د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

د ماشومانو د ژغورنې صندوق د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلیو میرمنو ته ژوره اندیښنه څرګنده کړې


د کونړ نورګل دره- د سپتمبر-۳۱-له زلزلې وروسته. ارشیف
د کونړ نورګل دره- د سپتمبر-۳۱-له زلزلې وروسته. ارشیف

«سېف د چلډرن» په یو تازه خپور کړي راپور کې د اندېښنې په ځرګندولو ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله روغتونونو ته د غځېدلو لارو له بندېدو وروسته، ډېری ماشومان به په خیمو کې زېږېږي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف ده چلډرن) د افغانستان په ختیځ کې د ورورستیو زلزلو او لارو د بندښت له امله روغتیایي کلینیکونو او روغتونونو ته د لاسرسي د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې زیانګالو ته لګول شوې خیمې د ماشومانو په زېږنتونونو په بدلېدو دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ «د سپټمبر په ۲۴مه» په خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې د زلزلو له امله اغېزمنو شویو سیمو کې دا مهال شااوخوا ۱۱ زره میندې اومېندواره دي او په راتلونکو میاشتو کې به ماشومان وزېږوي، په داسې حال کې چې په ټکو یې ژمی هم په رارسېدو دی.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق خبرداری ورکړی چې د سرپناه نشتوالی او د ژمي یخه هوا به د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.

په دې خیمو کې مېشتې ځینې اومېندواره میندې هم د سخت وضعیت له امله شکایت کوي او وایي چې تر اوسه هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د کونړ د نور ګل ولسوالۍ یوې اوسېدونکې او د شپږو میاشتو اومېندوارې مور چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، دا مهال د خاص کونړ ولسوالۍ د زلزله ځپلو په یو کمپ کې تر خیمې لاندې اوسېږي، ازادي راډیو ته یې وویل: "زه خپله د شپږ میاشتو حمل لرم، اوس مې ملا او پښې ډېرې درد کوي، ښځینه ډاکتره دلته نه شته، کورونو مو ګډوډ شول، دوه نور ماشومان مې هم شته چې د یوه یې خېټه خرابه شوې ده، لور مې درې کلنه او زوی مې یو نیم کلن دی، مخکې هغه ډېر لیرې کلینیکونو ته کله کله ورتلم، اوس خو نه شم تللی او نه دلته ډاکترانې شته، ډېر بد وضعیت کې دلته شله پرته یم، ګرځېدلی نه شم."

دا مېرمن چې ۲۲ کاله عمر لري، وایي کمپ کې ورسره ګڼې نورې اومېندواره میندې هم شته چې اکثره یې زلزلو کې ژوبلې شوې هم دي او اوس دې حساسه دوره کې هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو او حتی پاکو جامو ته لاسرسی نه لري.

د څوکۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې کورنۍ، خپل او خپلوان یې تر خیمو لاندې اوسېږي، هم د دې وضعیت له امله ورته شکایت لري.

ده هم چې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "زموږ ژوند مخکې ډېر ابتدایي و، خو اوس مو اسنتیاوې بېخي صفر شوې دي، کومې لارې چې د کلینیکونو وې هغه هم بندې شوې دي، د نورو ستونزو ترڅنګ دا د میندو ناروغي (اومېندواري) هم لویه ننګونه ده، اوس که څه هم مؤسسې او ادارې هڅې کوي چې روغتیایي مرستې ورسوي، خو بیا هم ډېره شدیده اړتیا ده چې د دې میندو او ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره جدي پام وشي او مرستې راورسوي."

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف ده چلډرن) په راپور کې دغه راز په افغانستان کې د دې د پروګرامونو او ملاتړ څانګې د مشرې سمیرا سعید رحمان په حواله هم ویلي شوي چې "هېڅ ماشوم باید په خیمه کې خپله لومړۍ ساه ونه اخلي، هېڅ ماشوم باید د ژمي په رارسېدو سره پرته له بوټانو، ګرمو جامو یا تودوالي نه وي."

مېرمن رحمان خبرداری ورکړی چې د سړې هوا له امله به د ماشومانو د معافیت سیسټم کمزوری او دوی به د شدیدو تنفسي انتاناتو پر وړاندې زیات زیان ګالي کړي.

دغې ادارې زیاته کړې چې په زلزله ځپلو ولسوالیو کې له هرو ۱۰ کورنیو ۹ یې خیمو ته کډه شوي او شاوخوا ۳۹ زره ماشومان یې له سړې هوا سره مخ او ازاده فضا کې ژوند کوي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالباسط چې د کورنۍ شپږ غړي یې په زلزله کې مړه شوي او اوس یې مېرمن او پنځه کوچني ماشومان تر خیمو لاندې اوسېږي، وایي ډېر ماشومان یې ناروغان دي او دوی راتلونکو سړو ورځو ته اندېښمن دي: "دې ورځو کې د ماشومانو او لویانو اسهال بېخي زیات شوی، د ماشومانو خوارځواکي هم ډېره ده، خو که مو ماشوم ډېر سخت شي مجبور یو لیرې کوم موټر پیدا کړو کلینیک ته یې یوسو، دلته صحي خدمات نشته، زما لور یې وزن کړه شپږ کیلو وه، ویل چې دا خوارځواکې شوې موږ ډېر اندېښمن یو چې له دې وروسته خو هوا سړېږي، خیمه کې ژوند هغه هم ماشومانو او ښځو سره ډېر سخت دی، غړښتنه مو دا ده چې د دې ژمي لپاره باید سیسټم برابر شي چې ماشومان بخني ونه وهي."

د «سېف د چلډرن» د راپور په ټکو، تر زلزلو وروسته د پرلپسې ډبرو ښوېدو او راتلونکو اوونیو کې د واورو له امله به هغه لارې هم بندې شي چې یوازې خلکو کولای شول پرې پلی مزل وکړي چې په ټکو یې دا به وضعیت له بدتره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو اټکل کړی د اګسټ د ۳۱مې په زلزله کې چې د افغانستان ختیځ کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونه یې زیانمن کړل شاوخوا نیم میلیون زلزله ځپلي مرستو ته اړتیا لري او له اتو زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي یا بېخي نړېدلي دي.

XS
SM
MD
LG