د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۱

افغان ځوان عدنان خطیبي د ګڼو هېوادونو په ګډون د اختراع ګانو په سیالۍ کې د سروزرو مډال وګاټه


عدنان خطیبي په جاکارتا کې د مډال له ترلاسه کولو وروسته (عکس له ټولنیزو شبکو)
عدنان خطیبي په جاکارتا کې د مډال له ترلاسه کولو وروسته (عکس له ټولنیزو شبکو)

یوه افغان زده کوونکي په جاکارتا کې د لسګونو هیوادونو د اختراع کوونکو تر منځ د سرو زرو مډال ګتلی دی. دا ځوان چې عدنان خطیبي نومېږي د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دی، په ایران کې لوی شوی او هلته زده کړې کوي.

خطیبي په څلور میاشتو کې د سرو زرو دوه مډالونه ګټلي دي. هغه په انقره کې د یوه مډال له ګټلو وروسته اوس په جاکارتا کې هم د سرو زرو مډال وګټو.

د عدنان په خبره دا مډال یې د لسګونو هیوادونو د زرګونو زده کوونکو تر منځ ګتلی دی.

خطیبي ته دا مډال د نوموړي د یوې ساینسي څېړنې په خاطر ورکړل شوی دی.

اتلس کلن عدنان چې په ایران کې لوی شوی او په مشهد کې د یو ښوونځي په یولسم ټولګي کې په تجربه وي برخه کې زده کړې کوي، په خبره یې دا مډال یې همدا تیره اوونۍ په اندونیزا کې د دغه هیواد د اختراع کوونکو د ورځې په مناسبت، جوړ شوي څوارلسم فیستیوال کې ګټلی دی.

خو دا چې په کومه برخه کې، عدنان وايي"د پوستکي په اغیزمنو شویو حجرو مو د بوټو د بنسټیزو حجرو د کارونې څېړنه وکړه، د خدای شکر دی بریالي شوو او د سرو زرو مډال مو وګټو، البته چې دا زما د سرو زرو لومړی مډال نه دی، مونږ ترکیه کې هم په یوه سیالۍ کې چې په انقره کې شوې وې د سرو زرو یو مډال ګټلی و، تقریباً د دې مډال له ګټلو څلور میاشتې مخکې."

په هغه سند کې چې د سبتمبر به ۱۵مه د د دغه فیستیوال د ارزونکي پلاوي له خوا عدنان خطیبي ته ورکړل شوی، لیکلي شوي چې نوموړي ته د سرو زرو دا مډال «د زیتون نبات له بنسټیزو حجرو څخه د فعالو مرکباتو جلا کولو او د انسان د پوستکي په درملنه او بیا رغونه کې یې د کارونې» د اختراع له امله ورکړل شوی دی.

په دې فیستیوال کې د ۲۲ هیوادونو د نېږدې دوه زر ټیمونو زده کوونکو په حضوري او انلاین ډول ګډون کړی و .

هغه مډال چې عدنان خطیبي ته ورکړل شوی دی. (عکس له ټولنیزو شبکو)
هغه مډال چې عدنان خطیبي ته ورکړل شوی دی. (عکس له ټولنیزو شبکو)

عدنان خطیبي وايي، نن سبا افغان ځوانان له سختو ستونزو او ناهیلیو سره لاس او ګریوان دي، خو زه هیله من یم چې دوی ته د لارې مشال شم. نوموړی زیاتوي"خدای دې وکړي چې افغان ځوانانو ته د هیلو څرګ شم، چې ځان وپېژني، نا هیلي نشي او د پرمختګ او غوړېدنې لپاره ښه فرصتونه ترلاسه کړي."

په دې سیالۍ کې د دوه ویشتو هیوادونو نژدې دوه زره زده کوونکو ګډون کړی و .

د یادونې ده چې په ایران کې د دې لوستي افغان ځوان د بریا خبر داسې مهال خپرېږي چې تازه په دغه هیواد کې د نوي تعلیمي کال په پیل سره، په زرګونه افغان کډوال ماشومان چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل، ښوونځيو ته له تګه محروم شوي دي.

د یو شمیر ایراني رسنیو له دې ډلې شرق ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د ایران د پوهنې وزارت هغو نا دولتي سازمانونو ته چې د دوی په ټکو د هغو ماشومانو د ملاتړ لپاره یې کار کاوه چې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي ته له تګه محروم دي، د لیکونو په استولو سره امر کړی چې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره خپل تعلیمي فعالیتونه ودروي.

دا معلومه نه ده چې ایران به له هغو افغان کډوالو زده کوونکو سره څه کوي، چې عملا هلته په زده کړو بوخت دي او د عدنان خطیبي په شان په نړیوالو سیالیو او فیستیوالونو کې ځلېږي.

د زده کړو د برخې یو شمیر افغان ملاتړو بنسټونو او فعالانو د ایران حکومت دا اقدام غندلی دی.

د یادونې ده، د ایران حکومت چې په دې ورستیو کې یې له هغه هیواد د افغان کډوالو ایستل تیز کړي او ویلي، چې د افغان "غیر قانوني کډوالو" د ایستلو دوهم پړاو به همدا روانه اوونۍ پیل شي او دا پروسه په جدي توګه څاري.

XS
SM
MD
LG