د اوبو کمښت هغه ستونزه چې د پلازمینې کابل بیلابیلې سیمې ګواښي. تازه د مکروریانونو یو شمیر اوسېدونکي هم وايي د اوبو د کمښت له سختې ستونزې سره مخ دي.
معصومه چې د څلورمو مکروریانونو اوسېدونکی ده او په خبره یې په شپږم پوړ کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل:
" یوه موده کېږي چې د اوبو له کمښت سره مخ یو، په عمومي نلونو کې اوبه نشته، خلک ډیر په تکلیف دي، یا مجبوره دي چې اوبه واخلي او یا هم له داسې ځای چې هلته اوبه وي، څاه او یا بمبه وي ځانته اوبه راوړي. "
دل اغا بیا د کابل په دریموو مکروریانونو کې اوسيږي.ده هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ستونزه تایید کړه ویې ویل، که څه هم دوی د بام په سر ځانته شخصي ټانکۍ جوړه کړې خو په خبره یې د ورځې له خوا دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې په واټرمپ اوبه ټانکۍ ته پورته کړي:
" مونږ مکروریانو کې د اوبو د ستونزې سره مخ شوي یو، د تدویر او مراقیب والا مونږ ته د ورځې له خوا اجازه نه راکوي چې اوبه پاس ټانکیو ته پورته کړو، چې بیا پس له وخته د شپې له خوا مونږ ستونزې سره مخ کېږو.
د یادونې ده چې مکروریانونو کې دا چې لوړو پوړونو ته اوبه نه پورته کېږي، ډیری د دغو شرایطو درلودونکو اوسېدونکو یې د بام په سر خپلو کورونو ته شخصي ټانکۍ نصب کړي چې د واټرمپ پر مټ اوبه ورپورته کوي.
د لومړیو مکروریانونو اوسېدونکې زرمینې ازادي راډیو ته وویل، دوی هم د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي:
" ټول ژوند په اوبو باندې دی، هر څه په اوبو باندې دي، فشار کم دی اوبه هیڅ نه راپورته کېږي، نو دا هغه ستونزې دي چې د مکروریانو خلک ورسره لاس او ګریوان دي. "
دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې ستونزې یې ور هوارې کړي.
د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد او د مکروریانونو د تدویر او مراقبت ریاست مسوولینو بیا په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د روان زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د انتقال د پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشبړې شوي او د دوی د معلوماتو له مخې عملي کار به یې درې کاله وخت ونیسي چې شا او خوا ۲ ملیونه اوسېدونکو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي.
تازه دوشبه د سپتمبر په ۲۲ مه بیا د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو د جاپان له سفارت له غړیو سره په خبرو کې له هغه هیواد غوښتي چې د نوي کابل د څښاک اوبو پروژه بېرته پیل کړي.
دا پروژه په تېر جمهوري نظام کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې ( جایکا ) په مرسته پیل شوې وه، چې د جمهوریت په سقوط سره یې چارې ودرېدې.
د یادونې ده چې د اوبو د کمښت ستونزه یوازې په مکرویانونو کې نه ده، بلکې مخکې تر دې د پلازمینې د بېلابیلو نورو سیمو اوسېدونکو هم ازادي راډیو سره دا ستونزه شریکه کړې ده.
د مرسي کورس په نوم یوې نړیوالې موسسې د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې خبرداری ورکړ، که وضعیت همداسې دوام وکړي ممکن تر ۲۰۳۰ کاله پورې کابل بشپړ وچ شي.
د دغه موسسې د معلوماتو له مخې په تیرو لسو کلونو کې د پلازمینې کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره تيټه شوې ده او لاملونه یې چټکه ښاري پراختیا او او د اقلیم بدلون په ګوته کړی و.