتې شوی. د هغه حکومت د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړه برخمن و.
هغه تر ولسمشرۍ مخکې د هغه وخت د استخباراتو د ادارې ( خاد) مشر پاته شوی. دا هغه وخت و چې مخالفان یې په کې ډاکټر نجیب مجاهدینو پورې تړلو کسانو سره په تاوتریخوالي تورنوي.
د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې د مجاهدینو او د شوروي اتحاد تر ملاتړ لاندې افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د افغانستان په یوشمېر سیمو کې جګړه روانه وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جرمني غواړي په جرمونو کې ښکېل افغان کډوال د یوه منظم پلان په اساس افغانستان ته ولېږي

د جرمني د کورنیوچارو وزیر وايي، له دې هېواده په جرمونو کې د ښکېلو افغان وګړو د ایستلو لپاره یو منظم اقدام غواړي.
الکساندر دوبرینت له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په خپله نوې مرکه کې چې نن خپره شوه وویل، د ده هدف دا دی چې د دې ډلې افغانانو ایستل په منظم ډول دوام وکړي او دا کار د هغه په وینا یوازې د قطر په مرسته ممکن دی.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی مګر ښاغلي دوبرینت وویل، دی غواړي په راتلونکي کې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د لېږلو بهیر د منځګړو له مرستې پرته دوام وکړي چې د دې کار لپاره د هغه په وینا باید له طالبانو سره مستقیمې خبرې وشي. هغه ټینګار وکړ چې دا تماسونه به یوازې تخنیکي وي.
جرمني تراوسه لسګونه افغانان چې د چارواکو په وینا په جرمونو کې ښکېل وو، د قطر په منځګړتوب په دوو الوتنو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر په دې مرکه کې دا هم وویل چې حکومت یې هڅه کوي په روان کال کې خپل هېواد ته د هغو سوري کډوالو د بېرته ستنولو په اړه موافقه وکړي چې د سیاسي پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
ښاغلي دوبرینت ویلي چې د دې موافقې له مخې به سږکال لومړی د سوریې هغه وګړي چې په جرمونو کې ښکېل دي او وروسته هغوی چې په جرمني کې د اقامت قانوني اسناد نه لري، سوریې ته واستوي.
اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی او د افغانستان پاکستان د څانګې مشر وټاکه

اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره د دې ټولنې د نوي ځانګړي استازي او همداراز د افغانستان او پاکستان د څانګې د مشر په توګه د فرانسوي ډيپلومات جیل برتران د ټاکنې خبر ورکوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په روان حساس حالت کې له افغانستان او د دې هېواد له نړیوالو شریکانو سره د تعامل د پراختیا لپاره د اروپايي ټولنې رول خورا مهم دی.
ښاغلي برتران د خپل نوي ماموریت په اړه تازه څه نه دي ویلي خو د سپټمبر په ۱۷مه په بروکسل کې د پاکستان له سفیر سره د کتنې پرمهال یې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي و، چې خوشاله دی چې بېرته د جنوبي آسیا مسایلو ته ورستنېږي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخوانی ځانګړی استازی توماس نیکلاسن و، چې ماموریت یې د روان هـ. لمریز کال په پیل کې پای ته ورسېد.
بینیټ وايي، د طالبانو پالیسۍ د افغانانو په څو راتلونکو نسلونو کې د تاوتریخوالي ایډیالوژي پراخوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې د ښځو په اړوند د طالبانو پالیسۍ نه یوازې افغان مېرمنې زیانمنوي بلکې په دې هېواد کې تاوتریخوالی هم پراخوي.
ریچارډ بینیټ پرون د م. م د عمومي اسمبلې په څنډه کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې دی د جنسیت په اساس د ښځو د ځپلو، پر هغوی د تسلط او کنټرول لپاره د طالبانو د پالیسو له پلوه اندېښنه لري.
ښاغلی بینیټ وايي چې دا پالیسي ښايي د افغانانو په څو نسلونو کې، په تېره بیا په نارینه وو او هلکانو کې د تاوتریخوالي خطرناکه ایډیالوژي پراخه کړي.
د دې غونډې ګډونوالو چې افغان فعالان، پخواني سیاستوال او یوشمېر بهرني ډپلوماټان پکې وو، د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو پر تعلیم لګېدلی بندیز لیرې کړي او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي څو د افغانانو اساسي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د خیبرپښتونخوا امنیتي چارواکي په کَرَک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په د خیبرپښتوخوا په کرک ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی او له نښتې وروسته یې ۱۷ وسله وال وژلي دي.
په کرک کې د پولیسو چارواکي شهباز الهي ویلي چې دا عملیات د جمعې په ورځ وشول او زیاته یې کړه چې په نښته کې ۳ پولیس افسران هم ټپیان شول.
الهي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو وژل شوي وسله وال یې خوارج وبلل. دا هغه اصطلاح ده چې پاکستاني چارواکي یې د پاکستاني طالبانو لپاره کاروي.
له دې دوه ورځې مخکې هم پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د وسله والو پر یو مرکز برید وکړ چې د دوی په وینا په نتیجه کې یې ۱۳ پاکستاني طالبان د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.
پاکستاني طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملګرو ملتونو کې ټینګار وشو چې طالبان باید د افغان نجونو پر تعلیم بندیزونه لرې کړي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په یوه حاشیوي ناسته کې ټینګار وشو چې د طالبانو حکومت باید د نجونو پر تعلیم لګېدلی بندیز لرې کړي.
د ناستې ګډونوالو وویل چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي څو د افغانانو اساسي او بشري حقونه رعایت کړي.
دې ناسته کې همدارنګه د افغانستان د ټولشموله راتلونکې په موضوع هم بحث وشو. تر څنګ یې په دې نیوکې وشوې چې طالبانو څنګه له دینه د یوه ابزار په توګه کار اخیستی او پر افغانستان او سیمې یې اغېزې پرېښې دي.
په دې ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ، یو شمېر افغان فعالانو، پخوانیو سیاستوالو او ځینو بهرنیو ډپلوماټانو ګډون کړی وو.
د فایبر انټرنېټ بندېدو د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستو هڅې ګډوډې کړي

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د فایبر انټرنېټ بندېدو د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې هڅې ګډوډې کړې دي.
د دغه سازمان په بیان کې راغلي د انټرنېټ بندېدو د مرستندویه موسسو تر منځ اړیکې پرې کړي چې ورسره د مرستو رسولو بهیر اغېزمن شوی.
طالبانو د افغانستان په ګڼو لویو ښارونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی دی.
په کونړ او ځینو نورو ختیځو سیمو کې د اګست په وروستیو کې زورورو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګژوبله ورسوله او لا هم د دې پېښې ۹۴ فیصده اغېزمنې کورنۍ بهر یا لنډمهاله هستوګنځایونو کې اوسیږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د زلزلې قربانیانو د اړتیاوو د بشپړولو لپاره ۱۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په ټولشموله راتلونکې بحث کېږي

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي، نصیر احمد فایق، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په غونډه کې د افغانستان د ټولشموله راتلونکي په اړه د ملګرو ملتونو په پلان بحث کېږي.
د هغه په خبره په دې هم بحث کېږي چې د طالبانو له لوري د دین د مسلح سازۍ په افغانستان او سیمه کې څه عواقب لري.
دا غونډه به د ملګرو ملتونو سازمان، د پرنسټن پوهنتون د افغانستان د پالیسۍ څانګې له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په همکارۍ تنظیم شي. تمویلونکي به یې یونان، مکسیکو او هسپانیا وي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې سږ کال د نورو څو وروستیو کلونو په څېر افغانستان د رایې حق نه لري ځکه د کال دوو لکو ډالرو حق العضویت پیسې یې له څو کلونو پاتې دي.
همدارنګه د افغانستان له اوسنیو واکمنو طالب چارواکو یا پخوانیو سیاستوالو هم دې غونډې ته څوک نه دي ور بلل شوي.
بریتانیا د هغه افغان قضیه څیړي چې د پنااخستنې د قانون خلاف یې افغانستان ته سفر کړی

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغه افغان په اړه څیړنه کوي چې بریتانیا کې یې د پناه اخیستنې له منلو وروسته افغانستان ته سفر کړی او بیرته بریتانیا ته تللی.
د بریتانیا د قوانینو له مخې، پناغوښتونکي، هر هېواد ته سفر کولای شي، خو خپل هېواد ته د سفر اجازه نه لري.
د " ده سن" په نوم بریتانوۍ خپرونې د دغه افغان نوم (DG Usama) ډي جي اسامه یاد کړی چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې بریتانیا ته تللی او کله یې چې د پنا غوښتنه منل شوې، افغانستان ته یې سفر کړی دی.
دغه افغان وروسته تر هغه پیژندل شوی چې افغانستان ته یې د سفر، له هغې ډلې بند امیر ته د تګ انځور او ویډیو ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.
د بریتانیا د کورنیو چارو مرستیال وزیر رابرت جینریک ویلي، دغه افغان ته باید بریتانیا ته د بیرته تګ اجازه نه وی ورکړل شوې.
قزاقستان د کونړ او شاوخوا سیمو له زلزله ځپلو سره خپله مرسته افغانستان ته واستوله

قزاقستان د بشري مرستو یوه لویه جوپه پرون (د تلې ۲مه) افغانستان ته واستوله.
د آستانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په دې مرسته کې چې وزن یې څه باندې ۲۷۰ ټنه دی، کمپلې، خیمې، بوره، غوښه، کنسرو او اوړه شامل دي چې د اورګاډي په وسیله افغانستان ته استول شوي دي.
راپور زیاتوي چې دا مرسته د قزاقستان د بېړنیو حالاتو د وزارت او د دې هېواد د نړیوال پرمختګ د ادارې په ملاتړ له افغانستان سره شوې ده.
په کونړ ولایت او شاوخوا سیمو کې یې، له مرګونې زلزلې وروسته یوشمېر نورو هېوادونو هم له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړې.
د افغانستان په ختیځ کې د اګست په ۳۱ مرګونې زلزله وشوه چې د کونړ ولایت خلک یې خورا ډېر زیانمن کړل.
د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.