د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۳

په ایران کې د زده کړو دروازې د زرګونو افغان ماشومانو پر مخ وتړل شوې


عکس ارشیف
عکس ارشیف

له ایرانه د جبري ایستلو د بهیر له چټکېدو او ورځ بلې ته پر افغان کډوالو د محدودیتونو لګولو سره هم مهاله، په دغه هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره زرګونه افغان کډوال ماشومان ښوونځیو ته له تګ پاتې شول.

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد چارواکو په ایران کې مدني سازمانونه د افغان کډوالو ماشومانو ته د زده کړو له برابرولو منع کړي دي.

د ایران شرق ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د «سپټمبر په ۲۴مه» د نوي تعلیمي کال د پیل په اړه راپور کې لیکلي چې د ایران د پوهنې وزارت غیر دولتي سازمانونو ته د لیکونو په استولو امر کړی چې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره خپل تعلیمي فعالیتونه ودروي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې چې تر تېر کال پورې دغو ماشومانو ته د سرشمېرنې پاڼو په کارولو ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه، خو په ټکو یې، سږکال د دې پاڼو د اعتبار له لغوه کېدو سره، ډېری یې زده کړو ته له لاسرسي راګرځول شوي دي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، د ایران مدني سازمانونو په دودیز ډول د هغو ماشومانو د ملاتړ لپاره کار کاوه چې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي ته له تګه محروم دي.

د ایران حکومت دې اقدام په ایران کې د یو شمېر افغان زده کوونکو او د هغوی د کورنیو اندېښنې راپارولې دي او وايي چې اوس بې برخلیکه او له ژوند نهیلي د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

اته کلنه افغانه کډواله ماشومه زهرا محمدي چې ټاکل شوې وه سږ کال د تهران په یوه ښوونځي کې دوهم ټولګی پیل کړي، ازادي راډیو ته وویل: "ما تېر کال لومړی ټولګی ووایه چې غوره نمرې مې هم ترلاسه کړې، خو سږ کال دوهم ټولګي ته تللی نه شوم ځکه راته یې وویل چې تاسو د استوګنې اسناد نه لرئ، دا چې ښوونځي ته نه شم تللی ډېره خواشینې یم، زه ډېره ژاړم ځکه چې زه له ښوونځي سره ډېره مینه لرم، غواړم هلته لاړ شم او زده کړه وکړم."

یو افغان کډوال احمد ضیا هغه پلار چې ایران کې د اوسېدو د اسنادو د نه درلودو له امله یې لورګانو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې هم ورته اندېښنه مطرح کوي: "په هغه ورځ چې ښوونځي پیل شول، ما مې په سبا لور ښوونځي ته بوتله، د دې په ځای چې زموږ لوڼې ښوونځي ته شاملې کړي، زموږ دوسیه یې په لاس راکړه او ویل یې چې تاسو نور اسناد نه لرئ او دولت له دې وروسته اجازه نه درکوي، موږ اوس بې برخلیکه پاتې یوو، لورګانې مې یوه یې په څلورم ټولګي کې وه چې باید سږکال پنځم ته تللې وی او بله یې شپږم کې وه چې باید سږکال یې اووم ټولګی لوستی وی، خو له بده مرغه نوم لیکنه یې ونه شوه."

ده اندېښنه څرګنده کړه چې که افغانستان ته واستول شي، لوڼې به یې بیا هم د طالبانو حکومت لخوا پر زده کړو د لګول شویو محدودیتونو له امله زده کړو ته دوام ورنه کړای شي.

په ورته وخت کې، د ایران قدس خبري اژانس د ایران د ښوونې او روزنې وزیر علي رضا کاظمي په حواله لیکلي چې سږکال شااوخوا ۵۰ زره د ښوونځي په عمر برابر افغان ماشومان له نوم لیکنې محروم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې "د دې ډلې لپاره به داسې ترتیبات ونیول شي چې زده کړې ته د دوی د لاسرسي ستونزه حل کړي."

د کاظمي په خبره، تېر کال نږدې ۶۰۰ زره بهرني زده کوونکي په ایران کې په زده کړو بوخت و.

د ایران په ښوونځیو کې د افغان کډوالو ماشومانو پر زده کړې دا محدودیت په داسې حال کې لګول شوی چې د تهران والي محمد صادق معتمدیان اعلان کړی چې د افغان "غیر قانوني کډوالو" د ایستلو دوهم پړاو به روانه اوونۍ پیل شي او دا پروسه په جدي توګه څاري.

د ایران حکومت د روان کال په پیل کې د نږدې دوه میلیونه افغان کډوالو "د سرشمېرنې کارتونه" باطل کړل او د دوی ایستل یې پیل کړل.

د کډوالو د حقونو د ځینو مدافع بنسټونو د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه پورې نږدې دوه میلیونه کسان له ایرانه ایستل شوي او دا بهیر له دغه هېواده هره ورځ د زرګونو کډوالو په ایستلو دوام لري.

XS
SM
MD
LG