دا څلورم ځل دی چې هند د ښځینه کرکټ د نړیوال جام کوربه کیږي او د سریلانکا لومړی وار دی.
د ښځینه کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام تر بلې هرې لوبډلې استرالیا ډیر خپل کړی دی، د استرالیا ټیم په تیرو دیارلس اتلولیو کې اووه خپلې کړې دي او سږکال هم د تیرجام د اتل په توګه برخه اخلي.
سږکال د استرالیا، بنګله دیش، انګلستان، هند، نیوزیلنډ، پاکستان، جنوبي افریقا او سریلانکا لوبډلو برخه پکې اخیستې ده. هر ټیم به له بل سره مسابقه وکړي او په اخره کې به څلور مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبې ته ووځي. پایلوبه به بیا د نومبر په دوهمه ترسره شي.
د دې نړیوال جام د پيل مراسم د هند په ګوهاټي کې د اسام په کرکټ لوبغالي کې په پام کې دي او لومړۍ مسابقه د دې جام د دوو کوربنو ترمنځ ده، د سریلانکا او هند ترمنځ ده.
د بالیوډ د سندرغاړې شریا ګوشال په سندره به دا مراسم پيل شي. ګوشال د هند له هغو سندرغاړو څخه یوه ده چې ډیرې جایزې یې ګټلې دي.
د ښځو د کرکټ نړیوال جام په څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي، تر اوسه دا اتلولي د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې ده او تمه ده چې بله پلا یعني په دوه زره نهه ویشتم کې دا سیالي د لسو لوبډلو ترمنځ وشي، که څه هم د ټیمونو شمیر په دې جام کې زیاتیږي، خو افغان ټیم چې له کومو ننګونو سره مخامخ دی ښایي دا هیله ونه لري چې په بل جام کې به د ګډون چانس ترلاسه کوي.
په افغانستان کې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو بیاځلي کابل نیولی دی، د ښځو پر سپورټي لوبو بندیز لګیدلی دی او د کرکټ ښځینه لوبډلي لوبغاړي بهرنیو هیوادونو ته کډوالې شوې دي. سږکال د کرکټ نړیوالې شورا هڅې پيل کړې چې د افغانستان د ښځینه ټیم لوبغاړي سره یوځای کړي، د هغوی روزنه وکړي او د تمریناتو مناسب چاپيریال ورته برابر کړي، په دې ترڅ کې د جنوري په دیرشمه د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو یولس کسیزه ډله د بې پولي ښځینه کرکټ لوبغاړو له ټیم سره مسابقه وکړه. دا لوبه د استرالیا په میلبرن کې ترسره شوه او دا د طالبانو تر بیاواکمنۍ وروسته د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه وه چې د اوو ویکټو په توپير یې بایلوده.
د سږکال د نړیوال جام بل سیاسي اړخ دا دی چې پاکستاني لوبډلې په هند کې له لوبو څخه ډډه کړې ده د هم دې لپاره د کرکټ نړیوالې شورا څو میاشتې مخکې پریکړه وکړه چې د پاکستان ټولې لوبې به په سریلانکا کې ترسره شي او که د پاکستان لوبډله نیمه پایلوبې یا پایلوبې ته ووته، هغه مسابقه به هم په سریلانکا کې وشي.