د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۸

د فایبر انټرنېټ بندېدو د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستو هڅې ګډوډې کړي


کونړ کې زلزله ځپلي کسان
کونړ کې زلزله ځپلي کسان

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې د نوري فایبر انټرنټ بندیدو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو مخه نیولې ده. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دغه سازمان پر ریلیف پاڼه د یو راپور په خپرولو ویلي چې د انټرنټ بندښت د مرستندویه ادارو او ژغورونکو ډلو ترمنځ اړیکي له خنډ سره مخ کړي دي.

طالبانو پر نوري فایبر انټرنېټ بندیز لګولی
طالبانو پر نوري فایبر انټرنېټ بندیز لګولی

اوچا په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې د کونړ ولایت په زلزله ځپل سیمو کې ۹۴ سلنه خلک په خلاصه فضا یا موقتي سرپناوو کې ژوند کوي.

دغې ادارې، د ژمي موسم په رانژدې کېدو دوی ته د بېړنیو مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د مرستندويه ادارو ځينې کارکوونکي او زلزله ځپلي هم تاييدوي چې د انټرنټ ستونزې د مرستو رسولو بهير ورو کړی دی.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې د یوې خیریه موسسې کارکوونکي عبید الرحمن وویل:

«موږ د انټرنټ په برخه کې ستونزې درلودې،هغه پیسې چې موږ ته راکړې شوې وې په بانکونو کې بندې وې. دې کار موږ ته د پیسوراخیستلو په برخه کې ستونزې راولاړې کړې، بل زموږ دفتر ته د راپورونو اپلوډ کولو کې هم ستونزې پیدا شوې، ځکه کله چې نوري فایبر نه وي، د سیم کارتونو په انټرنټ دا کار سم نه ترسره کېږي، بل خوا موږ خریداري کړې وه او خلکو سره مو ژمنې کړې وې، نو چا به موږ ته توکي نه راکول ځکه پیسې نه وې، ستونزې ډېرې وې.»

د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ د چلس سيمې اوسېدونکي فريد هم په خپله سيمه کې د انټرنټ د ستونزې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

«زموږ په سیمه کې انټرنیټ ډېر په سختۍ کار کوي، کله چې مرستندویه کارکونکي سیمې ته ورسیږي، د دې لپاره چې انټرنت سم کار نه کوي، دوی د سیمې د خلکو ویډیوګانې اخلي، وروسته چې کله بل ځای ته راځي، دوی خلکو سره د مرستې لپاره خپل انټرنټ کاروي. اوس چې هوا سړه ده، موږ کمپلو، خوړو او سرپناه ته سخته اړتیا لرو، چې باید زموږ لپاره چمتو شي.»

د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکې صبا ګل هم وايي، چې خلک اړتیا لري چې مرستې پر وخت ورته ورسېږي:

«دلته څاروي تلف شوي او نباتات هم خراب شوي، له دې امله د انسانانو خصوصا د ماشومانو وضعیت ډېر خراب دی، دولت یا نور مرستندویه بنسټونه باید د دغو خلکو چې بد وضعیت کې دي، د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو او سرپناوو په برخه کې مرستې وکړي.»

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۲۳ میلیونه ډالره ځانګړي شوي، خو د دغه سازمان په خبره، د زیانمنو شویو خلکو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۱۵ میلیونه ډالره نورو ته هم اړتیا ده.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ پرې کېدل په داسې حال کې له زلزله ځپلو سره د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی چې تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت له خوا چې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نوري فایبر انټرنټ پرې شوی، د دفترونو کارونه یې ګډوډ کړي او کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د طالبانو حکومت د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر د افغانستان له لسو څخه په زیاتو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ بند کړی، هغه اقدام چې ملي او په نړیواله کچه یېغبرګونونه راپارولي دي.

د نوري فایبر انټرنټ یو ډول انټرنټي شبکه ده چې افغانستان له پنځو ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي او د راپورونو له مخې د دغه هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ترې ګټه اخیستل کېده.

څارونکي په دې باور دي، چې د دغو انټرنټي خدمتونو پرې کېدل ممکن د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د چارو پر پرمختګ شدید منفي اغېز وکړي.

د اګسټ د ۳۱ نیټې مرګونې زلزلې د کونړ او ننګرهار په ګډون د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې پراخه ویجاړۍ رامنځ ته کړې.

د رسمي راپورونو له مخې، په دې مرګونې زلزله کې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي او نږدې ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په خپل راپور کې ویلي، چې وروستۍ زلزلې لږ تر لږه ۸۵۰۰ کورنۍ یعنې شاوخوا ۵۶ زره کسان اغیزمن کړي او سربېره پر دې، یادې زلزلې څه باندې ۷۰۰۰ څاروي له منځه وړي، چې له امله یې ۹۶ سلنه زیانمنو شویو کورنیو خپلې خوراکي سرچینې له لاسه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG