ښاغلی فایق د دې وضعیت مسولین طالبان ګڼي.
نوموړي د پنجشنبې په ماښام (د سپټمبر په ۲۵مه) له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل "د نړیوالې ټولنې ټینګار تل دا وه، که رښتیا طالبان غواړي چې هېوادونه ورسره واقعاً یو تعامل ولري او افغانستان له دې حالته وژغوري، باید عملي اقدامات وکړي، خو تېرو څلور کلونو کې دا عملي شوي نه دي چې د افغانستان د منزوي کېدو لامل شوي."
فایق وړاندې زیاته کړه چې دا انزوا به د افغانستان پر اوسني سیاسي ټولنیز په ځانګړي ډول د ده په وینا پر بشري وضعیت لا ژورې اغیزې ولري.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د نه شتون او د هېواد د انزوا مسوولین طالبان دي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان دې د افغانانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو، سیاسي حالاتو، سیمې ته د ثبات او امنیت په اړه د ډاډ ورکولو او د مشروع او ټولشموله حکومت جوړولو په اړه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو «مشروع» غوښتنو ته غاړه کېږدي تر څو په خبره یې دا هېواد له منزویتوب ووځي او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې «بلاتکلیفي» پای ته ورسېږي.
د ښاغلي فایق د څرګندونو او د ملګرو ملتونو د روانې ناستې په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ لپاره طالبانو د وړاندیز شوي استازي سهیل شاهین- چې تر اوسه نه دی منل شوی، وپوښتل، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو طالبانو وړاندې تل خپل حکومت مشروع بللی او د ملګرو ملتونو څرګندونې یې «له حقایقو» لرې بللي دي، خو په یاد سازمان کې یې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هڅې هم ناکامې شوې دي.
په نیویار کې د ملګرو ملتونو په ( ۸۰ یمه ) اسمبله کې چې د سپتمبر په ۲۴ پیل شوې او یوه اونۍ به روانه وي د ځینو هېوادو ولسمشرانو د افغانستان وضعیت بد بللی او تبصرې یې پرې کړي دي.
د اکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو نیوکه وکړه او ویې ویل، په داسې حال کې چې د دغه سازمان منشور او اعلامیې په ټولو (غړو) هېوادونو کې د تطبیق وړ دي خو په خبره یې طالبانو افغانستان یو ځل بیا د تیارو د ژورو پر لور بیولی دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په دغه غونډه کې پر دې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان منزوي کېدو ته اجازه نه ورکوي ځکه په خبره یې، د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې هېواد ته پاملرنه اړینه ده.
د یوه استازي د نه شتون له کبله د افغانستان د ښېګڼې لپاره د عملي ګامونو اخیستل ناممکن کار دي.
ښاغلي میرضیایف وویل"کله چې د نړیوال او سیمه ییز امنیت او دومداره پراختیا په اړه غږېږو، نه شو کولای د افغانستان مسله له پامه وغورځوو، د سوله ییز باثباته ژوند لپاره د افغانستان د خلکو له هیلو ملاتړ د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري، غواړم ټینګار وکړم چې د افغانستان د انزوا مخنیوی ډېر اهمیت لري موږ غواړو چې پراخې اقتصادي او زیربنایي پروژې په هغه هېواد کې پلي کړو، دغه شان موږ وړاندیز کوو چې ملګري ملتونه دې د انرژۍ او هغو هوایي دهلیزونو اړوند پرېکړه لیک تصویب کړي چې نړیوال اهمیت لري او د افغانستان له خاورې تېرېږي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل"په افغانستان کې زموږ بنسټیزه غوښتنه دا ده چې اوسني واکمنان ټولګډونه کړنلاره غوره کړي، تر څو ټولنه پکې شامله شي او بشري ارزښتونه په پام کې ونیسي، په دې کړنه کې دا ډېره مهمه او حیاتي ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان خلک یوازې پرې نه ږدي او ترکیه به هم د افغانانو تر څنګ ولاړه وي."
دغه شان د قرغزستان ولسمشر صادیر جباروف په لوېديځ کې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د خلاصون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا پیسې د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره اړینې دي چې له بشري ناورین سره مخ دي.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د تېر جمهوري حکومت له ړنګیدو راهیسې د افغانستان هیڅ استازي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ګډون نه دی کړی، او دغه هیواد په اسمبلۍ کې د غړیتوب د نه ورکړې له امله د رای ورکولو له حقه محروم شوی دی.
د افغانستان کلنی غړیتوب په دې سازمان کې شاوخوا ۲ لکه ډالره دی، خو په وروستیو کلونو کې دا پیسې نه دي ورکړل شوي، چې له امله یې دغه هیواد له ملګرو ملتونو شا اوخوا ۹ لکه ډالره پوروړی دی.